اوس نو بايد حکومت خپل حيثيت وساتي! / محمد اسماعيل کاکړ

0 915

د ډېموکراسي له پنځلس کلن تمرين څخه وروسته، د ولسواک نظام زړورتيا په لومړي ځل وښوول شوه؛ هغه هڅه چې بايد ډېره پخوا شوې وای.
د کورني سياست د ناروا ځواک د غره شګې په نړېدو شوې، له پوره څوارلس کلن ماموريت څخه وروسته عطا محمد نور د بلخ ولايت له مقامه ګوښه کړای شو.
ولسمشر محمد اشرف غني، که په خپل حکومت کې بله لاس ته راوړنه و نه لري؛ نو دا يوه يې په زغرده يادولای شو چې ډېر داسې زورور يې د ولس پر وړاندې راچپه کړل چې په تېره لسيزه کې يې د حکومت د نفوذ واګې په غيرمستقيمه توګه په لاس کې وې.

دا بايد ومنو چې د بلخ د والي په توګه د عطامحمد نور مقام يو پوښ و.
دغه ښاغلی له تېرو څو کلونو په شمال زون کې د سياسي ځواک په جزيرې بدل شوی و. که څه هم دغه جزيره د ولس د ملاتړ له اړخه تر ډېره مصنوعي وه؛ خو د سياسي اړيکو او اقتصادي ځواکمنتيا له اړخه يې ساری په شمال کې نه و.
نور؛ تر ۲۰۰۹۹ کال ولسمشريزو ټاکنو پورې ځان د شمال په کچه د قومي او جمعيت ګوند پورې تړاو لرونکي سياستمدار په توګه ښه وځلاوه.
په همدې موده کې يې د يوه هوښيار سياستمدار په توګه د وخت د مرکزي حکومت له مجبوريتونو پوره ګټه واخيسته.

د ولس تر منځ يې د ډار له لارې د نفوذ پيدا کېدو لارې وموندې، د سياست په بازار کې يې په خپل نامه د اقتصاد پياوړي کېدو هټۍ پرانيستې او تر ۲۰۱۴کال ولسمشريز ټاکنو پورې د خپل خودي سياست د پالنې په کړۍ جوړېدو وتوانېده.
د همدې کړۍ په مرسته يې لومړی د جمعيت ګوند مشهورې څېرې وډارې کړې او ځان يې د يادې ډلې د قدرت څوکې ته ورساوه.
دی که څه هم د دغه ګوند د رييس په توګه مطرح نه شو، خو د يادې ډلې د ځواک کشولو د پړي سر د همده په لاس کې و.

په ۲۰۱۴ کال ولسمشريزو ټاکنو کې د ډاکټر عبدالله عبدالله د ملاتړي په توګه نه، بلکې د جمعيت ګوند د صقل مرکز په توګه مطرح شو، تر دې چې له بهرني ملاتړ واخله، تر کورنيو سياسيونو پورې د لومړۍ خبرې کولو کس په توګه يې ځان په ثبوت ورساوه.

نوموړی په خپل ګومان سم روان و. داسې يې انګېرله چې ولسمشر اشرف غني د ملي وحدت حکومت د توافق نامې له عملي کېدو پرته بله چاره نه لري؛ نو ګومانونه همدا کېدل چې د روان سياست تر ټولو هوښياره څېره د بلخ عطامحمد نور دی.
خو په ملي وحدت حکومت کې د ولسمشر پر وړاندې د اجراييه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله مجبوريت او بې وسي او همدا راز د جمهور رييس په مشرۍ د تدارکاتو کمېټې په منځ ته راتګ چې د عطامحمد نور د ډېرو اقتصادي هټيو د بندېدو فيصلې په‌کې وشوې، په افغانستان کې د کورني سياست نوې دروازه پرانيسته.

خبره تر همدې ځايه نه وه، بلکې د افغانستان له هر سمت، ژبې او ګوند سره تړاو لرونکيو ډېرو زورورو اړخونو د اقتصادي پلونو د نړولو پلان په عملي کېدو شو.
د همدې حالت پر وړاندې د عبدالله عبدالله چوپ پاتې کېدل او يا هم بې وسي د دې لامل شوه چې عطامحمد نور خپلې هوښيارۍ ته تم شي.
خو دغو تم کېدو لکه زرک په غبرګو پښو تړلی پرېښود. عطامحمد نور د حکومت پر وړاندې د ملي دريځ تمثيل شروع کړ، خو کيسه ډېره ژر ډاګيزه شوه چې قومي او ګوندي وه.

ولسمشر د هوښيار سياستمدار په توګه په کورني سياست کې د زغم، حوصلې او جرات د نوې ودانۍ د جوړېدو خښتې سره سمولې. دا ورته ضرور وه چې د شمال د سياسي جزيرې د ولکې راوستو له‌پاره بايد د جميعت ګوند تر منځ لارې جوړې کړي.

سياسي مداريتوب يې وکړ. لومړی يې د عبدالله پر وړاندې له نور سره سياسي انډيوالي وکړه. خبره د جميعت ګوند تر خپلمنځي اختلافه ورسېده. نور او عبدالله د يو بل پر وړاندې ودرېدل، بلکې سياسي مقاطعه يې سره وکړه.
دا نو هماغه وخت و چې ولسمشر محمد اشرف غني لکه ګرګټ رنګ بدل کړ. عطامحمد نور يې له غېږې لېرې او عبدالله ته يې د سياسي عشق سترګه ووهله.
د نور د سياسي ځواک او حيثيت غر په نړېدو شو او ولسمشر يې پر هغه استعفا چې د سياسي ملګرتيا پر مهال يې ورته له يو لړ شرطونو او غوښتونو سره پر مېز ايښې وه، کابو دوه کاله وروسته لاسليک کړه.
اوس نو کورنی سياست همداسې روان ساتل په کار دي. اوس نو ولسمشر نه، بلکې د افغانستان د نظام د حيثيت مسله ده.

دا د نکلونو د دور مهال نه دی چې د معشوقو له‌پاره به عاشقان له خپله حيثيته درېدل؛ اوس خو مينان هم خپلو معشوقو ته له خپلو ارزښتونو نه تېرېږي؛ دلته خو لا د يو جمهوري نظام د مرکزي حکومت د حيثت مسله ده، د شخص په توګه د محمد اشرف غني مسله نه ده.

ولس منندوی دی چې د کورني سياست د کابو کولو له سرې کرښې واوښت، خو اوس نو ترې بېرته اوښتل سياسي کفر دی چې ناروا باله شي.
دغه حيثيت د شوې پرېکړې بېرته اخيستو سره تړاو نه لري. پرېکړه خو تو کړې لاړې دي، چې بېرته نه پورته کېږي؛ خو که چېرې يوه اوونۍ نه، يوه ورځ نه، يو ساعت نه، بلکې يوه شېبه هم د ارګ له‌خوا د بلخ د نوي والي ورتګ مزار شريف ته ځنډول کېږي، د افغانستان د جمهوري نظام د مرکزي حکومت حيثت به له صفر سره ضرب وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply