د اساسي قانون لويه جرګه د ملي وحدت حکومت پر سر د جانکېري په منځګړيتوب د غني، عبدالله د توافق هغه برخه وه چې د نورو مسايلو تر څنګ په ټاکلي مهال د اجراييه رياست يا په بله خبره ډاکټر عبدالله رول او مقام ته قانوني مجرا پرانيستلای شي.
خو لويه جرګه جوړه نهشوه، ډاکټر عبدالله په هوکړهليک کې له خپلې دغې غوښتنې په ګرځېدو د نورو امتيازونو او جوړجاړيو خوا ونيوه، د دې خبرې مانا دا چې لويه جرګه د ملي وحدت حکومت په اډانه کې د دواړو لوريو هغه هوکړه وه چې د دواړو په خوښه عملي نهشوه.
که د هوکړې له مخې په ټاکلي مهال لويه جرګه جوړه شوې وای، د نورو اړخونو له خوا د لويې جرګې رابللو غوښتنه منتفي وه.
اجراييه رياست د ولسمشر غني هغه ايجاد و چې د احمدضيا مسعود لهپاره يې په پام کې نيولی و.
پوښتنه دا ده چې حکومت څنګه له لويې جرګې دومره وېرې نيولی چې د حکومت نسکورېدو وسيله ورته ښکاري؟
تر دې چې د عطا نور د سپرلي الوتکې ته د مزار له هوايي ډګره د پورته کېدو اجازه هم نهشي ورکولای.
څرګنده نه ده چې حکومت په رښتيا کندهار ته په دغه کچه او بڼه د عطا نور د تلو مخه نيولې، که د کومې تخنيکي ستونزې له امله د دغه الوت له ځنډولو عطا نور د دغې ډرامې سټېج چمتو کړای شوای؟
د مزار امپراتور په رښتيا دومره بېوسه دی چې کندهار ته د تلو مخه نهشي موندلای؟
په داسې حال کې چې څه موده وړاندې يې د حکومت نسکورېدو ټټر ډباوه، څنګه يې پټه خوله له الوتکې کوزېدو ته غاړه ايښودلای شوای؟
د اساسي قانون له لويې جرګې پرته که دوديزه وي، که مشورتي او په بل هر نامه په قانون کې يې ځای او تعريف نهشته، خو خلک دا حق لري چې په لويو وړو جرګو کې را غونډ شي، حکومت ته سپارښتنې وړاندې کړي، پر حکومت او چارواکيو نيوکې وکړي، خو حکومت د اساسي قانون له لويې جرګې پرته د نورو هغو د پرېکړو د عملي کېدو التزام نه لري.
د حکومت له خوا د جرګو او غونډو مخنيوی له ولسواکي سره تربګني ده. د کندهار غونډه لويه جرګه نه وه، لويه نهشوای کېدای، دومره ځواک، قانوني تکيه يا متره نهشوای موندلای چې حکومت دې له پښو وغورځوي يا دې د دغسې اعلان زړه وکړای شي. حکومت ناکه د وېرې ګبڼۍ نيولی و.
د کندهار غونډه هم لکه نورې ناستې او ټاک شوګانې پر حکومت له نيوکو پيل او په وړانديزونو پای ته ورسېده، د نظام او حکومت د نسکورېدو حربه، توطيه او وسيله و نه ګرځېده.
حامد کرزي چې د لويې جرګې تر نامه لاندې خپله شخصي اجنډا پټه کړې، د لويې جرګې د پرېکړو د نه منلو تاريخ لري، ده د خپلې جوړې کړې لويې جرګې هغه پرېکړه و نه منله چې له امريکا سره يې د امنيتي تړون د لاسليک غوښتنه وکړه.
لويه جرګه هماغه لويه جرګه ده چې په اساسي قانون کې يې جوړښت څرګند دی، اضطراري، مشورتي او نورې هغه حکومتونو د خپلو سياسي اجنډاوو لهپاره اختراع کړې دي.
د کندهار په غونډه کې ځينې خطرناکې او بېمسووليته څرګندونې او دريځونه وړاندې شول. د هر چا خپله اجنډا وه، ځکه خو يوه خبره له غره ښکارېده او بله له سمې.
رحمت الله نبيل پهکې خپل زړه تش کړ. د ده دا خبره چې په حکومت کې ځينې کړۍ له ایايسای، سپاه قدس او حقاني شبکې سره اړيکې لري، د ده د همېشنۍ بېمسووليتۍ يوه بېلګه ده.
ده بايد ښوولې وای چې کومې حکومتي کړۍ او چارواکي له ایايسای او سپاه قدس سره اړيکې لري، پټپټونی څه مانا؟
له حقانيانو يا نورو مخالفانو سره اړيکې پټپټونی نهشي ګڼل کېدای.
د حامد کرزي په حکومت کې له وسلهوالو مخالفانو سره د اړيکو او پوهاوي لهپاره د سولې عالي شورا جوړه شوې.
له دغو ډلو سره د امريکا اړيکې کومه نوې او پټه خبره نه ده، په همدې موخه په قطر کې د امريکا په خوښه د طالبانو لهپاره سياسي استازولي پرانيستل شوه.
د همدغسې اړيکو يا د نبيل په خبره، پټپټوني په مټ له حکمتيار سره د سولې او پخلاينې پروسه بريالۍ شوه.
له حکومت سره اختلاف د ښاغلي نبيل او بل هر افغان حق دی، خو د نبيل توپير په دې کې دی چې دی د خپل حساس ماموريت له امله د ډېرو ملي رازونو امين دی. له همدې ځايه بايد له حکومت سره د شخصي اختلاف پر سر د دغو ملي رازونو له امانت سره خيانت و نه کړي.
له بده بخته ده له خپلې استعفا وروسته پر حکومت د داسې تورونو د جوال خوله پرانيستې چې پر ملي ګټو او ملي امانتونو يې د ليلام بولۍ لګولې ده.
له همدې ځايه نبيل بايد د دغو تورونو او ادعاوو اسناد او وضاحت وړاندې کړي. دا سمه ده چې مېډيا ته د دغو تورونو او ادعاوو د اسنادو او سرچينو پر وړاندې کولو مکلف نه دی، خو محکمه بايد له ده څخه د دغو ادعاوو ثبوت او اسناد تر لاسه کړای شي.
لويه څارنوالي ښايي د رسمي قضيې په توګه د ده ادعاوې او تورونه وڅېړي او پارلمان د ملت د استازو په توګه رڼاوی ترې وغواړي.
د کندهار غونډې که له يوې خوا د حکومت د وېرې له کچې پرده پورته کړه، له بلې خوا يې د اپوزيسيون په نامه د شخصي اجنډاوو له پوکڼيو هم هوا وايستله.
همدا غر، همدا کربوړی. وېرېدلی حکومت او په بادو پړسېدلی اپوزيسيون.
سرخط ورځپاڼه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320