د پاکستان بدې ورځې پیل شوې

0 495

پر پاکستان د امریکا د نظامي مرستو د بندیو اغېز به په کشمیر او ډېورنډ فرضي کرښه ډېر ژر ولیدل شي. د دغه هېواد نظامي بودیجه لږ څه د پاسه ۸ میلیارډه ډالره ده چې د امریکا د شا و خوا ۲ میلیارډ ډالرو په نه ورکولو سره به د دې بودیجې ۲۵ په سلو کې پاکستان په سختۍ له نورو برخو پوره کړي. د پاکستان نظامي بودیجه د افغانستان تر نظامي بودیجې ۴۵٪ زیاته ده، خو د نظامیانو شمېر یې د افغانستان درې برابره زیاته ده. د پا کستان د پوځي بودیجې ۶۰ په سلو کې په عملیاتي برخه مصرفېږي چې د امریکا د مرستوپه بندېدو سره د پاکستان د پوځي عملیاتو ماشین ته سخت ټکان ورکوي.

په پا کستان کې د څه باندې ۵۶ میلیارډ ډالره چینايي پانګونې په پیل سره پاکستان دوه کاله وړاندې په خپله دفاعي بودیجه کې د څه باندې ۷ په سلو کې زیاتوالي خبر ورکړ. دغه هېواد پلان درلود چې پر ډېورنډ او بلوچستان کې یو شمېر چوڼۍ زیاتې، هوايي ځواک پیاوړی اویو شمېر نوې جنګي الوتکې په ۲۰۱۸ کې را ونیسي چې د دې پلان له مخې یې نظامي بودیجه څه باندې ۸ نیم میلیارډ ډالره ته لوړه کړي.

امريکا ژمنه کړې وه چې د نږدې یو میلیارډ ډالرو په ارزښت به وسلې او د شا و خوا ۱۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت به درې Bell AH-1Z Viper دوه ماشینه چورلکې ورکوي چې د هرڅه د نویو امریکايي بندیزونو ښکار شول. پر دې سربېره پاکستان د شا و خوا یو میلیارډ ډالرو په ارزښت له روسیې او اوکراینه د نویو T-80UD ټانکونه را ونیسي او al-Khalid MBT ۶۰۰ ټانکونو د جوړولو پلان یې هم په نطفه کې شنډ شو.

د پا کستان ټوله بودیجه شا و خوا ۵۳ میلیارډه ډالره ده چې د امریکايي مرستو د بندېدو له کبله یې د کرنسۍ «کالدارې» ارزښت په بېساري ډول را وغورځېد او دا مهال یو ډالرو شاوخوا ۱۱۳ کالدارې کېږي چې د خلکو پر ژوند او عوایدو یې هر اړخیز منفي اغېز کړی. ددغه هیواد واردات زیات شوي چې عمدتاً تر ننه په ډالر تر سره کېږي. پاکستان د نفوسو له اړخه د نړۍ پنځم ستر هېواد دی، خو د سړي سر کلني عاید له کبله ۱۴۷ ځای لري چې دا پخپله د ټولنیز بحران اوج یا چاودنې ته نږدې حالت ښيي. ملکي حکومت نظامیانو ته په کمین کې ناست دی او د امریکا په څېر نړیوالو دوستانو مرستې ته اړ دی، خو پوځیان ملکیان کار ته نه پرېږدي او پخپله هم د نړیوال فشار له کبله واک نهشي تر لاسه کولای.

یو ناکام او ضعیفه ملکي او یو نیم‌واکه پوځي اداره له اسلام‌اباده د امریکا نظام بدلونکيو ګواښونو ته د سپر کېدو ډغرې وهي. په داسې حال کې چې پاکستانۍ خزانه پر امریکايي ډالرو تکیه لري، نظامي او ملکي کوپړیو یې د امریکا پر وړاندې د درېدو اعلان وکړ، په لومړي حرکت کې یې د راکړې ورکړې لهپاره د ډالرو پر ځای پر چینايي یوان د کار و بار د پیل امر وکړ. ظاهراً پاکستان دا کار د امریکا پر وړاندې د درېدو او له واشنګټنه خپګان په ډاګه کولو لهپاره وکړ، خو اصلي موخه د پاکستاني چارواکيو له خوا د امریکا د احتمالي بندیزونو له وېرې په لومړي سر کې د بچ کېدو مساله ده. په پاکستان کې تر لسو ډېرې لویې بهرنۍ کمپنۍ په کاروبار بوختې دي، چې دوی ټولې له پاکستانه د خپلو پانګو د ایستلو په فکر کې دي. په پاکستان کې له چينه پرته تېر کال ایله شا و خوا ۲ میلیارډه ډالره پانګونه شوې وه چې یوه برخه یې د عربي کمپنیو له خوا وه چې د امریکايي فشارونو او د پاکستان د ناوړه سیاسي او اقتصادي وضیعت له کبله یې پراخولو ته زړه نه کېږي. لامل یې پر یو شمېر پا کستاني کمپنیو احتمالي بندیزونه دي چې کېدای شي د امریکا له خوا له وسله‌والو ډلو سره د هغوی د ممکنه اړیکو له کبله د سیاست ښکار شي.

هغه شمېر پاکستاني شرکتونه چې په نورو هېوادونو، خاص بيا په عربي نړۍ او امریکا کې په پانګونه بوخت دي، د امریکايي سیاست له اړخه سخت نارامه دي او فکر کوي، چې هېواد یې د امریکا سیاسي، نظامي او اقتصادي فشارونو ته نهشي ټينګېدای او د پاکستان دننه د دوی د پانګونې پر وړاندې خنډونه او ګواښوونه پراخوي.

په پاکستان کې د امریکايي چارواکيو پرلهپسې ګواښوونو ته غبرګون توند دی، خو له بهرمېشتي پاکستاني شنونکي روان وضیعت د اسلام‌اباد په ګټه نه بولي او ښکاره بیانونه یې دا دي چې چینايي دوستي د امریکايي ملګرتیا ځای نهشي نیولای. پاکستان اویا کاله له واشنګټنه په ډالري تغذیه کېدو روږدی شوی او اسلام‌اباد ته به سخته وي چې دغه عادت خوشې کړي.

په سیمه کې د امريکا ګټې نور له پاکستانه پرته خوندي کېدونکې دي او د همدې لهپاره امریکا غواړي چې په لومړي ګام کې خپلې نظامي او ملکي مرستې بندې کړي او بیا په یو شمېر هغو پاکستاني کمپنیو او شرکتونو بندیزونه ولګوي چې له پوځیانو سره اړیکې لري او فکر کېږي چې وسله‌والو ډلو سره پټ لینکونه لري. په پا کستان کې شنونکي باور لري چې د پاکستان ترخې ورځې پيل شوې او د افغانستان او هند پر وړاندې به خپل دريځ له لاسه ورکړي. د واشنګټن او اسلام‌اباد د اړيکو خرابېدل به پا کستان، چين او روسيې ته ور نږدې کړي چې دا به په سيمه کې د کابل او امريکا او د نوي ډيلي او واشنګټن اړيکې لا پياوړي کړي.
پاکستان له دېوانو سره غېږ ايستلو ته اړ شوى چې فکر کېږي لاس و پښې به يې غوټې پکې ماتې شي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply