غزل / عبدالباري جهاني

0 770

مه راوړه اشنا د زړه زخمو ته مي لاس مه راوړه
ستا بېلتون وهلو پرهارو ته مي لاس مه راوړه

زما د لمبې زور دی چي پانوس یې ښکلی کړی دی
پرېږده چي بلېږمه لمبو ته مي لاس مه راوړه

ماته خپل قسمت کور په اغزیو کي نیولی دی
ګل یمه رژېږمه ښاخو ته مي لاس مه راوړه

ستا د اننګیو رنګیني به درته وسپړم
نن سبا غوړېږمه غونچو ته مي لاس مه راوړه

زه لکه شبنم په خپلو اوښکو کي مي شپه سوله
وچ که سم ړندېږمه لېمو ته مي لاس مه راوړه

ستا تر انجمنه مي بوډۍ شېبې راوړي دي
پرېږده چي زنګېږمه پیالو ته مي لاس مه راوړه

ستا د میني تور مي له شملې سره ګنډلی دی
دارته روانېږمه پښتو ته مي لاس مه راوړه

ما د جهاني د غزل اور پکښي میندلی دی
سور یمه شرنګېږمه نغمو ته مي لاس مه راوړه

ویرجینیا ۲۰۱۷ د اکټوبر یوولسمه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply