عطا محمد نور خپل سیاسي‌ طاقت ساتلی و که سرمایې؟ اباسین بریال

0 1,278

دا د تاریخ حادثه نه ده؛
عطا محمد نور خپل سیاسي‌ طاقت ساتلی و که سرمایې؟

اباسین بریال
امریکا د خپلو پیسو په تقسیم کې د ډالرو د ماشین په څېر سخي نه ده، خو د افرادو په اخیستلو کې تر ټولو قیمته معامله کوي.
هغوی ډېره کالکولېټ شوې معامله کوي، یو څوک په څو ارزي، چېرته د استفادې وړ دی او څنګه یې ورته وښیي چې ستا اصلي قیمت هغه نه دی چې ته ورباندې واخیستل شوې، بلکې ته هغه یې په کومو دې چې بېرته پلوري.

ولې د عطا په کیسه کې تر هر څه وړاندې امریکا یاده شوه؟
دا د طالبانو د نسکورولو پر مهال د ځینې جهادي قوماندانانو د لوبولو له سناریو څخه په الهام د یادونې وړ ده.
په افغانستان کې تر ټولو ډېر ډالر په تېره یوه نیمه لسیزه کې جنګسالارانو ته ورکړل شول، دوی ته د لوبې په مهمو ځایونو کې اړتیا وه، خو له دغو تورو شتمنیو سره د جنګسالارانو چلند سطحي وو، دوی دغو پیسو ته د خپلو حقه حقوقو په سترګه کتلي‌ وو.
نن ورځ په دوبۍ او ځینو نورو بانکونو کې د عطا محمد نور تر درې ملیارډه زیاته سرمایه کنګل ده، دغه پیسې که له افغان دولت سره ښه وشي، نو خزانې ته به یې را انتقال شي، ګنې همداسې به تري تام شي.

نهه میاشتې وړاندې د عطا محمد نور سیاسي موقف د همدې بانکي حسابونو له کنګل سره کنګل شو، هغه نور د زمري له جال سره د زور وهلو په لټه کې و. بانکي حسابونه یوازې بند نه‌شول، بلکې نور عواید هم نه ورتلل او عطا د پیسو د ساتلو له‌پاره بل هيڅ خزانه نه لرله.
په اوایلو کې عطا هڅه وکړه چې د جمیعت ګوند په هغو غړيو کودتا وکړي چې ده یې تل له موقف څخه استفاده کړې.

نوموړي له عبدالله عبدالله سره هم د عبدالله د ګټو له‌پاره تعامل نه و کړی، بلکې عطا غوښتل په سیاست کې ارګ ته د یو ګام وړاندې کېدو له‌پاره عبدالله عبدالله د قربانۍ د ګډوري په توګه وکاروي او بیا توغ په خپل لاس کې واخلي.
د اجرايیه ريیس له تقرر سره سم عطا د خپلې سیاسي‌لوبې دویم پاړکی پیل کړ، بل ځل انتخابات، د جمیعت مشري او انحصار او له پنجشېر څخه و خپلې خوا ته د جمیعت د عمل د اتبکار انتقال.
په همدې اساس یې له ارګ سره په پټه خبرې پیل کړې او ځان ته تر عبدالله عبدالله په لوړ سیاسي حیثیت قایل و.

ارګ له عطا سره ښه لوبه وکړه،‌ ډېر تار یې ورکړ، خو په عین وخت کې دا لوبه د عطا له سویې ډېره لوړه وه. پنجشېري جمیعتیان چې د عطا په دې کردار خبر شول، نو یې په پټه په جمیعت کې د ده موقف له زوال سره مخ کړ، البته چې په دې جریان کې ټول جمیعت زیان ولید، خو د عطا د را پرځولو له‌پاره جمیعتیان دې قربانۍ ته هم تیار شول.

دا ځکه چې د عطا ټول سیاسي‌ قدرت د جمیعت له جوړښت نه تشکیل شوی و او هغه تر ارګ وړاندې جمیعت خپلول غوښتل.
په دې ځای کې د ارګ او جمیعتیانو مشترک حریف عطا و.
عبدالله چې تر دې وړاندې د عطا له خوا تحریک کېده، پوه شو چې قربانۍ ته برابر شوی، نو یې له ولسمشر غني سره اړیکې سمې کړې او د ملي‌وحدت د حکومت د پنځوس فیصده سهمدار له موقف نه دغني د یو مامور نقش ته راټیټ شو.
عبدالله ته چې ښه سیاسي اینده انتظار نه باسي، همدا کفایت کوي چې که احتمالاً په راتلونکيو ټاکنو کې د ولسمشر غني لومړی مرستیال وي، خو عطا ته دا دامونه که د عبدالله له خوا وو، که د جمیعت د نورو اعضاوو او یا خپله د ده له کمې پوهې، د مطلق سیاسي زوال په بیه تمام شول.

اوس عطا په سیاسي لوبه کې له ارګ سره د تقابل له اړخه داسې مرحلې ته رسېدلی و چې نور یې ذهن او حواسو تر دې اخوا کار نه ورکاوه.

په تېرو دوو میاشتو کې هغه څو ځله تصمیم ونیو چې په شمال کې بغاوت غوره دی، له ارګ سره پخلاینه ښه ده، په ولایت کې د پاتې کېدو اسرار ښه دی او که په شریفانه توګه دنده پرېښوول؟

د خپلو هغو ملګريو له خوا مغشوشوونکيو مشورو چې له ده سره دي، خو له ده سره نه دي، عطا د کوهي پر غاړه ودراوه، اوس یې نه استعفا د استعفا ځای ونیو او نه یې سیاسي موقف داسې پاتې شو چې دی د سباني سیاست له‌پاره د محکوم شوي شخص په توګه د خپل نفوذ په ساحه کې د شنه کارټ په توګه ورڅخه استفاده وکړي.

د بهرنیانو له‌پاره عطا نور هغه نازدانه نه دی چې د مزاحمت له‌پاره یې وکاروي او عطا په شمال کې یوازې د تورې شتمنۍ یو ضدي مالک ښکارېږي.

نه یوازې چې په بلخ کې هغه خپل نفوذ په یو ناڅاپه له لاسه ورکوي، په جمعيت کې هم هغه ته لویه مسله جوړه شوه چې جمعيت بیرته په پښو نه‌شي درېدای او هم هغه انتخاباتي کمپ شدیده صدمه ولیده ‌چې فکر کېږي، په راتلونکيو ټاکنو کې پنځوس سلنه ونډه اخلي، یا به د انتخاباتو نتېجه له خپل میل سره راڅرخوي.

عطا د هغو پنځو کسانو په ډله کې شامل شو چې ولسمشر غني غواړي نور یې لاس له دولتي او سیاسي صحنې وکاږي.
په دغو شپږو کسانو کې اول یې دوستم دی چې د تبعید تورې ورځې تېروي، دویم یې محقق دی ‌چې د امنیت شورا له غونډو شړل شوی، درېیم یې ضیا مسعود و چې له ګواښونو سره سره نور د کوم سفارت دروازه یې پرمخ نه خلاصېږي، څلورم یې د کندهار امنیه قوماندان رازق دی چې په لنډو ورځو کې یې په اړه تصمیم نیول کېدونکی دی او پنځم خپله عطا.

د عطا شواخون له دې وروسته پیلېدونکی دی چې د امریکا سیګار ادارې سرمفتش په نوې ځانګړې جوړېدونکې محکمه کې له عطا سره د مالي فساد په اړه د محاسبې غوښتنه کوي.
مالومات په ډاګه کوي چې عطا او اسماعیل خان دوه هغه کسان دي چې دا محکمه به اول د دوی د درې درې ملیارډه ډالرو دوسیې پرانېزي او امریکا په ټینګه د دې پیسو او مالي فساد پر پلټنه ټینګار کوي.

نو اصلي خبره همدا ده چې دا د تاریخ کومه حادثه نه ده چې یو والي له دندې لېرې شو، د تورو شتمنیو تعاملات اکثراً وي دغسې چې سیاسي کېریر ورسره تړلی وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply