ازاد نظم… مينه څه ده!/ ذبیح الله احساس

0 780

مينه څه ده!
يوه شېبه د خدای په امان ده
چې سهار له کوره وځې
څوک تر وره در پسې راشي
تر هغې درپسې ګوري
چې تر کومې ورته ښکارې

مينه څه ده!
څوک دې وليدل پر لاره
تش سلام يې درته وکړ
تمه يې نه وه؛ خو ته تم شوې
خوندوره غېږ دې ورکړه

مينه څه ده!
د چټ روم کړکۍ ته ګورې
شين څراغ يې نه بلېږي
نو ډاډه يې
خو چې بل شي
اندېښنه دې پسې واخلي
سلامونه ولې نه کړي!؟

مينه څه ده!
يوه هيله يو باور دی
د يو چا د زړګي ور دی
زړه دې غواړي، درته خلاص شي
خو وېرېږې له ټک ټکه

مينه څه ده!
ماښامی دی
ستوماني سره د کور پر وره داخل شوې
ستا هېڅ فکر ورته نه و
خو يو غږ درباندې وشو:
زويه راغلې!

د مرغومي دويمه، ۱۳۹۶لمريز

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply