پښتو ژبه نوښت ته اړتیا لري!/نقیب الرحمن عمري

0 1,078

(زوړ ملا زړې تراویح) په پښتنو کې یو مشهور متل دی چې کله څوک ناغیړه یا ناراسته وي نو دا متل ورته د مسخند په شکل وایي.
دغه متل په اوس وخت کې په ځینو پښتنو لیکوالو ښه د تطبیق وړ دی، ځکه زمونږ اوسني زیاتره لیکوال غواړي ډیرې لیکنې ولري یعنې کمیت ته په کتو لیکنې کوي ځان ښودنه یې ډېره خوښیږي غواړي د ډېرو کتابونو پر پښتیو یې نوم ولیکل شي، خو چې کله یې لیکنې لولې کټ مټ کاپي او دومره خام مواد به یې پکې ځای پر ځای شوي وي چې له لوستلو به د زړه تور کړي.

دغه ډول لیکنې اوس موږ ډېرې وینو او تر نورو هر ډول لیکنو یې تولید هم ځکه ډېر دی، چې لیکل یې اسانه وي په مغز فشار نشته له یوه ځایه کاپي او بل ځای کې پسټ کړه، همغه د امیر کروړ او اخوندرويزه په دود لګیا وي زمونږ دغه ډول لیکوالو پښتو ژبه فلج کړې ده پنځه داسې کتابونه شته په فقط د ګوتو په شمیر کلیمې یې تغییر دي، ددوی په لیکنو کې هېڅ نوښت ته ژمنتیا نشته.

که څه هم مونږ په اوس وخت کې داسې لیکوال هم لرو، چې د سبک په پیروۍ یې را نه نوښتګر لیکوال جوړ شي، خو دا ځینې بیا د نورو سبک خپلول د ځان له پاره عیب ګني چې په اصل کې داسې نه ده، اوسني لیکوال ښه دي په کمه اشاره له خپلې ورکې شوې لارې بېرته راګرځي.

که فکر وکړو ادبي تاریخونه ددې له پاره لولو، چې د پښتو ژبې لوړتیا او ځوړتیا راته معلومه شي څنګه او څه وخت پښتو ژبه د پرمختګ په لور روانه وه او څه وخت د کومو لاملونو له وجې مخ په ځوړ روانه وه د ځوړتیا په لاملونو یې کار وکړو او پرمختګ لاملونه یې نور هم نوي او مستحکم کړو نه دا چې په همغه زړو بابولالو کې خپل وخت ولګوو.

یوه ژبه هغه وخت د پرمختګ په لور ګامونه اخلي. چې قلموال یې نوښتګر و اوسي ښه مثال یې په اوس وخت کې د استاد غضنفر، ښکلي………. او نورو لیکنې دي، چې په زیاته کچه لوستونکي لري د دوي لیکنې ځکه زیات لوستونکي لري چې ددوی موضوع او الفاظ نوي دي هرې موضوع ته له یوې نوې زاویې ګوري.
که چېرې وغواړو ددوی په څېر لیکوال واوسو نو باید تر دوي هم په لوړ کیفیت د لیکنې فکر وکړو هغه تشویشونه له مغزو ایسته کړو، چې زه به څنګه لیکوال شم لیکوالي څه کوډې نه دي لیکوالي په پرله پسې تمرین پخیږي خو ښه داده چې نوښتګر واوسو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply