ولې ملي مسایل جنجالي کېږي؟

0 747

یو شمېر کسان په اګاهانه او نا اګاهانه ډول او یو شمېر کړۍ او رسنۍ د منظم پلان پر اساس د افغانستان د ولس یو شمېر ملي مسایل چې هیڅکله د بحث او لانجې وړ نه وو، متنازع فیه کړل. په دغه ډله کې یو شمېر پښتانه لوستي ځوانان په لومړي کتار کې راځي چې فکر کوي د دفع توره یې تېره کړه، خو په دې نه پوهېږي چې د دښمن تبر ته لاستي تراشي او په غیر شعوري ډول یې په پردۍ ژرنده اوبه ور خوشې کړې دي.

له بده‌مرغه په ژرنده کې د دښمن اوړه میدېږي او پتیرې یې د پښتون په مټ ګرم شوي تناره کې پخېږي. په تناره کې هم د پښتانه خس سوځي او هم یې داسې نابللی شریک موندلی چې احسان او زحمت یې هم نه مني. یو شمېر کسان چې په تذکره کې د افغان او اسلام د کلمې په دفاع کې را پورته شول، له هماغه لومړي سره یې موخه د دغې ټول‌منلې کلمې جنجالي کول وو. په داسې حال کې چې د افغانستان د اساسي قانون څلورمه ماده په افغانستان کې هر اوسېدونکي ته د افغان خطاب کړی، اړتیا څه وه چې د دغې کلمې د دفاع نغاره دې په سړکونو کې و ډنګېږي؟

همدغو مدافعینو په لوی لاس د افغان مخالفو ته جرات ورکړ چې په تذکره کې د افغان کلمې د ځای پر ځای کولو په قانوني موضوع کې خپل مخالفت څرګند کړي چې د افغانستان اساسي قانون یې ضامن وي؛ نو دا د سړک زامن ولې غواړي چې ملي موضوعات متنازع فیه کړي؟

په داسې حال کې چې په تذکره کې د افغان د کلیمې مخالفت ته اوس یوه لوی جریان ملا تړلې چې په سر کې یې په اجراییه ریاست کې پر ډاکټر عبدالله یو شمېر را ټولې متعصبې کړۍ دي چې د افغانستان د تاریخ د بدلولو قسم یې کړی دی. سره له دې چې تاریخ ثابته کړې چې دغه ډول کسانو خپل ارمانونه قبره ته وړي دي او دا خاوره افغانانو ته چا په خیرات کې نه ده ور بېله کړې چې اوس یې څو نازولي ځان ته بېل کړي، خو بیا هم د پردیو په مټ یو شمېر کړۍ هڅې کوي چې د افغانانو ملي هویت بدل کړي او داسې تذکرې ووېشل شي چې د افغان تاریخي نوم پکې نه وي ذکر شوی. له بده‌مرغه دغه ډله اوس د افغان ملت په کور دننه یانې پارلمان کې د افغانستان د اساسي قانون خلاف غږ پورته کوي او ښه په زړورتیا وايي چې دوی افغانان نه دي. له بده‌مرغه په اجراییه ریاست کې شریکباڼي حزبیان او د سیاف او ګل اغا شېرزي او نورو په ګډون پښتنو د دریځ څرک هم له خلکو ورک دی. یو شمېر نور چې د افغانستان د اساسي قانون د امتیاز په مټ یې ولسي جرګې ته لاره موندلې او نورو ته د اساسي قانون د ماتونې پېغورونه ورکوي، پخپله هم د افغانستان پر څلورمه ماده ریشخند وهي او نه یې مني، خو په دې یې لا سر نه دی خلاص چې د اساسي قانون له تعدیله پرته به د همدغه قانون پر اساس د تذکرو د وېش په ګډون ټولې چارې تنظیم او تر سره کېږي.

خو په دغه ګډوډ بازار کې د افغان کلمې مخالفو تبر لاستی موندلی او په رسنیو کې په ښکاره د افغانستان پر ټول تاریخ چلیپا را کاږي. له بده‌مرغه د افغانستان یو شمېر رسنۍ د دغې مسالې لمبې ته ښه لمن وهي او داسې کسان بحثونو ته را بولي چې د دې باتور ملت تاریخ نه مني او له ژېړ ژورنالیزم څخه په ګټې اخیستو غواړي په تذکره کې د افغانانو ملي هویت سلب او یوازې د قومونو نومونه ولیکل شي. همدغه رسنۍ کوښښ کوي چې په دې موضوع داسې ژېړ بحثونه برابر کړي چې د افغان کلمې له مخالفانو دوه پیاوړي شنونکي او له پلویانو یې یو تن ضعیف کس خپل بحث ته ور وغواړي او بحثونو ته داسې لوری ورکړي چې خلک د خپل نظام، هېواد، تاریخ، او ملي اتلانو پر ضد وهڅوي.

څو ورځې وړاندې د کابل په یوه خصوصي ټلوېزیون کې د ولسي جرګې یوه غړي امان الله پیمان په ښکاره احمد شاه بابا، امان الله خان او د افغانستان تاریخ ته سپکاوی وکړ. ور سره په خوا کې د مولانا فرید په نامه د شمالي ټلوالې یوه بل کارپوه تر دې هم وړاندې ولاړ او و یې ویل چې اساسي قانون نه مني او د افغان په نوم د تذکرې وېشلو پر وړاندې به ودرېږي.

د افغان ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش څو ورځې وړاندې تور ولګاوه چې یو شمېر متعصبو کړیو د افغانستان د ولس تذکره یرغمل کړې او وېشلو ته یې نه پرېږدي. د تذکرو د وېش په تړاو قانون پاس او ولسمشر توشیح کړی، خو اجرایيه مشر عبدالله د وزیرانو شورا ته په ډاګه کړه چې پر تذکره د را منځ ته شوي جنجال له حل کېدو وروسته به یې وېشل پیل شي. د حکومت په دننه او بهر کې یو شمېر کسان وايي چې ښاغلی عبدالله داسې کسانو را ایسار کړی چې په تذکره کې یې د افغان له کلمې سره مخالف ته درولی چې په سر کې یې د هغه د دفتر ریيس رحیمي دی چې ښاغلی عبدالله یې دې ته تیار کړی چې د تذکرو د وېش په موضوع کې له ولسمشر سره مخالفت وکړي. دغه ډله تور لګوي چې پښتانه په تذکرو کې د افغان کلمې په راوړلو سره خپل قومي انډول پټوي، په داسې حال کې چې په تذکره کې د هر قوم نوم لیکل کېږي او د هر قوم شمېر پکې مالومېږي.

د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې پر دغه ډول لساني او قومي مسلو بحثونه په لوی لاس د افغانستان دښمنانو ته د مداخلې زمینه برابروي او د نفاق د خپرېدو په ګډون د افغانستان د تجزیې د کلمې زمزمه زیاتېږي او دغه موضوع داسې بحران ته روانه برېښي چې په نړۍ کې ډېر هېوادونه ترې روغ نه دي وتلي.

په وروستیو ۳ میاشتو کې پرله‌پسې د ټلوېزیونونو او نورو رسنیو پرڅپو د افغان له کلمې سره د مخالفت داسې ډنډوره غږول کېږي چې روان کړکېچ یې بن‌بست ته رسولای شي چې نتېجه یې د درېیمې نړۍ ضعیف هېوادونه يې ډېر کله د قومي درزونو، جګړې او بېلښت تر پولو اړولي. په نوره نړۍ کې دغه ډول تحریک‌امیزه بحثونو ته چې د قومي او لساني شخړو اور تازه کوي اجازه نه ورکول کېږي او رسنیو ته یې پولې ټاکل کېږي چې کوم ډول مسایل په څه ډول را پورته کړي.
خو له افغانه یو شمېر زېږېدلي اوس د پلار پر ږیره ریشخند وهي او ځانونه افغان نه ګڼي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply