قومي سوداګري چندان بازار نه لري/محمد روښان ښاد

0 804

یو شمېر افراد، اشخاص او حتی ډلې ټپلې لا هم له قوم، سمت او ژبې څخه د حربې په توګه کار اخلي. کله چې یې واک او ځواک یا شخصي منافع په خطر کې ولوېږي، نو د خپلو پلویانو په منځ کې او یا هم د رسنیو له لارې د قوم، سمت او ژبې خبره را پورته کړي او په رسنیو کې همدغې خبرې ته لمن وهي، حکومت، رهبري او مقامات له هر ډول سند او ثبوت پرته په تعصب تورنوي.

په اریانا تلویزیون کې مې د حکومت د استازي محمد هارون چخانسوري، د ملي وفاق جریان د مشر احمدولي مسعود او د جمیعت اسلامي ګوند د رهبري شورا د غړي ستار مراد بحث لیده. په پیل کې مراد او مسعود پر حکومت عمومي نیوکې وکړې، خو کله چې هارون چخانسوري په مستندو دلایلو او قوي منطق سره پر حکومت د دوی بې اساسه لګېدلي تورونه او ټولې نیوکې رد کړې، هغوی بېخي لاځوابه شول.

بل ځل نو احمدولي مسعود په ولسمشر تور ولګاوه چې د اساسي قانون په لویه جرګه کې ولسمشر غني راته د شل کسانو پر وړاندې ګوتڅنډنه وکړه چې که واک ته ورسېدم، نو د حکومت، تورې او یا بهرنیو په زور مو له هېواده باسم.

د دغه تور په لګولو سره ټولو ته دا معلومه شوه چې ښاغلی مسعود ا و د ده په څېر هغه نور کسان چې د خلکو د اذهانو د مغشوشولو لپاره کرۍ ورځ په حکومت پسې منفي تبلیغات کوي او د منطق او استدلال پر وړاندې چې بې ځوابه پاتې شي، نو بیا د دغسې تورونو لګولو ته مخه کوي چې نه له اصل موضوع سره تړاو لري او نه هم اوسنۍ خبره ده، حتی د یوې نیمې لسیزې مخېکنۍ خبرې په دروغو او رښتیا را سپړي. دوی غواړي په دغه ډول کارونو سره په ولس کې خپل بایللی محبوبیت بېرته جبران کړي او حداقل خپل پلویان او قوم د دغو درواغو تورونو له لارې پر ځان راټول کړي.

کله چې ښاغلی مسعود په دغه بحث کې پر دې پوه شو چې پر حکومت لګول شوي تورونه یې بې اساسه ثابت شول، نو هملته ځای پرځای یې قومي ټیکدارۍ او سوداګرۍ ته مخه کړه. حکومت یې په دې تورن کړ چې له دوی سره قومي چلند او تعصب کوي، حال دا چې اوس ټول ملت په دې خبر دی چې احمدولي مسعود او د دوی په څېر نور کسان د دې هېواد او ولس لپاره نه یوازې د پرمختګ، ثبات او امنیت کومه برنامه نه لري، بلکې دوی هره ورځ د دغه بېچاره ولس د وینو زبېښلو کوښښ کوي.

عجیبه داده چې همدغه ډلې ټپلې د حکومت د ملي او اقتصادي برنامو او پروژو د تطبیق پر وړاندې خنډونه ایجادوي او بیا بېرته حکومت ته دا پېغور هم ورکوي چې حکومت حتی په دوه کالو کې د برېښنایي تذکرو په وېش ونه توانېده. دا په داسې حال کې ده چې د دغو تذکرو د وېش پر وړاندې همدغه ټلواله او ځینې نور افراد او اشخاص هره ورځ د بهرنیو استخباراتي کړیو په لمسون او اشارو ستونزې ایجادوي او د دغې پروسې د مخنیوي او ځنډولو کوښښونه کوي.

د احمدولي مسعود او د ده په څېر د نورو قومي ټېکدارانو پلویان دې پر ځان رحم وکړي د هغوی پر کړنو دې یو ځل بیا غور او دقت وکړي چې دوی په پټو سترګو ورپسې اقتدا کړې، ځکه چې دوی یې په غلطه روان کړي او که چېرې دوی ورڅخه خپله لاره جلا نه کړي، نو باور دی چې له پاڼ او ګړنګه به ولوېږي.

همدارنګه دې ښاغلی مسعود او د ټلوالې نور قومي ټېکدار او سوداګر پر قوم، سمت او ژبې د بدرنګه سوداګرۍ څخه لاس واخلي، ځکه چې قومي ټېکداري خپل رنګ بایللی او باور مې نشي چې دغه سوداګري دې ښه مارکېټ او بازار ولري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply