دا کال دې د کډوالو وروستی کال وي

0 619

د پاکستان حکومت خبرداری ورکړی دی چې ژر به په دغه هېواد کې مېشت ناقانونه افغان کډوال له پاکستانه وشړي.
د راپورونو په اساس، په پاکستان کې د شپږ ميليونه په شا و خوا کې افغان کډوال اوسي چې شا و خوا دوه ميليونه يې ناقانونه او پرته له کوم سنده هلته ژوند کوي.
د پاکستان حکومت دغه خبرداری وروسته له هغه ورکوي چې متحده ايالاتو پر پاکستان فشارونه زيات کړل او افغانستان يې د فشارونو ملاتړ وکړ.
ښايي پاکستان غواړي د تل په څېر يو ځل بيا افغانان تر دغه خوږ ګوته ونيسي او فکر کوي افغان حکومت به مجبوره شي چې پاکستان ته زارۍ وکړي او په دې سربېره، د هغو فشارونو مخالفت وکړي چې پر پاکستان د امريکا او نورې نړۍ له خوا راځي.

د پاکستان د دغه خبرداري په غبرګون کې افغان لوري ويلي دي چې دوی به د کډوالو له‌پاره د ملګرو ملتونو د عالي کميشنرۍ په منځګړيتوب له پاکستانه وغواړي چې نه، دغه کډوال دې يو کال لا نور هم هلته له ځان وساتي.
افغان حکومت فکر کوي چې که پاکستان افغان کډوال له خپلې خاورې وشړي، له يوې خوا به دا کډوال ټول له لوږې مړه شي او له بله پلوه به پاکستان ډېره ګټه وکړي او تر دې لا بده دا ده چې افغان حکومت به ډېر تاوان کړی وي، خو داسې بېخي نه ده.
په پاکستان کې مېشت افغان کډوال د پاکستان له‌پاره د سرو زرو مرغۍ دي، هم هګۍ ورته اچوي، هم يې غوښې خوري او هم ورباندې بازان نيسي.

له هغې ورځې چې افغان کډوالو پاکستان ته مخه کړې ده، د همدې کډوالو له امله د پاکستان خولۍ په غوړو کې شوې ده او لا هم د پنجابيانو کولمې د مرستې په هغو غوړيو غوړې دي چې نړيوالو افغان کډوالو ته ورکول.
په لومړيو کې پاکستان له افغان کډوالو سره د نړۍ مرستې چې نه يې شمېر مالوم و نه اندازه، تر نېمايي زيات پر خپلو خلکو وېشلې.
د جهاد په نامه چې يې جګړه مار دلته رالېږل، امريکا او نورو هېوادونو ورته وسلې ورکولې، يا يې ورته پېرلې، تر نيمايي زياتې يې پاکستان پر خپلو عسکرو وېشلې، يا يې د سمو موډرنو وسلو پر ځای د خپل عسکرو زاړه توپکونه مجاهد توپکيانو ته ورکول او سمې وسلې يې ځان ته ذخيره کولې.
تر هغه ور ها خوا په پاکستان کې پرېمانه فابريکې، کارخونې او نور د همدې مهاجرو دي.

په پاکستان کې مېشت افغان کډوال په نيمه بيه د پاکستانيانو خدمت کوي او هغه مزدوران چې سعودي، اماراتو او نورو هېوادونو ته په مزدوري پسې تللي دي، پيسې پاکستان ته لېږي.
هغه افغانان چې لا يې هم کورنۍ په پاکستان کې مېشتې دي او دوی دلته په خپل وطن کې کار کوي، دوی هم خپل معاشونه پاکستان ته لېږي.
په دې سربېره، د جهاد پر مهال هم ټول جګړه‌مار له پاکستانه راتلل او تر نيمايي زيات يې هغوی وو چې کورنيو يې په پاکستان کې د کډوالۍ ژوند تېراوه، نن هم چې څومره طالبان له پاکستانه په وسلو بار افغانستان ته رااوړي، تر نيمايي ډېر يې د همدې مهاجرو زامن دي.
دوی راځي، په اوړي کې دلته خلک وژني او چې هوا سړه شړي، بېرته پاکستان ته خپلو کورنيو ته ولاړ شي.
د کډوالو څېرې زموږ دي، ژبه او لهجه يې زموږ ده، جامه، خوی او بوی يې ټول زموږ دي، خو فکر يې پاکستانی دی چې وطني کېدل به يې وخت ونيسي.

سمه ده چې افغان کډوال به دلته په راتګ له ځينو ستونزو سره مخ شي، ژوند به يې يو څه وخت لږ تريخ وي، زموږ پر حکومت به فشار راشي، خو پاکستان به هم سم ځان تاواني کړي.
زموږ حکومت به تر يوه وخته دلته کډوالو ته د ژوند د اسانتياوو په پوره کولو ستړی وي، خو څومره ګټه چې بيا موږ راتلونکی کال تر لاسه کوو، هغه په لس چنده همدومره ستړيا ارزي.
کډوال به له پاکستان څخه په راتلو څه له لاسه ورکړي؟ خو سرمايه به ورسره راټوله کړي، د خاورو هغه جونګړې چې هلته اوس پکې د فقر او نېستۍ ژوند تېروي، هغه به ونړوي او دلته به څه وخت په کار پسې وګرځي، نور خو نه افغان کډوال هلته برق، ګاز، روغتون او ښوونځی هيڅ نه لري چې دلته به يې ورته پيدا نه‌شي او دوی به تاوان کړی وي.

کډوال که وطن ته په راتلو دلته هر ډول ژوند ولري، تر هغه ژوند به بد نه وي چې اوس يې په پاکستان کې تېروي.

خو پاکستان به د افغان کډوالو په راشړلو نه يوازې دا چې له اقتصادي پلوه سخت تاوان وکړي، پر افغانستان به يې نوره بدماشي هم بيا کار نه ورکوي.
راتلونکی کال به بيا پاکستان تر نيمايي زيات طالبان په لاس کې نه لري چې په زور د ځانمرګي واسکټ ور واغوندي او وطن ته يې راوشړي، يا د حکومت او نظام پر ضد جګړې ته مجبوره کړي.

موږ به دوې يا درې مياشتې سختۍ تېرې کړو، ټول هېوادوال به په شريکه د دغو کډوالو مېلمه‌پالنه وکړي، د خولې ګوله به ورنيمه کړي، خو حکومت دې دا ځواني وکړي چې پاکستان ته دې ځان کم نه راولي، زارۍ دې نه کوي او بسم الله دې کړي، کډوالو ته دې هرکلی ووايي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply