که زه د عطا پرځای وای!/محمد روښان ښاد

0 574

که زه د عطا پرځای وای، نو په دوه کارونو کې مې یو انتخاباوه. یا له حکومت سره کار او یا هم حکومت مخالفه او سیاسي جبهه کې ودرېدل، مګر درېغه چې عطا محمد نور یو هم ونه کړل، ځکه که یوه ورځ به په حکومت کې وو، نو بله ورځ به د حکومت مخالفه جبهه کې ولاړ وو  او وخت پر وخت به یې ان د نظام تر سقوط پورې حکومت ته پښه درب او مانورې کولې.

په دې کې شک نشته چې بلخ ولایت د افغانستان له نسبتاً امن او پرمختللو هېوادونو څخه دی، ښایي په دې کې د استاد عطا محمد نور د مشرتابه  او مدیریت کمال هم وي، مګر کاشکې عطا محمد نور د خلکو د خدمت او د هېواد د پرمختګ په موخه یوازې ولایت انتخاب کړی او ولسمشر غني ته یې ویلي وای چې د هېواد او هېوادوالو د خدمت په موخه د یو سرتېري او عسکر په توګه ستا په خدمت کې یم، له بلخ نیولې که د افغانستان هر ولایت او ګوښې ته مې لېږې، نو په خوښۍ به لاړ شم، ځکه چې د هېواد هره لوېشت خاوره مې د زړه ټوټه او د هېواد د هرې ګوښې وګړی مې  د زړه سر دی.

که زه د عطا پرځای وای، نو هغوی چې د حکومت پر ضد په دسیسو بوخت دي او هره ورځ د غونډو، جبهو او جرګو په جوړولو د ولس ذهنیت خرابوي، د حکومت او ولس تر منځ د بدبینۍ نوکونه جنګوي او غواړي چې حکومت له ولس او ولس له حکومته بېزاره کړي، نو د هغوی ملګرتیا خو مې په هیڅ شرط نه کوله ، بلکې کوښښ مې کاوه چې هغوی وپوهوم او د حکومت پر وړاندې له نامعقول دریځ څخه یې را وګرځوم.

که زه د عطا پرځای وای، نو په بلخ ولایت کې مې له اقتصادي، انکشافي، ښوونې او روزنې او هر پلوه داسې کار او خدمت کاوه، چې بلخ ولایت د هېواد په کچه یو نمونه ولایت شوی وای، خلکو یې راته د ښه خدمت له امله دعا کړې وای او ولسمشر په هسکه غاړه ټولو والیانو ته ویلي وای هلته به مو ومنم چې د استاد عطا غوندې په خپل خدمت، کوښښ، صداقت او هلو ځلو د خلکو زړونه لاسته راوړئ او د ژوند اسانتیاوې ورته ډېرې کړئ.

که زه د استاد عطا پرځای وای، د بلخ په شاوخوا کې وسلوالو مخالفینو پسې کلي، دښتې او غره ته ورتلم، عذر مې ورته کاوه، له زنې مې نیول، سوله ییز او عادي ژوند ته مې راستنول. قدر مې ورکاوه، نازول او هڅول مې چې د خدای لحاظ وکړئ د خپل هېواد له بربادۍ او د خپلو خلکو له وژلو او بدمرغه کولو لاس واخلئ. په بلخ کې مې د انکشاف او پرمختګ تر څنګ سوله ییزه، خوندي او ډاډمنه فضا برابروله او په دې برخه کې مې داسې کار کاوه چې بیا هم ولسمشر د سولې شورا مشرتابه او مسوولینو ته ویلي وای چې ورشئ له استاد عطا یې زده کړئ، چې وسله وال مخالفین یې څنګه له مخالفته سوله ییز او عادي ژوند ته راستانه کړل.

که زه د استاد عطا پرځای وای، له خلکو سره مې له کوم توپیر او تبعیض پرته په صمیمت او مینه چلند کاوه، خو په مجرمینو او هغوی چې د نورو سره ظلم کوي او یا هغه مامورین چې په ورسپارل شویو دندو کې ناغېړی کوي، د ولس ستونزې نه حلوي او یا بډې ورڅخه اخلي، له هغوی سره مې داسې سخت چلند کاوه او مجازات کول مې چې د بلخ بل اوسېدونکي او مامور څخه د پکتیکا، هلمند، دایکنډي او بل هر ولایت مامور ته عبرت ګرځېدلی وای او په ورسپارل شویو چارو کې یې غفلت او یا د بډو اخیستو ته زړه نه وای ښه کړی.

که زه د استاد عطا پرځای وای، نو چې ولسمشر له دندې ایسته کړی وای، په یوه لویه مطبوعاتي غونډه کې مې ورڅخه مننه کوله، حتی د ټولو پر وړاندې مې د هغه لاسونه ښکلول چې د مسوولیت دغه دروند پېټی یې زما له اوږو ښکته کړ.

که زه د استاد عطا پرځای وای، نو د حکومت یوه ذره امکانات مې نه خپله د حکومت پرضد لګول او نه مې نورو ته دا فرصت او موقع ورکوله چې د ملت فرصت او پانګه دې په بل کار ولګوي او یا دې ضایع کړي.

که زه د استاد عطا پرځای وای، نو یا بېخي خپل عادي ژوند ته ستنېدم او یا مې د افغانستان د ملي ګټو او ارزښتونو په رڼا کې له افرادو، سمت، ژبې، قوم څخه ډېر لوړ د هېواد په کچه داسې ملي او کدري سیاست ته مخه کوله، چې نورې سیاسي ډلې ټپلې حیرانې دریانې پاتې وای او په هر ولایت کې جوپې جوپې خلک را روان وای او له ما څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړی وای او ویلي یې وای چې له تا مه واره بل څوک نه منو او نه یې غواړو.

که زه د استاد عطا پرځای وای باور وکړئ چې زما اکاونټونو ته په غلا راغلې پیسې مې په یتیمانو، ښوونځیو او پوهنتونونو وېشلې، زما له لوري او زما په نوم ځورول شویو کسانو پسې کورونو ته په ننواتې ورتلم، بښنه مې ورڅخه غوښتله او د هغوی د حیثیت د اعادې او د خسارې د جبران هڅه مې کوله. غصب شوي جایدادونه مې بېرته خپلو خاوندانو ته ورکول. بښنه مې ورڅخه غوښتله او خپل خدای او ملت ته مې ځان تسلیماوه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply