د المان د کسل په ښار کې د یوې غونډې په ترڅ کې د شوروي یرغل وغندل شو

0 647

د شوروي اتحاد د یرغل د غندلو غونډه د مرغومې شپږمه د شوروي اتحاد لخوا پر ګران هیواد افغانستان باندې د یرغل ورځ ده ، دغه غمیزه د ېو شمیر با احساسه او وطن دوستو افغانانو لخوا د آلمان د کسل په ښار کې د یو شاندارې غونډې په ترڅ کې وغندل شوه دغه غونډه د دسمبر د میاشتې په ۲۶ نیټه د ماسپښين په ۳ بجو د قران اعظیم الشان د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پيل شوه . غونډه کې د اروپا له مختلفو هیوادونو څخه ډير شمیر لیکوالان ، ادیبان ، سیاسیون او سر بیره پر دې ېو شمیر پر هیواد مینو هیوادوالو هم ګډون درلود دا چې دغه غونډه د شوروي د یرغل د غندلو په موخه جوړه شوې وه او د دغې یرغل لومړنې شهید ارواښاد حفیظ الله امین دی د همدې لپاره په غونډه کی د شهید حفیظ الله امین د کورنۍ ېو شمیر غړو هم ګډون درلود دغه شان غونډې هر کال په وار سره د اروپا په مختلفو هیوادونو کې د ېو شمیر با احساسه افغانانو لخوا جوړیږي پاتې دې نه وي چې دغه غونډه د ښاغلي مارزک امين، او محمود امين په هلو ځلو د جرمني د کسل په ښار کې جوړه شوې وه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply