د دښمن د ځپلو موسم/ اېمل پیاوړی

0 654

د افغانستان کنګل ژمی د دښمن د ځپلو ښه موسم دی، ځکه چې د افغانستان دښمنان عموماً په غرونو، رغونو او غارونو کې پټنځایونه لري او وخت ناوخت په لیرې پرتو کلیو او غرنیو سیمو کې هم تګ راتګ کوي، خو په ژمي کې د سختې یخنۍ له امله پر دوی ساحه راتنګېږي، ځکه ژمی دومره سوړ وي، چې په ښارونو کې له تخرګونو لاسونه نه ایسته کېږي، نو په غرونو کې بیا ساړه او ورښت د دې څو برابره زیات وي.

نن سبا چې په غرونو او رغونو واوره ورېدلې او هوا هم سړه ده، نو د افغانستان دښمنان نه زیات تګ راتګ کولی شي او نه هم پټېدلی شي، امنیتي او دفاعي ځواکونه د ګډو او بریالیو هوايي او ځمکنیو عملیاتو په ترسره کولو سره دښمن په اسانۍ له منځه وړلی شي.

د بېلګې په توګه که ځمکني ځواکونه په هغو کلیو او سیمو کې چې طالبان په کې تګ راتګ کوي او یا ځانونه پټوي، ناڅاپي او یو دمي هجوم وروړي او هلته  کور په کور خپلې پلټنې وکړي، نو دوه لارې دي چې یا به دښمن تسلیمېږي او امنیتي ځواکونه به یې نیسي، یا به د تېښتې پرمهال له منځه وړل کېږي او یا به خپلو غرنیو غارونو ته ورتښتي.

مګر امنیتي او دفاعي ځواکونه که همهال په کلیو کې د ځمکنیو ځواکونو او په غرونو کې د هوایي ځواکونو له لوري دښمن تر بریدونو لاندې ونیسي، نو باور دی چې یا به خپلو اصلي پټنځایونو او روزنځایونو ته یانې بېرته پاکستان ته ور تښتي او یا به هم د هېواد د مېړنیو امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري له منځه وړل کېږي.

په دې موسم کې د دښمن د له منځه وړلو او ځپلو عملیات څو ګټې لري. لومړی دا چې دښمن له منځه وړل کېږي، دویم دښمن کمزوری کېږي، په زړه کې یې وېره ځای نیسي، ځان خوندي نه احساسوي، روحیه یې ماتېږي.

دریمه ښېګڼه یې داده چې د سولې پر پروسه هم مثبت اغېز لري، کله چې طالب دا ومني چې د افغانستان په کلیو او غرونو کې دوی نور خوندي نه دي او نه هم د پټېدو ځایونه لري، نو باور دی چې دوی به سولې ته غاړه ږدي او خپل عادي ژوند ته به ستنېږي.

څلورمه ګټه یې داده چې دښمن به په ټوله مانا کمزوری شي، دومره به کمزوری شي، چې په ښارونو کې څه ان په کلیو او لیرې پرتو سیمو کې به هم د تروریستي اعمالو او په امنیتي او دفاعي ځواکونو بریدونو ته زړه ښه نه کړي او چېرې چې امنیتي او دفاعي ځواکونه ویني، نو ځانونه به پټوي ا وتښتي به.

مګر که امنیتي او دفاعي ځواکونه په دغه موسم  کې پر دښمن مرګوني بریدونه او عملیات ترسره نه کړي، نو د سږ کال پسرلي په را رسېدو سره به دوی بیا د تېر پسرلي په څېر په کلیو، ښارونو، لویو لارو، روغتونونو، جوماتونو، ښوونځیو او عامه تاسیساتو کې زموږ بې ګناه هېوادوال په نښه کړي او د تروریستي بریدونو په ترسره کولو سره به خدای مکړه زموږ هېوادوالو ته د سر او مال پرېمانه زیانونه او تلفات واړوي او په ښارونو کې به د تېر کال په څېر د جنایتونو او وحشتونو فضا حاکمه کړي.

د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ښایي چې د ژمي په همدغو دوه درې میاشتو کې پر دښمن د محاصرې کړۍ را تنګه کړي او پر هغوی داسې مرګوني ګوزارونه وکړي چې هېواد او هېوادوال د تروریستي ډلو له ظلمونو او وحشتونو څخه د تل لپاره وژغوري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply