د لیوانو لاریون!/ ابو خالد

0 1,230

د لیوانو لاریون!

یو ورځ لیوانو لاريون وکړ؛ موخه او هدف یې دا وو چې، له شپونکي سره بنديان شوي ټولو پسونو ته دې آزادي ورکړل شي.

مرګ په شپون، مرګ په شپون! د لیوانو شعارونه وو…

یعنې ولې شپون بې ځايه ټوله رمه بندي ساتلې ده؟

کله چې دا خبره یو پسه واوریده؛ نو خپلو ملګرو (نورو پسونو) ته یې نارې کړې چې، راپورته شئ، تاسې هم خپل حق وغواړئ!
کیسه لا روانه وه چې، په منځ کې یو زوړ مشر پسه راپورته شو او خپلو ځوانانو پسونو ته یې وويل:
-ساده کيږۍ مه! دا په یا ولرئ چې، ليوان زمونږ دښمنان دي، پام کوئ د هغوى خبرو کې مه راځئ.
خو ځوانانو نه منله، زوړ پسه ته یې وويل:
-ته خو اوس بوډا شوی یې، په تا خو عمر تیر شو، غواړې په مونږ هم عبس ژوند تیر کړې، اوس خو نوی زمانه شوه، باید مونږ خپل ژوند ته تغیر ورکړو.
زوړ پسه ورته په ژړا شو او چغی نارې یې کړې: بچیانو! دا ليوان تاسې غرقوي! داسې مه کوئ تاسې همدلته خوندي ځای کې یاست، له دې نه بغیر خطر سره مخ کيدای شۍ، دغه ليوان به مو ټوټې ټوټې کړي.
خیر خو ځوانانو پسونو خبره ونه منله او زوړ پسه ته یې ځواب ورکړ چې، مونږ غواړو شنو شنو فصلونو ته ځان ورسو، خبرو سره سمدلاسه یې په لوی لاريون لاس پورې کړ، شپون بیچاره په يوازې ځان بې وسه دا ټوله کیسه وکته، او ماښام یې په نه زړه د هغوی لاره خلاصه کړه، ازادي یې ورکړه! پسونو په ټوپونو ټوپونو د آزادۍ سندرې پیل کړې او مخ په منډه شاړو ته روان شول، چې ماښام تیاره شوه په لیوانو اختر شو، یو یو پسه یې چپه کوه او په خوړلو یې پیل کوه، کله چې په پسونو د غم او د مرګ ماتم جوړ شو؛ نو د مشر پسه خبره یې ارمان شوه.
لیکنه: ابو خالد
#نوټ : وه خلکو نور د خداى لپاره هوښيار شى ” بيا به ارمان کوى لکه څنګه چى د غازى امان الله ارمان کوى ، ولى تاسى بيا بيا د ليوانو په خولى غوليږى ، د غازى پر وړاندى مخالفت چى شروع کړ د مشرقى ولسونه ول ، چى اوس تر ټولو زيات هماغه مشرقى خلک زيات د غازى ارمان کوى ”
#بل_نوټ : اوس د موجوده حکومت او ولسمشر نه حمايت وکړى کنه حال به مو بدتر نه بدتره شى !
#بل_نوټ دا غله او مفسدين په اصل کى هماغه ليوان دى چى تباهى طرف ته مو بيايي !

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply