ښه شو چې د جمعیت له شره خو خلاص شوو!/ډاکټر ګل مرجان منګل

0 791

د اصولو له مخې هر ګوند چی په هر  هیواد کې جوړیږی هدف یی د هیواد او ولس لپاره  چوپړ یا خدمتونه وړاندې کول  وي، د ملي ګټو ساتل وي، خو افسوس په افغانستان کی  چي کوم ګوندونه هغه که کیڼ اړخي وو  یا ښی اړخي تر اوسه داسې ګوند منځ ته نه دی راغلی چي هیواد او ولس ته  د یې خیر  رسیدلی وي، ملي ګټې د یې ساتلی اوسي، ټولو شر راوړی دی ځکه  خو د ګوند له نوم څخه افغانان بد وړي.
که دا ومنو چی  د  افغانستان دیموکراتیک ګوند د هیواد او ولس لپاره ښه نیت درلود ،ځکه شعار یی کور کالي ډوډۍ وو، چې په عمل کی یی بر عکس نتجه ورکړه د کور پر ځای ګور، د کالیو پر ځای کفن او د ډوډۍ پر ځای یې مرمۍ ورکړي.
ورپسي که راشو ښی اړخو ګوندونو ته کوم چی د اسلام په نوم راپورته شوی وو، هغه وخت چې د دیموکراتانو (خلقيانو پرچميانو)یې قدرت ونیو وروسته همدغه مسلمانانو  د قدرت او چوکۍ پر سر  په خپلو منځو نو کې داسې بی زړه سویه سره وخوړل لکه د قبر چنجني، نه تنها چی یی  پخپلو کې بې رحمه سره  وخوړل بلکې ولس او هیواد ته یی هم خورا زیات زیانونه واړول، چی تر ټولو مهم یی د افغانستان د یوې منظمي اردو له منځه وړل وو  چې بلکل د بښلو نه دي.
خو پدې ټولو  ګوندونو هغه که چپي دي یا ښی اړخه تر ټولو یی جمعیت ډیر مضر وو  چې د ثبوت لپاره یی موږ لاندې دلایل وړاندې کوو، ښه شو چی ملت یی له شره  خلاص شوو.
۱- په اصطلاح د جهاد په وختونو کې  همدغه د جمعیت ګوند دومره انرژي د   همهغه وخت حکومت او روسانو پر وړاندې نه استعمالوله څومره یی چې د خپلو همسنګرو انډيوالانو په مقابل په ځانګړي توګه د حزب اسلامي پر وړاندې کاروله، خواره ډیرې جګړې یې د یو بل سره وکړې او ډیر  قوماندانا ن یې د یو او  بل له منځه یو وړل چې همهغه دښمني د حزب او  جمعیت تر منځ اوس هم محسوسیږي،  پاتې د نه وی چې په هم هغه وخت کی جمعیت  د روسانو سره په پټه د سولې تړونونه لرل تر څو د خپلو کورنیو رقيبانو پر وړاندې پیاوړی اوسي.
۲- کله چی روسان د ډاکتر نجیب له حکومت څخه لاس اخلی نوره  مرسته نه غواړی چی د نجیب د حکومت سره یې وکړي، ډاکټر نجیب مجبوریږی چی د قدرت لیږد یا انتقال ته غاړه کيږدي د ملل متحد په منځګړيتوب د بنن سوان په مستقیم منځګړيتوب خبرې پیل کیږي، همدغه جمعیت راپورته کیږی د ببرک کارمل د ډلې سره کومه چې د ډاکتر نجیب څخه د انتقام او په راتلونکي حکومت کی د روسانو د لاسپوڅي په ډول  په قدرت کې پاتې شی د روسانو ګټی وساتلی شي لاس یو کوي پر ډاکټر نجیب کودتا کوي، د ملل متحد پلان شنډوی بلاخره د همدغه پرچميانو په مرسته جمعیت خپل جګړهماران  د مجاهیدینو د هغه پریکړې 《 یو تنظیم به هم کابل ته نه داخلیږي》 پر اساس چې په پاکستان کې یې تر منځ شوی وه بر خلاف کابل ته ننوتل د حل العقد د شورا په نوم  یی د کابل واږي  په لاس کې واخستل، کابل یې د غنیمت په نوم چور کړ.
۳- کله چې د مجددي دوه میاشتنۍ د واک دوره پای ته رسیږي  برهان الدین ربانی د دوو کالونو لپاره پر چوکۍ باندې کشیني خو کله چې یې دوه کاله پوره کیږی همدغه جمعیت نه غواړی چې رباني له قدرت څخه لاس په سر شي په زور قدرت ته دوام ورکوي، د مجاهیدینو نورې ډلې چی د جمعیت دغه عمل ته ګوري جګړې ته مجبوري هغه وو چې کابل کوڅه په کوڅه د همدغه جهادیانو تر منځ تقسیمیږی جګړې پیل کیږي په نوموړی جګړو کې تر شپیته زره زیات بی ګناه  کابلیان په شهادت رسیږی پاتې ټول مهاجرت ته مجبور کیږی کابل له سره تر بیخه ټول ورانيږي، چی دغه خپل  منځي جګړې څو کاله دوام کوي تر څو  طالبان راپیدا کیږی بلاخره دوی تیښتې ته اړ کیږی واک ترې پاتې کیږی.
د کابل د جګړو، مرګ ژبلو، لوټ او تالان همدارنګه د طالبانو د راپیدا کیدلو  ټول مسولیت ځکه د جمعیت پر غاړه دی چې اصل  علت یی همدوی وو، په زوره یې غوښتل حکومت ته دوام ورکړي.
۴- بیا چی کله په امریکا کې د  یولسم  سيپټمبر پیښه کیږی ګوته اسامه او طالبانو ته نیول کیږی، طالبان او اسامه انکار کوي، امریکا غواړي چې پر افغانستان حمله وکړي د پیاده قوې په لټه پسې کیږی، جمعیت ته بیا چانس په لاس ورځی، امریکا  د جمعیت  ډلې مشرانو ته ښه ډیر ډالر ورکوی بلاخره جمعیت د خپل کور دروازه امریکایانو ته خلاصوي افغانستان مستقیم د امریکا په اشغال کې ورکوي چې همدغه لړۍ  نږدې شپاړس کاله  کیږی لا روانه ده پدې جریان کې بیا هم  افغان ولس او هیواد ته خواره ډیر زیات زیان رسیږي چی دا مسولیت بیا هم د جمعیت پر غاړه دی ځکه دا جمعیت وو چی امریکایان یی راوستي دي، تر څو قدرت ته ورسیږي.
پداسی حال کی چی موږ په خپله تیره لیکنه ( جمعیت که د چنډخو تله)  کې د جمعیت د پارچه کیدلو یا ټوټه ټوټه کیدلو پر عواملو خپل نظر ورکړی دی هغه  څه چې دلته یی یادونه غواړو وکړو هغه دا ده چې جمعیت بیا په جمعیت کی د دوی مشران تر نورو ډلو او د نورو ډلو   له مشرانو یو لوی تفاوت دا دی چې دوی فرصت طلبه دي، مه ډیر  کوچنی چانس هم په لاس ورځی غواړي ترینه عظیمه ګټه اوچت کړی، نه د ځانونو حیثیت ، نه د ډلې حیثیت   او نه هم د ولس او هیواد حیثیت ورته مهم دی او نه یی عضت، له هری روا او ناروا لارو غواړی قدرت تر لاسه کړی تر هر څه  ورته مهم دي، کله چی قدرت تر لاسه کړی بیا نو په ډیره سپین سترګۍ او ډیره بیشرمۍ سره زیار وباسي تر څو قدرت له لاسه ورنه کړي کلک یی وساتی  چی  عطا نور  او عبدالله  یی وروستې ښه مثالونه دي، څه   نه وو چی دواړو د قدرت د ساتلو په خاطر یو بل ته ونه ویل، همدارنګه د جمعیت د مشرانو خودخواهئ او د قدرت سره تر حد ډیره مینه وه چی نن  جمعیت عملاً له منځه لاړ افغانستان یی انشاءالله چې د تل لپاره له شر څخه خلاص شو.
مننه
ډاکټر ګل مرجان منګل

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply