مایک پنس؛ پاکستان اوس هم له ترهګرو ملاتړ کوي

0 543

د امریکا مرستیال جمهور ريیس وايي، پاکستان ترهګرو او طالبانو ته خوندي پناه ځایونه ورکړي او دا هېواد لا هم له امریکا سره دوه مخې لوبه کوي.
مایک پنس په بګرام هوايي اډه کې امریکايي عسکرو ته په وینا کې پاکستان ته خبرداری ورکړ چې نور به هغه تهدیدونه عادي و نه نیسي چې دوی ته مخامخ دي.
((تاسې ته مالومه ده چې پاکستان له ډېرې مودې راهیسې طالبانو او نورو ترهګرو ډلو ته خوندي ځایونه ورکوي، دا وخت اوس پای ته ورسېد. پاکستان به له امریکا سره په ملګرتیا کې ډېر څه تر لاسه کړي، خو پاکستان به ترهګرو ته د خوندي ځایونو په ورکولو سره ډېر څه له لاسه ورکړي.))
د امریکا مرستیال جمهور ريیس همدا ډول افغانان او افغان ځواکونه وستایل چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په لاره په لومړۍ کرښه کې ولاړ دي، خو ډاډ یې ورکړ چې امریکا به یې اوږه په اوږه ملاتړې وي.
(( د جمهور ريیس ټرمپ تر مشرۍ لاندې امریکايي ځواکونه به په افغانستان کې تر هغه له ترهګرۍ په مبارزه بوخت وي، څو چې د امریکا خاورې او خلکو ته د دوی ګواښ د تل له‌پاره پای ته نه وي رسېدلی.))
د امریکا مرستیال جمهور ريیس باور وښود چې افغان ځواکونه بري ته نږدې شوي او ژر به افغانستان سولې او ثبات ته ورسېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply