د پاکستان سیاست لکه افغانستان د ماشومانو په لاس کې نه دی

0 929

د پاکستان سیاست لکه افغانستان د ماشومانو په لاس کې نه دی. د پاکستان سیاست بالخصوص بهرنۍ پالیسي د پوځ د ای ایس ای په لاس کې ده. او د پاکستان پوځ د خپلو پلانو د عملي کولو لپاره ان د خپلو خلکو پواسطه انتخاب شوی ولسمشر (بوټو) او ان خپله د پوځ مشر (ضیالحق) وژلي. دا څه افغانستان نه دی چې د دولت زور په یو والي یا یو قومندان یا د پارلمان په غړو ونه رسیږي. پاکستان کې چې د پوځ حکم راشي نو نور خو پریږده چې اسفندیار او محمود خان به هم ورته ګډیږي. په پاکستان کې د پوځ خبره نه منل ځان او خپله کورنۍ وژل دي.
دا ځای دې نښه وي چې پاکستان به بیا داسې سیاست کوي چې هم به ځان خلاصوي. هم به له امریکا نوره مرسته اخلي او هم په به افغانستان باندې نور تورونه لګوي. پاکستان په کراتو کراتو دا کار کړی او بیا به یې وکړي او تر هغه به یې کوي تر څو چې زمونږ سیاستوال خپلې شخصي ګټې په ملي ګټو قربان نکړي او د احساساتي سیاست په ځای له عقلاني سیاست څخه کار وانخلي. زه پدې هم ویریږم چې پاکستان به یو ځل بیا د امریکا تر څنګ افغان دولت هم غلط کړي او دا ژمی به یې هم لکه د تیرو ۱۶ ژمیو په شان د سولې، امن، ورورولۍ، تجارت او نورو هوايي خبرو باندې غلط کړي.
که افغان دولت هوښیار وي باید پوه شي چې نور د پاکستاني دولت په خبرو اعتبار کول د حماقت هغه ټیټه درجه ده. یو لیونۍ هم چې ۱۶ کاله غلط شي په اوولسم کال نه غلطیږي. نه به په سوله کې درسره مرسته وکړي. نه په تجارت او بله برخه کې. د پاکستان د دولت هدف د افغانستان کمزوري کول او ځان ته احتیاج ساتل دي او په هر ډول چې کیږي دوی به دا کار کوي.

اجمل ستانکزی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply