د اصلاحاتو ولسي ملاتړ پکار دی/ محمد بشیر یوسفزوی

0 586

حکومت او په ځانګړي ډول ولسمشر غني د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې اصلاحاتو ته نه یوازې ژمن دی، بلکې په دې برخه کې یې عملي اقدامات هم کړي دي او پایلې یې په بېلابېلو کچو ولس ته محسوسې دي.

د پولیسو ملي اکاډمۍ د لسم دور د فارغانو د فراغت په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د وینا پرمهال ولسمشر غني یو ځل بیا په امنیتي او دفاعي سکتور کې د اصلاحاتو موضوع په خورا جدیت یاده کړه.

په حکومت کې د اصلاحاتو بهیر د ښه ترسره کېدو په موخه جمهور رئیس له وکیلانو څخه په ټینګار وغوښتل چې وزارتونو ته دې د مقرریو لپاره نه ورځي او که چېرې دوی دا کار وکړي، نو د هغوی دغه ورتګ دې ثبت او بیا دې د تلویزیونونو له لارې خپور شي.

د ولسمشر غني په دغه جدي غوښتنه کې خورا لوی پیغام پروت دی. هغه دا په ډاګه کوي چې په حکومت کې د شته فساد د نورو لاملونو تر څنګ یو لوی لامل او عام په خپله وکیلان دي او په دې کې نه شک شته او نه هم د چا له سترګو پټ دی، حتی ولس هم په دې خبر دی چې وکیلان د خپلو اصلي دندو پرځای چې د قوانینو تصویب، د حکومت د کړنو څارنه او د ولس ښه استازیتوب دی د دې پرځای په نورو غیر فرعي چارو او شخصي ګټو بوخت دي.

اکثره وکیلان د روابطو او فشارونو له لارې وزیران دېته هڅوي او یا یې اړ کوي چې قراردادونه دوی ته ورکړي یا ورته په قراردادونو کې فیصدي ورکړي، په عایداتي منابعو لکه ګمرکونو، لویو لارو، ولسوالیو، امنیه قوماندانیو، حوزو، ناحیو، مستوفیتونو او نورو بېلابېلو ځایونو کې ورته کسان وګوماري.

دغه وکیلان بیا له همدغو لارو څخه تورې پیسې او معلومه فیصدي ونډه هره میاشت ترلاسه کوي. د وکیلانو له لوري مقرر شوي کسان د خلکو د خدمت پرځای ټوله ورځ په دوکاندارۍ بوخت وي. له دولتي ادارو یې شخصي دوکانونه جوړ کړي. د خلکو کار او اړتیاو ته پام نه کوي. له مراجعینو سره نه ویني او دروازې یې د هغوی پر مخ تړلي وي. دا کار که له یوې خوا د عایداتو د لوټ او تالان لامل کېږي، نو له بل لوري د دوی د ناسمو کړنو او چلندونو له امله هره ورځ د حکومت او خلکو تر منځ واټن رامنځته کېږي.

ولسمشر په خپله وینا کې دا هم وویل هغه کسان چې په واسطو مقرر شوي وو، هغوی خپل سنګرونه پرېښودل او وتښتېدل او هغوی چې په پیسو مقرر شوي وو، نو په غلا او بډو اخیستلو یې شروع وکړه.

ولسمشر په بېلابېلو برخو  او اداروکې او په مختلفو کچو د اصلاحاتو تطبیق ته ژمن دی، خو ولس ته ښایي چې د ولسمشر د دغه نېک ګام او اقدام نه یوازې هرکلی وکړي، بلکې د دې لپاره دې عملاً لاس پکار شي او د ولسمشر ټینګ او رښتینی ملاتړ دې وکړي.

که چېرې ولس او خلک په رښتیا هم په ادارو او بېلابېلو ځایونو کې مسوولین وڅاري او د هغوی د فساد، بې قانونیو او نورو ناسمو کړنو په اړه نیوکه وکړي او مسوولین خبر کړي، نو باور دی چې د مفسدو چارواکو په زړونو کې به وېره ځای ونیسي او هغوی به کله هم دېته زړه ښه نه کړي چې یا په ورسپارل شوې دنده کې ناغېړی وکړي. یا دې بډې واخلي، یا دې له خلکو سره ناسم چلند وکړي او یا دې هم بل داسې څه وکړي چې د حکومت او ولس تر منځ د لیرې والي لامل شي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply