د ښارونو بدې پېښې به بدې پايلې ولري

0 614

دفاع وزارت په امريکا کې د پاکستان سفير اعزاز احمد چودري ته سور او شين کېږي چې ولې يې ويلي دي چې افغان حکومت زيات تمرکز د ښارونو په ساتنه کړی دی او کلي يې طالبانو ته پرېيښي دي.
دغه وزارت وايي، خپل کار يې دی، کلي ساتي، که ښارونه ساتي، د پاکستان سفير دې خپل حکومت ته مشوره ورکړي چې ترهګر نه روزي.
د پاکستان د سفير دغه سپين‌سترګي د زغملو نه ده، د افغانستان په چارو کې ښکاره لاس‌وهنه ده او بايد سفير په خپلو دغو څرګندونو بښنه وغواړي، خو راځو دې ته چې رښتيا هم د افغان ښارونه امن دي؟

دوې شپې وړاندې د کابل په خيرخانه کې وسله‌وال کسان يوه کور ته ننوتلي وو، چې څوک په مخه ورغلي، په شهادت يې رسولي دي، لس کسه شهيدان شوي او بريدګر هم سرې سترګې په ډاډه زړه له کوره بېرته وتلي دي.
په دغو شهيدانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او دوه تنه خو هغه مېلمانه دي چې له کلي څو شپې کابل ته راغلي وو.
د همدې شپې په ماښام د کابل په درېيمه حوزه کې چاودنې ګڼ شمېر کسان شهيدان او ټپيان کړل.

تر هغه ور هاخوا په همدې خيرخانه کې څو ورځې وړاندې په رڼا ورځ يو صراف وويشتل شو او قاتلان يې په ډاډه زړه د پېښې له ځايه ولاړل.
هدفي وژنې، سړي تښتونې، غلاوې او نورې نادودې نه يوازې په کابل کې په درز روانې دي، بلکې په نورو ولايتونو کې يې هم پرېماني ده او بده لا دا ده چې عاملان يې نه نيول کېږي.

د ښار په منځ کې سړی ووژني، په ډاډه زړه روان شي. سړی وتښتوي له ښاره يې په بې‌غمي وباسي. چاودنه وکړي، کور ته ور واوړوي، خلک ولوټي، بس رسنۍ ورباندې راپور جوړ کړي، نور نو غل صاحب خپله مخه وهي، هېوادوال خپل غم ژاړي او امنيتي ارګانونه د يوې بلې ورته پېښې د خاموشې نندارې په تمه ناست وي.
که رښتيا هم افغان حکومت د ښارونو ساتنې ته توجه زياته کړې وي، ساتنه داسې وي؟

که يې توجه نه وای زياته کړې، په ښارونو کې به څه حال و؟
حکومت به يا د ښارونو خونديتوب ته پام کړی وي، يا نه، خو رښتيا دا ده چې نور نو په ښارونو کې د خلکو حوصله ختمه شوې ده.
په لويو ښارونو کې دغسې ناامنۍ او د شتمنو کسانو تښتول نه يوازې د خلکو رواني فشار زياتوي، د خلکو او حکومت تر منځ واټن ډېروي، بلکې له افغانستانه د پانګه‌والو د فرار لوی لامل هم کېږي.

هسې مو هم ميليونونه ځوانان بې‌روزګاره دي، ځينې يې پرديو هېوادو ته په خواريو مزدوريو پسې ځي او پر لاره مري، ځينې يې نشو ته مخه کوي او ځينې بيا د ترهګرو ليکو ته ځي، که دغه شته پانګه‌وال هم ووځي او بې‌کاري نوره هم زياته شي، بيا به يې مهارول د حکومت د وس خبره هم نه وي.
خلک د ناامنيو له وېرې ښارونو ته پنا راوړي او دلته چې ښارونه هم داسې ناامنه شي، نه پکې د چا سر خوندي وي، نه مال، نه عزت؛ نو مجبور دي چې د خپل ځان ساتنه پخپله وکړي او هغه مهال به نو بيا ورته حکومت او طالب چندان توپير نه لري.

د بدحکومتۍ او بې‌نظامۍ ترخې تجربې موږ کړې دي، حکومت دې بيا د هغه تجربو د تکرار مخه ونيسي، که نه که حالت همداسې روان وي، پايلې به يې نه د حکومت، نه د خلکو او نه د وطن په ګټه وي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply