د افغانستان د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو ټولنه (لومړۍ برخه )

0 745

نن چهار شنبه د ۱۳۹۶ لمریز کال د قوس  د میاشتې په ۲۹ نیټه د کابل پوهنتون په ادیتوریم کې د افغانستان د سیاسی علومو او نړیوالو اړیکو د ټولنې د تاسیس د مخ کتنې یو محفل جوړ شوی و. د دې محفل د جوړیدو هدف دا ؤ چې د سیاست د ډګر او د بین الملل د اړیکو د فکری نخبګانو د لومړني علمي مرکز اساس او پایې کیښودل شي او خپل تحقیقاني افکار د افغانستان علمي ټولنې ، سیاستمدارانو او خلکو ته وړاندې کړي . دا نهاد په دې باور دی چې هغه ټولنه چې خپل سیاست ونه لري او د خپل راتلونکي په اړه خپل تصمیم ونه نیسي ، هغه ټولنه به د بهرینیانو د سیاست تر تاثیر لاندې راشی او سرنوشت به یې د نورو لاس ته ولویږي.  په همدې منظور دا ټولنه غواړي چې د هیواد د سیاستمدارانو د فکر، علمي سیاست ، تجربې او عملي سیاست تر منځ یو پل جوړ شي.دا ښکاره خبره ده چې د واقعي اطلاعاتو نه درلودل، او د ستراتیژیک تحلیل عدم موجودیت ، د مدیریت او رهبری نشتوالی او همداشان د مشکلاتو د درک لپاره لاس رسی نه لرل، او په مبهم او نامعلوم محیط کې تصیم نیول به ډیر ګران کار وي. دا ټولنه د هیواد له نخبګانو، پوهانو، محققینو، د سیاسي علومواو بین الملي اړیکو له استادانو او ټولو مثقفینو څخه غواړي چې له دې ټولنې سره یو ځای شي.
د افغانستان د سیاسی علومو او نړیوالو اړیکو د دې ټولنې تاسیس واقعا یو ډیر ښه اقدام دی. د افغانستان سیاسی علوم او نړیوالې اړیکې نو ښت ته ضررت لري. دا نوښت یواځې او یواځې د یوې علمي او سیاسي ټولنې په موجودیت کې امکان لري.
مونږ وینو چې په افغانستان کې د سرک خلک ، د بازار او کوڅو خلک سیاست کې ګوتې وهي، دا خلک په علمي سیاست نه پوهیږي،  دا خلک په دې نه پوهیږي چې سیاست علم دی او سیاست د علم او پوهې په لرلو کیدای شي.
زمونږ په هیواد کې خارجي سیاست علمي بڼه نه لري. زمونږ خارجي سیاست افغاني سیاست نه دی، دا سیاست له بهر څخه هیواد ته وارد شوی دی. مونږ د امریکې خارجي سیاست په خپل هیواد کې مروج کړی دی، مونږ د هندوستان، پاکستان، ایران، انګلستان او نورو ډیرو هیوادونو له خارجي سیاستونو څخه کار اخلو، د ملت په سترګو کې خاورې اچوو  اوخپله ورځ هسې ضایع کوو.  زمونږ خارجي سیاست باید تر یو چتر لاندې په افغاني خارجي سیاست بدل شي. زمونږ رهبران او سیاستمداران باید د خارجي هیوادونو خارجي سیاست خپل هیواد ته وارد نه کړي، دا وارداتي سیاست د هیواد او خلکو په زیان تمامیږي. دوي ته ښايي چې د افغانستان لپاره د یو واحد افغاني خارجې سیاست څخه د خپلو چارو په مخ وړلو کې کار واخلي.
د افغانستان خارجي سیاست په ډیر خطر ناکې بیمارۍ اخته دی، د دې بیمارۍ علاج که آسان نه دی نو ډیر ګران هم نه دی. زمونږ سیاستمداران باید د بهرنیو هیوادونو له تاثیر او غلامۍ نه ځانونه خلاص کړي او د خپل هیواد او خلکو په خدت کې دې خپل خارجي او داخلي سیاست جوړ او له هغه نه کار واخلي.
څرنګه چې وویل شول زمونږ سیاست په کوڅو او سړکونو کې پروت دی ، دا سیاست باید له لار کوڅو او سړکونو څخه راټول او پوهنتونونو او علمي مرکزنو ته منتقل شي. په پوهنتونونو او علمي مرکزونو کې باید د علم او سیاست پاخه استادان د افغانستان د خارجي او داخلي سیاستونو طرحې وړاندې او دا سیاست محصلینو ته او دافغانستان خلکو ته  تشریح کړي، دولت باید د سیاسي علومو او بین المللي روابطو د استادانو له خوا جوړې شوې طرحې مطالعه او هغه په اعتبار کې واخلي.
کله چې یوه ماڼۍ جوړیږي نو اول یې بنسټ ایښودل کیږي او بیا د بنسټ د پاسه ماڼۍ جوړیږي، همداشان کله چې خارجي سیاست جوړیږي نو د هغې لپاره هم باید یو پوخ بنسټ کیښودل شي او دا بنسټ بې سودان او د لارې او کوڅې خلک نه شي ایښودلای بلکه دا د استادانو، نخبګانو او پوهانو کار دی چې دا اساس کیږدي او د سیاست ماڼۍ ودانه کړي.
پاتې لري.

فضل الله صدیق الله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply