داسې خو نه کیږي!/ ډاکټر ګل مر جان منګل

0 804

لس ورځې وړاندې اشرف غنی د عطا ممد استعفی ومنله، باید عطا ممد د بلخ د ولایت چوکۍ چی نږدې پنځله کاله ورباندې په شنه زور ناست دی، خپل پخواني د سنګر  ملګري انجنیر داود ته چی هم د جمعیت له ډلې څخه دی، سپارلی وای خو د استعفی له لومړۍ ورځې عطا نور او د جمعیت د ډلې یو تعداد افراد او اشخاص لا ټینګار کوي وایې چې دوی دا استعفی نه مني باید حکومت ورسره خبرې وکړي، یعنې چی د بلخ د چوکیو په پريښودلو باید حکومت په یواز کې امتیازات ورکړي.《 ځکه چی د پلار او نیکه یې میراث یې دي》.
عجیبه خبره نه ده؟ د امریکا، ناتو او پنځه څلویښت بهرنیو هیوادونو په فزیکې او یا هم معنوی موجودیت کې چې په افغانستان کی د اشرف غنی او دوه سري حکومت تر شا ولاړ دي پر یو والې یی زور نه رسیږی، معجزه ده؟او که توطيه؟
عطاممد څوک دی، لا یې د جمعیته سره چی چوکۍ نه خوشی کوي؟ ایا عطا او د جمعیت یو تعداد کسان دومره زورور دي چې د دوه سري حکومت ورسره د ناتو چې په  سر کې یې امریکا قرار لري همدا رنګه پنځه څلویښت هیوادونه دوی ټول دومره کمزوی دي، نه شي کولای چی  عطا ممد لرې کړي؟
نه اصلاً داسې نه ده عطا ممد ورسره یی یو تعداد نه، بلکې ټول جمعیت نه دا زور لري او نه هم دومره قوت چی عطا نه شي لرې کولای، اصله خبره هغه ده چی امریکا او ناتو له همهغه لومړۍ ورځې چی افغانستان ته راغلي دي دوی دوه مخی سیاست په افغانستان کې په کار اچولی دی او تر نن ورځې چې د عطا ممد په مسله کې  هم عینې خبره ده.
موږ پوره باور لرو چې اشرف غنی به د عطا په مسله کې د امریکایانو سره مشوره کړی اوسي، امریکا به هم ډاډ ورکړی اوسي، خو نن چې امریکا یا ناتو د عطا ممد په مسله کې ځان يوې خواته کوي دا د افغانستان او افغانان پر وړاندې توطيه ده، افغانان یې باید مخه ونیسي.
امریکا او ناتو د کور چښتن ته وایي چې کور ساته او غله ته وايې چې غله کوه. اړینه ده چی ولس پر همدغه ټکی باندې سرونه خلاص کړي.
عطا ممد ورسره یی ټول جمعیت، جنبش او د محقق وحدت جمع یی د سياف اتحاد دا ټول د امریکا د B52 په زور غرب چې په سر کې یی امریکا وه له غارونو او ښمڅو راوباسل  په میلیونو ډالر یې ورکړل د طالبانو پر وړاندې یې د پیاده قوې په صفت استعمال کړل، کله چی طالبان ورباندې له منځه یوړل شول، ورپسې یې ټول واک د همدغو خدای ناترسه ظالمانو په واک کې ورکړ، په فساد،  د ځمکو په چور، د ملت مال غارت کولو یې ازاد پړی یې په لاس کې ورکړ خپل سر ته یې خوشي کړل، هر څه چی یې زړه وغواړي کوی یې او کولای یې شي.
موږ په تیرو ټاکنو کې ولیدل چی همدغه غربیانو چې په سر کې یې امريکا ده زموږ د افغانستان پر ټاکنو څه ډول ملنډې ونه وهلې، څنګه  یې  ټاکنې بد نامې او روسوا  کړلې او بلاخره څه ډول شل سری حکومت یې پر افغانانو باندې وتپل شو؟
د پښتو متل چې وایې:
یو وار موګی ګرم، بیا موګی  ګرم بیا خو نو انسان ته په کار ده چی لږې سترګي وغړوی، لږ د هوش څخه کار واخلي ضرور نه ده چې بیا د هم  ږهغه موګي سره ټکرې خوري  سترګي یې پتې کیږي.
يوازې د عطا ممد مسله نه ده چی موږ ترینه تیر شو په هیواد کې مو لویه جګړه روانه ده هر ورځ په لسهاوو افغان خپل ژوند له لاسه ورکوی پوښتنه دا پیدا کیږی چی تر کومه به موږ وژل کیږو؟او د څه لپاره به وژل کیږو؟ د چا د ګټو لپاره به وژل کیږو؟
دا هغه پوښنې دي چې افغانان باید ورته ځواب پیدا کړی، چی د عطا ممد مسله نیغ په نیغه د همدغې جګړې سره تړاو لري.
موږ باور لرو چی همدا نن امریکا وغواړي نه عطا شته  نه عبدالله  یا کوم بل زورور. نه به جنبش وی نه وحدت یا اتحاد یا هم حزب اسلامي ، نه باور وکړئ طالب په سترګو وګورئ نه پاکستان او ایران چې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله کوي.
وړاندیز!
دا چې د عطا ممد د استعفې څخه لس ورځې تیریږی حکومت ورسره  یې متحدین  چې په سر کې یې امریکا ده زور ورباندې رسیږي خو خپل سر ته یې پریښودي ده، د هیواد او ولس پر وړاندې توطيه ده که یې همدا نن مخه ونه نیول شې کیدای شی سبا ته  د افغانستان لپاره  ډیره ګرانه تمامه شي.
موږ د افغانستان له ټول ولس په ځانګړي توګه   د قومونو مشرانو، مدني فعالانو، د نظر او قلم خاوندانو په ټینګه غواړو چې د ایمانې او افغاني وجیبې له مخې راپورته شی نه یوازې د عطا مسله بلکی دا روان حالت ته چی په هیڅ ډول د زغملو نه دي، حل لاره ولټوي او روانې غمیزې ته د تل  لپاره د حل معقوله او مناسبه حل لاره پیدا کړي، هیواد او ولس د اور څخه ژغورل د هر افغان ایماني دنده ده باید تر سره یې کړي.
ومن الله توفیق
مننه
ډاکټر ګل مر جان منګل
30/12/17

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply