امریکا د افغان هوایي پوځ لپاره پرمختللې راکټ وړونکې الوتکې اخلي

0 733

د فلایټ ګلوبل ورځپاڼه د امریکا هوایي پوځ پۀ حواله پۀ یوه راپور کې لیکلي، چې تمه ده د امریکا هوایي پوځ د AC-208 Eliminator الوتکو د پېرلو لپاره لۀ Orbital ATK شرکت سره یو تړون لاسلیک کړي.
ددې تړون پر بنسټ به د افغان هوایي ځواکونو لپاره اووۀ Cessna AC-208B Combat Caravan ډَوله جنګي الوتکې برابرې کړي.

د نوموړي شرکت د معلوماتو لۀ مخې AC-208 Eliminator ډَوله الوتکې پر نورو پرمختللو ټکنالوژیو برسېره پر 70mm لارښود شویو توغندیو او Lockheed Martin AGM-114 Hellfire میزایلو هم سنبالې دي.
د افغان هوایي ځواکونو جوړښت به تر ۲۰۲۳۳ میلادي کال پورې لا پراخ شي او د نورو نویو تجهیزاتو لۀ ورکولو سره سره به د دغو ځواکونو شمېر درې برابره ډېر شي.
افغان هوایي ځواکونو پۀ روان کال کې تر اوسه ۵۰۰۰ یرغلیز مأموریتونه ترسره کړي، چې د دښمن پر ضد د افغان ځواکونو پۀ ملاتړ ډېر اغېزمن پرېوتي.
افغان هوایي ځواکونه تر اوسه څلور بلک هاک Black Hawk helicopter ډوله چورلکې ترلاسه کړي او پۀ پام کې ده، چې د راتلونکي کال تر پیل پورې د افغان هوایي ځواکونو اړوند اتۀ منسوبین(پیلوټان) پۀ بشپړ ډول بریدي پروازو ته تیار شي، ترڅو د دښمن پر وړاندې لۀ بلک هاک هلیکوپټرو کال واخلي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply