د امنیت تامین او د قوې د استعمال انحصار

0 668

 

د امنیت تامین او د قوې د استعمال انحصار

امنیت د خلکو مهمه اړتیا او غوښتنه ده، ځکه خلک د خپلو ټولنیزو او ژوند چارو د پرمخ بېولو لپاره تر ټولو لومړی امنیت ته اړتیا لري. تر هغو چې خلک ځانونه خوندي او امن حس نه کړي، نو دوی ذهناً نارامه او هره شیبه په اندېښنه کې وي، چې دغه حالت د دوی پر ژوند او ټولنیزو چارو څرګند اغېز لري او معلومدار نه یې شي ترسره کولی.

له همدې امله امنیت په هېواد کې دسیاسي ثبات د راوستومهم رکن او سوله دامنیت د تامین پیلامه ده. په افغانستان کې د لسیزو او اوږدو جګړو او ناامنیو له امله زموږ ټولنه دنظام د پیاوړتیا او د امنیت د بنسټي کېدو غوښتونکې ده، ځکه د پیاوړي نظام او ښه امنیت په موجودیت کې جرمي ډلې د جرمونو د ترسره کولو جرئت نه لري او که کوم څوک د جنایت په ترسره کولو مرتکب شي، نو د عدلي او قضایي ارګانونو له لوري ورته جزا او سزا ورکول کېږي.

سره له دې چې حکومت د امنیت د تامین په برخه کې هلې ځلې کوي، خو لا هم د هغسې امنیت پر تامین نه دی توانېدلی چې د خلکو هیله او غوښتنه ده، نو په دې برخه کې ولسونو او د ټولنې بېلابېلو اقشارو ته ښایي چې د امنیت د تامین په برخه کې له حکومت سره هر اړخیزه همکاري وکړي. جرمي ډلې او جنایتکاران تشخیص کړي، د هغوی په اړه حکومت او امنیتي مسوولینو ته خبر ورکړي، تر څو هغوی د ولسونو په منځ کې ځانونه خوندي حس نه کړي او په زړه کې یې باید وېره او ډار ایجاد شي او د همدغې وېرې له امله هغوی د جرمونو او جنایتونو ترسره کولو ته زړه ښه نه کړي.

د دې لپاره ښایي چې حکومت په لومړي ګام کې په مشروع ډول پر قوې باندې واک ولري. یانې له حکومت مه واره بل څوک د قوې د کارولو صلاحیت ونه لري، ځکه کله چې د هر لامل له مخې قوه او وسله د ولس او یا حکومت پر وړاندی کارول کیږي په حقیقت کې ټولنه پر ځنګل بدلېږي له همدې امله پر قوه واک لرل او د دولت له لوري له هغې مشروع ګټه اخیستل د امنیت او ثبات د تامین بنسټیز اصل دی.

تر دولت پورې د قوې د استعمال د بنسټیز اصل د تطبیق او پیاوړتیا لپاره دوه اقدامات نهایت مهم دی. یو دا چې خلک که په ښکاره جرئت نه شي کولی، نو په یو نه یو ډول باید جنګي او جرمي ډلو او زورواکانو پر وړاندې خپله کرکه څرګنده کړي او هغوی ته دا په ډاګه کړي چې نه یې دوی او نه یې هم د دوی ناوړه کړنې خوښېږي، بلکې برعکس له دوی او کړنو څخه یې سخته کرکه لري.

د ولس او خلکو دویم اقدام چې تر دولت پورې د قوې د استعمال او انحصار لپاره مهم دی هغه د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو ټینګ ملاتړ دی. څومره چې ولس د امنیتي او دفاعي ځواکونو تر شا کلک ودرېږي او په هر حال کې هم پر دوی باور وکړي او هم د جرمونو، جنایتونو او د هغو د عاملینو په اړه معلومات ورکړي، نو همغومره د جرمي او وسله والو ډلو زور ورسره اوبه کېږي او امنیتي او دفاعي ځواکونه دا توانمندي پیدا کوي چې د خپلو خلکو او ولسونو لپاره ښه امنیت تامین او خوندي چاپیریال رامنځته کړي.

د امنیت تامین او د خوندي چاپیریال برابرول د حکومت د انکشافي برنامو، له حکومت څخه د خلکو د رضایت او ملاتړ او همدارنګه د ښو خدماتو د برابرولو او د خلکو د فعال ګډون او په ښه توګه د ژوند او ټولنیزو چارو د ترسره کولو په برخه کې لویه مرسته کولی شي.

 

محمد روښان ښاد

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply