د پاکستان تازه ټپ او د پیرانو مرهم/ سید عبدالله پاچا

0 760

له کلونو راهسې په دې کار وشو چې څنګه نړۍ ته ثابته شي چې پاکستان د ترهګرو ملاتړ کوي، ترهګر په خپله خاوره کې روزي او په افغانستان کې یې د افغان او بهرنیو ځواکونو پروړاندې جنګوي چې د جهاد نوم ورکوي.

دا کومه پټه خبره نه وه چې پاکستان ترهګر راپورته کړي او د خپلو ګټو لپاره یې کلک ملاتړ کوي او امکانات ورته برابروي چې په افغانستان کې جګړه توده وساتي.

د پاکستان پخواني ولسمشر په خپل کتاب کې په دې اعتراف کړی و، وروسته بیا نورو پاکستانیو چارواکو هم په مستقیم او نامستقیم ډول منلې وه چې طالبان د دوی په غیږ کې دي او هر ډول چې وغواړي د خپلو ګټو لپاره یې کارولی شي، خو کله ـ کله به بیا نور چارواکي د طالبانو له ملاتړ منکریدل.

دا سیاسي لوبه په نړیواله کچه داسې روانه وه چې افغان حکومت به دافغانستان د تاوتریخوالي لامل پاکستان یادوه، خو پاکستان به د ځان د سپیناوي لپاره نور دلایل راوړل چې ځان د ترهګرۍ قرباني وښيي.

اوس چې نړیوال او په ځانګړي دول امریکا په دې پوه شوه چې په افغانستان کې یې د ناکامۍ لامل پاکستان دی چې له یوې خوا له امریکا د ترهګرۍ پرضد د مبارزې په نوم پیسې اخلي او له بلې خوا په همدې پيسو ترهګر روزي او افغانستان کې یې د امریکايي او افغان ځواکونو پرضد جنګوي.

امریکا ۳۳ میلیارده ډالر پاکستان ته ورکړي چې له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي، خو پاکستان په تېرو ۱۶ کلونو کې امریکا یواځې تېرایستلي او له ترهګرۍ سره د مبارزې پر ځای یې ترهګرو ته خوندي ځایونه ورکړي او ملاتړ یې کوي.

د امریکا اداره چې اوس په دې فکر کوي چې څنګه کیدای شي پاکستان تر فشار لاندې ونیسي چې د ترهګرۍ له ملاتړ لاس واخلي ، په دې برخه کې یې مرستې پرې ځنډولي او کار کوي چې بندیزونه پرې ولګوي.

پاکستان ته د امریکا له ملګرتوب ځان خلاصول سخت او په لوړه بیه تمامیږي، ځکه په سیمه کې پاکستان ټوله تکیه په امریکا کوله او له دې درکه یې زیاتې پيسې په لاس راوړلې او هر هېواد به نیغ ـ نیغ ورته، خواوس داسې ښکاري چې امریکا هند ته مخه کړې او پاکستان باندې یې باور له منځه تللی.

خو په افغانستان کې د پاکستان خواخوږي بیا په دې هر څه خفه دي، چې ولې امریکا په پاکستان فشار راوړی او ولې یې د ترهګرۍ په ملاتړ تورنوي، هغه ورځ پيرسیدحامد ګیلاني وویل چې د طالبانو مشران افغانستان کې دي او پکار ده چې افغان حکومت ورسره د سولې خبرې پیل کړي.

د پيرصاحب په دې خبرو کې د پاکستان خواخوږي په ډاګه وه چې نړیوالو ته وښيي چې په افغانستان روحاني ډله (پيران) اعتراف کوي چې د طالبانو مشران افغانستان کې دي او اوس پاکستان کې نه اوسیږي.

پر پاکستان لوی ثبوت همدا دی چې د طالبانو مشران پاکستان کې اوسیږي او زیات شمېر مشران یې یا پاکستان کې وژل شوي او یا بندیان دي، خو ګیلانیان د افغان حکومت د کلونو کار اوس په یوه لنډه جمله کې تر سوال لاندې راولي چې طالب مشران په افغانستان کې دي.

که ګیلاني دامالومات له هر ځای کړي وي او یا یې د هر چا په دستور دا خبره کړي وي، خپل تحلیل یې دی، خو افغان ځواکونو او ملي امنیت ته پکار ده چې پیر صاحب څخه پوښتنه وکړي چې طالب مشران چرته دي چې پسې ورشي، یا یې سولې ته راضي کړي او یا یې له منځه یوسي.

اوس افغان ځواکونو په هوایي ځواک سمبال دي او کولای شي په افغانستان کې هرې سیمې ته د عملیاتو لپاره لاړ شي او تر بریالیو عملیاتو وروسته بیرته روغ رمټ راوګرځي.

کابل کې د پاکستان سفارت د دیپلوماتیکو هڅو پر ځای په همدې کار کوي چې څنګه داسې کسان جذب کړي چې د دوی په ګټه څرګندونې وکړي او هغه ثبوت او ادعاګانې دروغ ثابت کړي چې افغان حکومت یې نړیوالو ته د پاکستان د منزوي کیدو لپاره ورکوي.

نو د پاکستان چیغې اوس ټوله نړۍ کې اوریدل کیږي، پاکستان ته اوس د ناسور ټپ پيدا شوی او د دې ټپ د رغیدو لپاره به د هر طبیب مرستې ته اړ وي، خو له بده مرغه چې لومړنۍ طبیب پيرصاحب و چې خپل روحاني خواخوږي یې ورسره شریکه کړه او ټپ باندې یې مرهم ورته ولګو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply