کورني سیاستونه او د افغانۍ زوال / سید عبدالله پاچا

0 863

هسې هم په دې وروستیو کې امریکايي ډالر د سیمې هېوادونو د اسعارو پروړاندې پورته تللی چې په افغانۍ یې هم اغیز کړی دی.

خو د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان توپير په دې کې دی چې په پاکستان د امریکا د فشارونو له کبله د کلدارې بیه ټیټه شوې، ایران داخلي کړکیچ او لاریونونه دي چې تومانو بیه یې ټیټه کړې او ترکیه کې داردوغان او مخالفینو جنجالونه د دې لامل شوي چې د لیرې بیه راټیټه شي.

افغانستان کې بیا کورني جنجالونو مستقیما د افغانۍ په ارزښت باندې ناسم اغیزکړی او په لومړي ځل افغانۍ د ډالر په مقابل کې له ۷۰ افغانۍ پورته شو، دا په خپل ډول کې د افغانۍ بې ساری کم ارزښت دی او نیغ په نیغه د افغانانو په کورني اقتصاد باندې اغیز لري.

ممکن نورو هېوادونو کې د ډالرو لوړیدل ژر اغیز و نه لري او که و یې لري هم په کمو برخو کې، خو په افغانستان کې ځکه ژر په خلکو اغیز کوي چې افغانستان یو وارداتي هېواد دی او زیاته برخه بهرني تولیدات په ډالرو رانیسي.

کله چې توکي په ډالرو رانیول کیږي، بیا په افغانۍ پلورل کیږي حتما یې بیه کې لوړوالی راځي او د افغانانو غږ پورته کیږي چې بیې ولې لوړې شوي دي.

د افغانۍ د ارزښت ساتلو لپاره تر ټولو مهمه دا ده چې سیاسي او پولي ثبات منځ ته راشي، سیاسي ثبات هغه وخت منځ ته راځي چې جګړه ختمه او سیاسیون رښتنی ملي سیاست وکړي.

پولي ثبات هغه وخت منځ ته راځي چې یو هېواد د تولیداتو په برخه کې په ځان بسیا شي او په بهرنیو توکو یې تکیه کمه شي، هغه وخت بیا توکی په افغانیو اخیستل کیږي او په افغانیو پلورل کیږي،نو نه شي کیدلی چې په بازار باندې ژر اغیز ولري.

ممکن د ډالرو بیې په لوړیدو سره په حکومت نیوکې وشي چې ګنې د خرابو سیاستونو له کبله افغانۍ ارزښت کم کړ، خو داسې نه ده، اصل کې خبره په همدې خلکو کې ده، خلکله هغه چا ملاتړ کوي چې سیاسي بې ثباتي یې رامنځ ته کړې، له هغه چا ملاتړ کوي چې د جګړې اورته لمن وهي، د هغو خلکو ملاتړ کوي چې د صنعت او اقتصادي پرمختګ پروړاندې خنډ دي.

هر څه کې حکومت ملامت بلل سم لیدلوری نه دی، ځکه هغه ډلې او اشخاص چې غواړي پر حکومت فشار راوړي، خلکو ته ناسم لیدلوری ښيي او اصلي لوبغاړي د پردې شاته پریږدي.

تاسو وګورئ، حکومت په دې هڅه کې دی چې ټول هغه کسان حاشيي ته کړي چې پرمختګونه ننګوي او په ملي ګټو باندې شخصي ګټو ته ترجیح ورکوي، خو بیا همدا خلک دي چې د مافیا په څنګ کې دریږي او حکومت ننګوي او حکومت بې کیفایته یادوي.

که د افغانستان وضعیت ته وګورو، په لنډه موده کې یې کم پرمختګونه کړي او اوس هم په کورنیو او بهرنیو جنجالونو کې ګیر دی، خو د سیمې له زیاتو هېوادونو یې کرنسي لوړه ده.

د افغانۍ ارزښت اوس هم په پاکستانۍ کلداره پورته او له هندې کلدارې سره یو شان دی، له ایران یې ارزښت څو چنده لوړدی په داسې حال کې چې یاد هېوادونه کلونه کیږي له جګړې خلاص دي او منظم اقتصادي او ټولنیز پرمختګونه لري.

دا هم په پولي سیاست پورې تړلې چې حکومت توانیدلی د سیمې هېوادونو له کرنسي سره یې د اافغانۍ ارزښت ساتلی، یوازې ډالر یې په مقابل کې پورته ځي او هغه د ټولې نړۍ په اسعاد اغیز لري.

په داسې حال کې چې نوره نړۍ کې په ډالرو راکړه ورکړه کمه ده، بیا یې هم پیسې د ډالر په مقابل کې ښکته راځي، خو افغانستان کې چې لوړې سوداګانې او معاملې په ډالرو کیږي، خو حتمي ده چې د افغانۍ ارزښت کم راشي، خو دا کموالی دومره نه دی چې په تړاو یې انديښنه وشي.

نو که افغانان غواړي چې د پولي سیاست تر څنګ یې نور سیاستونه هم رنګ راوړي او پرمختګونه رامنځ ته شي، نو پکار ده چې د مافیا، پردیپالو او عقده يي سیاسیتوالو پرځای له افغان حکومت ملاتړ وکړي چې هم غله د حکومت له چوکاټ وباسي او هم په زیاتو برخو کې ننګونې له منځه لاړې شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply