اقصی په بيت المقدس او د سلطان‌خېلو جومات په مومندره کې

0 824

په داسې حال کې چې د کابل په ګډون د افغانستان په ډېری ولايتونو کې خلک د بيت المقدس په خواخوږي کې سړکونو ته راوتلي او د اقصی جومات د يهودو له منګولو خلاصول غواړي، د ننګرهار په مومندره کې د سلطان‌خېلو په جومات کې دننه چاودنې ملا امام شهيد او اته نور پر لمانځه ولاړ کليوال مرګوني زخميان کړل.
خلک وروسته له هغه سړکونو ته راووتل او د امريکا او اسراييلو پر ضد يې چيغو ته ملا وتړله چې د متحده ايالاتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ، بيت المقدس د اسراييلو د پلازمېنې په توګه وګاڼه.

د افغان حکومت يې کور ودان، هوښياري يې وکړه چې د ټرمپ دغه کار يې وغانده، که نه نو اوس به مظاهرچيانو زموږ خپلې حکومتي ودانۍ له بېخه نړولې او سوځولې وای.
بدمرغي دا ده چې د مظاهره‌چيانو لويه برخه بيت المقدس نه پېژني. يوازې د اقصی جومات نوم يې اورېدلی او فکر کوي چې هلته يوازې همدا يو ځای د مسلمانانو له‌پاره مقدس دی، نور نه سپېڅلي ځايونه لري، نه د نورو دينونو پيرويان ورسره کومه ديني اړيکه لري.

د دوی لويه برخه پر دې نه دي خبر چې ولې بيت المقدس له پېړيو راهيسې د دريو اسماني دينونو د پيروانو تر منځ د ټکر ځای دی او ولې د دغو دينونو تر منځ لاس په لاس کېږي.
دوی حتا په دې هم نه پوهېږي چې يهود ولې تر بيت المقدس نه تېرېږي او تر ځان تېر دي، خو بيت القدس خپله پلازمېنه غواړي.

خو څه چې رښتيا ده هغه دا ده چې دغو مسلمانو مظاهره‌چيانو دوه تاوانه کړي دي، يو يې اقصی جومات له ګوتو وتلی، بل يې د سلطان‌خېلو جومات پرون د وينو ډنډ و.
فرق دومره دی چې په اقصی مظاهره کېږي او د سلطانخېلو د جومات په وينو ککړ دېوالونه تر مظاهرو وروسته پرېمنځل کېږي، خو غبرګون نه ورباندې ښوول کېږي.
فرق دا دی چې اقصی د نورو لاس ته لوېدلی او د سلطان‌خېلو جومات د داسې په چا په لاس ويجاړ او د وينو په ډنډ بدل شوی چې ځان مسلمان بولي او د اسلام دعوه کوي.

دواړه د خدای کورونه دي، په يوه کې د خدای په عبادت ولاړ کسان په خپلو وينو کې لټ په لټ اوړي، په بل کې څوک د لمونځغاړي سر نه وهي.
موږ د افغان مسلمان انسان په توګه تر مرګه هم نه‌شو منلای چې بيت المقدس دې د بل چا لاس ته ورشي، بيت المقدس زموږ له‌پاره تر هغه ډېر مقدس دی څومره چې يې عرب دعوه کوي، خو ګيله دلته ده چې ايا زموږ د سلطان‌خېلو جومات د خدای کور نه دی، که پکې په لمانځه ولاړ انسانان د دې سزاوار وو چې خپل خدای ته د عبادت پر مهال اندام اندام شي؟

په بيت المقدس د دينونو تر منځ شپاړس ځله داسې بريدونه شوي دي چې د هغه ځای اوسېدونکي يا له يوې مخې قتل عام شوي او يا ښار بشپړ له منځه تللی دی.
هلته درې اسماني دينونه بېلابېل سپېڅلي او مقدس ځايونه لري او له همدې امله له پېړيو راهيسې د هر دين پيرويان بېلې بېلې هڅې کوي چې د ځان يې کړي.
هلته د ندبه دېوال او د مقدس قبر کلیسا هغه ځایونه دي چې یهودانو او مسیحیانو ته سپیڅلي دي.

تر قبه الصخره لاندې کاڼي بیا دریو واړو دینونو ته سپېڅلي دي او د اقصی جومات بيا د ګران پيغمبر حضرت محمد «ص» د معراج د کیسې له‌ امله مسلمانانو ته ځانګړی اهمیت لري او په دې سربېره، دا ځای یو وخت د مسلمانانو قبله هم وه.
بيت المقدس چې هر چا لاندې کړی په زور يې لاندې کړی او په زور يې له لاسه ايستل شوی دی. په مظاهرو يې سر نه سره ورځي.
ښه ده چې د سلطان‌خېلو د جومات پر شهادت وژاړو، چيغې ووهو او دغه بلا له خپله کوره وشړو.
ملنګ دې ځان ته دعا وکړي
چې در په در په کلي نه غواړي خيرونه

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply