جمعيت ګوند به دوه ټوټې شي/ شمس رحمانزی

0 1,179

په افغانستان د محمد ظاهر شاه پاچاهي وه، د مصر د اخوان المسليمين له ډلې څخه په افغاستان کې يو شمېر سياسي کړۍ اغېزمنې شوې، چې په پايله کې يې، په ۱۳۴۸ لمريز کال کې د برهان الدين رباني په مشرۍ د جمعيت اسلامی افغانستان په نوم سياسي ډله منځ ته راوړه.

جمعيت اسلامي په افغانستان کې اسلام پاله، تاجک پلوه سياسي ګوند دی، چې د غوايي د اوومې له کودتا وروسته يې شهرت، پيسې او زور تر لاسه کړ.

که څه هم، جمعيت اسلامي په ظاهره ځان ملي او افغان شموله ګوند يادوي، خو په حقيقت کې تاجک غوښتونکی او د تاجيکانو ګټو ته ژمن ګوند دی. اسلامي جمعيت د هېواد په کورنيو جګړو کې هم پراخه ونډه درلوده چې مشرۍ يې د بنسټ او د وخت ولسمشر برهان الدين رباني په غاړه وه، خو د وخت د جګړې يو بل مشهور قومندان احمد شاه مسعود په کې ترټولو ډېر فعال او جنګيالی کس وو، چې ډېر ځلې به يې له برهان الدين رباني څخه هم بغاوت کولو.
په افغانستان کې د تاجيکانو د حقوحو ترټولو لوړ مافع ګوند جمعيت دی او هڅه کوي چې خپل يووالی وساتي او له دې لارې د ولسمشرۍ څوکي را خپله کړي. که څه هم له لومړۍ ورځې څخه بيا تر نن پورې اسلامي جعيت ګوند د واک او ځواک په سر له داخلي بې اتفاقۍ، ځانځنۍ، نه همغږۍ او څو ټوټو کېدو سرمخ وو، خو مسوولينو يې په ډېرې هوښيارۍ سره يادې خبرې له رسنيو، عامو خلکو او خپلو سيالانو څخه پټې ساتلې.
هر کله به چې اسلامي جمعيت د ولسمشرۍ لپاره خپل نوماند وړاندې کولو او يا به يې کومې بلې دولتي چوکۍ ته خپل کس ورپېژندلو، نو تر مياشو – مياشتو پورې به ناستې او غونډې روانې وي ترڅو هوکړې ته ورسيږي او ګوند له وېشلو وساتي.

په اسلامي جمعيت کې د کورنيو جګړو په وخت کې هم، د برهان الدين رباني او احمد شاه مسعود ترمنځ ستونزو شتوم درلود. د ولسمشر کرزي په لومړۍ ولسمشرۍ دوره کې بيا د نفاق ستونزه منځ ته راغله، چې يو شمېر غړي يې، له حامد کرزي سره د احمد ضياء مسعود په مرستيالۍ خوښ او يو شمېر نور به بيا ناراضه وو.
همدا ډول ځينو جمعيتيانو نه غوښتل چې مارشال قسيم فهيم دې له حامد کرزي سره د ټيم ملګری پاتې شي، په نېږدې تېر کې له ولسمشر غني سره د احمد ضياء مسعود يوځای کېدو، جمعيت ګوند له يو لړ نویو ستونزو سره مخ کړ. احمد ضياء مسعود په داسې وخت کې خپل ملاتړ له غني اعلان کړ، چې ډاکټر عبدالله عبدالله په ولسمشرۍ تاکنو کې د جمعيت نوماند وو او احمد ضياء مسعود د جمعيت ګوند د لارښوودې شورا غړی وو.

په جمعيت کې تر ټولو لويه د نفاق ستونزه، د پنجشيري تاجيکانو او دهېواد د نورو تاجيکانو ترمنځ ده. پنجشيري تاجيکان په جمعيت کې لوړ امتياز د مسعود په نوم اخلي، چې د دوی په منځ کې بيا ياده کړنه د نورو تاجيکانو د ناخوښۍ لامل کيږي.

که څه هم تاجيکان، احمد شاه مسعود د ملي اتل او برهان الدين رباني د جهادي دورې د لومړي ولسمشر په توګه وړاندې کوي او د نورو قومونو پر وړاندې، د دواړو ننګه او دفاع کوي، خو په خپل منځ کې بيا د پنجشيري تاجيکانو او نورو تاجيکانو په نومونو سره وېشل شوې دي.

پنجشيري تاجيکان چې مشري يې ډاکتر عبدالله عبدالله، امرالله صالح، يونس قانوني، بسم الله محمدی او نور کوي، هغه څه ته لومړيتوب ورکوي چې تر ډېره د دوی ګټې په کې نغښتې وي.

بل خوا، بيا عطا محمد نور، صلاح الدين رباني، تورن اسماعيل خان او نور يې په حکومت او ګوند کې د ځان په ګټه هڅه کوي.

په دې ورستيو کې، د ولسمشر له خوا د عطا محمد نور استعفاء منل، بیا د ياد ګوند داخلي ستونزې او ځانځنۍ تر رسنيو او د دوی تر سيالانو ورسولې.

څو ورځې وړاندې، په څرګند او سخت ډول عطا محمد نور د خپل ګوند په لوړپوړې کس، عبدالله عبدالله نېوکې وکړې او نوموړی يې د لستوڼي مار ياد کړ او په وينا يې چې ډاکټر عبدالله عبد الله په جمعيت او دوی پسې غاښونه تېره کړې دي، چې د خدای په فضل غاښونه به ترې وباسي.

د جمعيت ګوند اوسني مشر صلااح الدين رباني د نور د استعفاء د خبر په اورېدو سره يونان ته خپل رسمي سفر په نيمه کې پرېښود او کابل ته راستون شو. صلاح الدين رباني د ګوند له لورې خبرپاڼې خپرې کړې، حکومت يې وګواښو، د ځان او جمعيت ملاتړ يې له نور څخه اعلان کړ.

د ياد ګوند يو بل جهادي قومند ان، تورن اسماعيل خان هم خپل ملاتړ له عطا محمد نور څخه اعلان او د ملي يووالي حکومت، چې ډاکټر عبدالله عبدالله يې هم يوه برخه ده، د جهادي مشرانو پر وړاندې په دسيسو تورن کړ او ګواښ وکړ چې حکومت د حکومت دننه له حکومت سره په جګړه کې دی، چې پايلې به يې غوره نه وي.

د جمعيت ګوند يو بل لوري، چې ډېری په کې پنجشيري تاجيکان دي تر ي، وخت پورې د عطا محمد نور د استعفاء په اړه چوپ وو او په وروستي کې يې د نور د استعفاې په اړه د حکومت له پرېکړې سره موافقه اعلان کړه.

د حکومت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله وايي، د نور د استفعاء سره موافق وو، نه يوازې دی بلکې اسلامي جمعيت ګوند په دې اړه موافقه درلوده. عبدالله عبدالله د عطا محمد نور د استعفاء په اړه د اسلامي جمعيت ګوند په ناستو کې هم ګډون نه کولو.

د ملي امنيت پخواني مشر امرالله صالح هم، په ياده موضوع کې د ډاکټر عبدالله عبدالله ترڅنګ ودرېد او د نور د استعفاء په اړه يې د حکومت په لور ميلان وښوود.

د جمعيت ګوند يو شمېر نور پنجشيري تاجيکان لکه محمد يونس قانوني، بسم الله محمدي او نور په دې اړه چوپ دي.

عطا محمد نور په خپلو ورستيو څرګندونو کې ووويل چې د نوموړي د پاتې کېدو او يا لېرې کېدو پرېکړه به اسلامي جمعيت ګوند کوي او د اسلامي جمعيت ګوند ځينې لوړپوړې کسان د استعفاء ملاتړي او نور يې به يې بيا د استعفاء د پرېګړې بېرته اخېستل غواړي.

روانو حالاتو او کړکېچونو ته په کتو، دې پاېلې ته رسيږو چې د اسلامي جمعيت ګوند ساتل شوی يووالی به مات شي او ياد ګوند به د پنجشيري تاجيکانو او نورو تاجکو مشرانو ترمنځ په دوو ټوټو ووېشل شي.

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply