د معدې زخم څنګه او ولې منځ ته راځي؟/‌‌‌‌‌‌ډاکټر نوید خپلواک

0 1,748

د معدې زخم څنګه او ولې منځ ته راځي؟ څنګه پوه شو چې معده مو زخمي شوې؟
‌‌‌‌‌
کله چې د معدې درد دوامداره شي نو د نورو مدهشو پایلو ترڅنګ د معدې د زخم پۀ هکله هم باید فکر وکړو.

د معدې د زخم نښې:
لمړی:دردونه
کله چې د معدې داخلي دیوال زخمي شي نو د سوزش یا سوخت په څیر خفیف دردونه لري،دغه دردونه کټ مټ د هغو پوښتیو پر سر چې معده یې پوښلې احساس کیږي،ځینې وخت دغه دردونه د سینې د قفس چپ اړخ ته احساس کیږي چې پداسې حالاتو کې ‌‌‌‌‌‌ډیری ناروغان غکر کوي د زړه په رنځ آخته دي مګر داسې نده د معدې دردونه هم په نوموړي ساحه کې محسوس کیږي.
دغه دردونه د خوړو تر خوراک وروسته لا پسې شدید شي، بالحصوص د شپې لخوا او معمولاً دغه ناروغان چې کله سحر له خوبه راپاڅي نو خوله یې بد بوی کوي،ټوله مرۍ یې سوخت کوي او د سر ګنګسوالی هم لري.

دویم: له معدې د خوړو مرۍ ته پورته کیدل
هغه ناروغان چې د معدې په زخم آخته دې ‌‌‌‌‌‌ډیری وخت د یوې بلې ناروغۍ سره هم لاس او ګریوان کیږي چې موږ په طبي اصطلاح Gastroesophagel reflux disease بولو په نوموړې ناروغۍ که د معمول خلاف هغه خواړه چې د مرۍ له لارې معده ته ورتتلی بیرته له معدې مرۍ ته راپورته کیږي،او ان تر خولې پورې هم راځي چې ناروغ معمولا ترشې اوبه یا تیزابي ذایقه لرونکی احساس پیدا کوي.
ددې ترڅنګ دغه خواړه چې له معدې بیرته مرۍ ته راپورته کیږي د معدې په تیزابو ملوث یا ککړ وي نو د بیرته راپورته کیدو په صورت کې د مرۍ د دیوالونه د تخریش سبب ګرځي او که ځن‌‌‌‌‌‌ډنی شي په مهلکو ناروغیو او حتی د مرۍ د سورۍ کیدو سبب ګرځي. که یې درملنه ونکړو همدغه حالت مو د مرۍ په سرطان آخته کوي!ښایې سوال مو ذهن ته راولاړ شي چې د مرۍ سرطان څنګه؟
که باربار د معدې محتویات مرۍ ته راپورته شي نو د معدې د داخلي دیوال حجرات مرۍ ته د راپورته کیدو میلان پیدا کوي او که بلاخره د معدې حجراتو په مرۍ کې ځای ونیوه او هلته یې خپل فعالیت ته دوام ورکړ نو دا یو نیمه سرطاني حالت ده چې مونږ یې په طبي اثطلاح Barrett’s esophagus بولو او د وخت په تیریدو همدغه ناروغي د مرۍ په سرطان چې Adenocarcinoma esophagus نومیږي بدلیږي.او له بده مرغه نوموړی سرطان تر ننه پورې لاعلاجه ده

دریم: تورې کانګې یا ‌‌‌‌‌‌ډیری وخت وینه لرونکي کانګې:
ښکاره خبره ده چې له زخم نه به وینه بهیږي نه اوبه که چرته مو معده کي زخم موجود وي نو له هغه زخمه به هرو مرو وینه بهیږي او له غذتیي موادو سره به ګ‌‌‌‌‌‌ډه و‌‌‌‌‌‌ډه او بلاخره د استفراق په ذریعه به د ملاحظې وړ ګرځي.

څلورم:تور رنګه بولې
هغه ناروغان چې د معدې ټپ لري د هغو ناروغانو غایطه مواد تور یا قهي رنګ لري ولې؟
ځکه چې له نوموړي ټپه وینه رابهیدلې او له غذایي موادو سره يوځای وړو کولمو نه سترو کولمو او بلاخره له هغه ځایه د مقعد پواسطه اطراح کیږي.
پدغه جریان کې وینه،غذایي مواد او د صفرا کیسې افرازات سره ګ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډ کیږي او بلاخره غایطه موادو ته تور رنګ ورکوي.

پنځم: د اشتها نشتون
هغه ناروغان چې د معدې په زخم آخته دي هغوئ د ‌‌‌‌‌‌ډیرو لږو خوړو وروسته د مړښت احساس کوي.
طبیعي خبره ده چې له نورمالې کچې په دایمي توګه کم خواړه د بدن ورځني احتیاجات نشي پوره کوی او همدغه وجه ده چې نوموړي ناروغا‌‌‌‌‌‌ډیر ژر وزن له لاسه ورکوي.

ځینې درمل هم د معدې د زخم سبب ګرځي لکه د NSAID کورنۍ او ددغې کورنۍ یو ټابلیټ چې ‌‌‌‌‌‌ډیر کارول کیږي د بروفین په نامه یادیږي
د نس پړسوب،دوامداره قبضیت،د زړه بدوالی او سر ګنګسوالی د معدې د زخم نورې نښې دي.
‌‌‌‌‌لیکوال:‌‌‌‌‌‌ډاکټرنویدخپلواک

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply