د اندونیزیا د جمهور رئیس د سفر ارزښت/ محمد بشیر یوسفزوی

0 636

د اندونیزیا جمهور رئیس داسې مهال افغانستان ته سفر کوي چې پلازمېنه، ننګرهار او کندهار کې د وروستیو تروریستي بریدونو د ترسره کولو له امله هېوادوال د خپلو عزیزانو، وطنوالو او د کورنیو د غړو د له لاسه ورکولواو ټپي کېدلو له امله د ویر په ټغر کې ناست دي.

په دغسې حساس او له خطره ډک حالت کې افغانستان ته د اندونیزیا د جمهور رئیس جوکو ویدودو راتګ له افغانستان سره د اندونیزیا مینه، لېوالتیا او ژمنتیا ښیي. افغان حکومت په غمجنه او واورینه ورځ د اندونیزیا د ولسمشر او ورسره پلاوي تود هرکلی وکړ، ځکه مقاماتو د افغانستان او اندونیزیا د ښو مناسباتو اړتیا او ښېګڼه درک کړې او له همدې امله غواړي چې دغه مناسبات تر پخوا لا زیات ټینګ او پراخه شي.

افغانستان په اوسنیو شرایطو کې تر بل هر وخت د نړیوالو لاسنیوي او ملګرتیا ته زیاته اړتیا لري او د اندونیزیا غوندې هېوادسره ښه مناسبات د افغانستان  لپاره له دوه اړخه نهایت زیات مهم دي. لومړی دا چې اندونیزیا په نړۍ کې لوی اسلامي هېواد دی چې په اسلامي نړۍ کې بېساری رول او ارزښت لري. د دوی له دغه رول او ملګرتیا څخه  په استفادې افغانستان کولای شي چې د پاکستان له اسلام ضد جهادي فتواو ، د دوی له شرارتونو او د طالب له وحشتونو څخه ځان وژغوري.

دلیل یې دادی چې پاکستان او طالب د اندونیزیا پر وړاندې د نخود هومره ارزښت هم نه لري. د اندونیزیا د ملګرتیا بله ښېګڼه داده چې د افغانستان په کورنیو او سیاسي مسایلو کې اول تر اخره هیڅ ښکېله نه وه، یانې اندونیزیا مطلق بې طرفه هېواد دی، نو افغانستان ته د اندونیزیا د جمهور رئیس راتګ او د سولې په برخه کې د دوی هلې ځلې د افغان دولت او ملت په ګټه تمامېدلی شي.

د افغانستان او اندونیزیا د ملګرتیا او ښو مناسباتو بله ګټه داده چې د افغانستان اوسنۍ ستونزې او وضعیت د اندونیزیا له پخوانیو ستونزو او وضعیت سره پوره ورته والی لري. نو په دې برخه کې افغانستان د اندونیزیا له پوهې، تجربو ، مشورو او لاسته راوړنو څخه پام وړ ګټه اخیستلی شي.

بله دا چې افغانستان او اندونیزیا یو له بل سره فرهنګي او دیني مشترکات لري چې دغه مشترکات د دواړو هېوادونو د ملتونو په نږدېوالي، خواخوږۍ او مناسباتو کې پام وړ رول لرلی شي. همدارنګه اندونیزیا د نړۍ له لویو ولسواکیو څخه یوه ده او د یو ډیموکراتیک نظام په ایجاد کې د اندونیزیا بریالیتوب په ځانګړي ډول په اسلامي هېوادونو کې یوه بېلګه او مثال دی چې ټول یې هم ارزښت مني او د قدر او عزت په سترګه ورته ګوري.

د دې ترڅنګ اندونیزیا له اقتصادي پلوه هم د نړۍ او اسیا له عمده هېوادونو څخه یو دی، له اندونیزیا سره د افغانستان ښه او تاوده مناسبات په دې برخه کې د افغانستان او سیمې د اقتصادي ودې لامل کېدلی شي، ځکه افغانستان کولای شي چې خپلې اقتصادي برنامې له اندونیزیا سره همغږې کړي او په دې برخه کې هم د دوی له تجربو ګټه واخلي او هم په افغانستان کې شته فرصتونه له دوی سره شریک کړي او د واضح میکانیزم په اساس اندونیزیایي پانګوال او تاجران په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته وهڅوي.

د اندونیزیا د جمهور رئیس سفر افغانستان ته یوه ساده او تصادفي پېښه نه، بلکې دا یو پلان شوی اقدام دی او له دغه اقدام څخه باید اعظمي ګټه واخیستل شي او دا نو اوس په افغان حکومت او زموږ په سیاسیونو پورې اړه لري چې په دې برخه کې له دغه فرصت څخه د ښې استفادې لپاره څومره سره همغږي کېدلی شي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply