د ديا ميرزا مينه‌والو ته ښه خبر

0 1,140

د بالیووډ یا هندي سېنما ښکلې ستورې دیا میرزا چې یو مهال د اسیا او بیا د هندوستان د ښکلا ملکه وه، له شپږ کلني ځنډ وروسته یو ځل بیا هنري ډګر ته راغله.
دیا په ۲۰۰۱ مېلادي کال کې خپل هنري سفر د رهنا هې تېرې دل میں، له فلم څخه پیل کړ، هغه فلم چې هغه یې د شهرت لوړو پوړیو ته پورته کړه.

که څه هم دیا په ۲۰۱۴ مېلادي کال کې واده وکړ، مګر تر هغه وړاندې یې له ۲۰۱۱ مېلادي کال راهیسې ځينې علتونو پر هنري ژوند منفي اغېز کړی و.
تر اوسه دیا دې پوښتنې ته سم ځواب نه دی ورکړی چې ولې په دې کلونو کې په فلمونو کې کمه ښکارېده.
اوس دیا میرزا د سنجې‌دت په ژوند د جوړېدونکي فلم برخه ده او مرکزي رول به په‌کې پر مخ یوسي.

په دې فلم کې رنبیر کپور د سنجې‌دت په څېره را ښکاره کېږي او تر خوا یې بیا دیا میرزا د هغه د مېرمنې منایي تا رول لوبوي.
دیا میرزا وايي، خوښه ده چې د دې فلم برخه ده او هیله یې ښوولې چې ښه به ولوبېږي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply