پر طالبانو دې د قطر لنګه غوا وچه شي/ بريالی وياړ

0 820

څو کلونه کېږي د سولې په هدف د افغانستان د حکومت په غوښتنه  او د نړۍ والې ټولنې په همږغۍ طالبانو ته په قطر کې سياسي دفتر خلاص شوی چې د دوئ استازي پکې مزې او چړچې کوي. د قطر دفتر له دې پرته چې طالبانو ته پيسې ترې وروانې، او له ځينو هېوادونو سره خپلې پټې اړيکې ترې جوړې کړي، نور يې افغانستان ته هيڅ کومه ګټه نه ده رسولې.

د طالبانو استازو دا څو کلونه د قطر په دفترکې يواځې پيسې موټ کړې، ښې مېلې او ساتېري يې وکړل، د سولې له تشو خبرو پرته يې بله هيڅ لاسته راوړنه نه تر سترګو کېږي. طالبان، خوپېژنئ چې د سوله او جګړه دواړه پر مخ بيايي. د سولې يواځې تشې خبرې کوي، خو په جګړه کې يې بيا ځانمرګو ته داسې زور ورکړی چې تراوسه يې به زرګونه افغانان پکې وژلې او په زرګونه ژوبل دي.

طالبانو په دې سياسي دفتر کې يواځې ځان ساتلی، او له دې ځايه له چين، روسيې، پاکستان او عربي نړۍ تر څنګ له نورو هېوادونو سره خپل سياسي مناسبات مخته وړي. نه سوله کوي، نه یې په دې ۱۵ کاله د ممکنه سولې کومه نتيجه ترسترګو شوه. تاسو وګورئ حکومت طالبانو ته څومره چانسونه ورکړل، د سولې د مذاکراتو لپاره يې څومره زمينه سازي ورته وکړه.

ديني عالمان يې ورته واسطه کړل. ولسي مشران يې ور ولېږل. د ځوانانو پر مټ يې د سولې وړانديزونه او مذاکرات ورسره وکړل. د افغانستان حکومت په کور دننه کې له پټو او لڅو ټولو ادرسونو کار واخيست، د سولې لپاره يې ډېرې هلې ځلې وکړې، مګر طالب څه وکړل؟ دا خو پرېږدئ چې د افغانستان د حکومت په غوښتنه ډېرو بهرنيو هېوادونو هم طالبانو ته د سولې وړانديز وکړ، او حتی تر دې چې د دې مذاکراتو منځګړيتوب يې وکړ، مګر طالبانو څه ځواب ورکړ؟

کله به چې حکومت له کومې ډلې سره د سولې خبرې وکړې، يا به يې د سولې لپاره يو اقدام وکړ، د طالبانو لخوا به سمدلاسه د ذبيح الله مجاهد په نوم يو مستعار ږغ راپورته شو چې دا خبرې په موږ پورې اړه نلري، نه دلته زموږ استازي ګډون لري. طالب هيڅکله د سولې مذاکراتو ته لبيک نه دی ويلی. حتی تر دې چې تل يې د سولې خبرې رد کړيدي. دغسې طالب چې نه د سولې مذاکرات مني، نه يې د سولې په خاطر په خپله جګړه کې تغير راوست، نه يې د ولسي خلکو له وژنې لاس واخيست، نه يې په ښار کې ځانمرګي بريدونه ودرول، او دغسې طالب چې په دا ۱۵ کاله يې فقط يوه دقيقه يا يوه ثانيه هم د جګړې اوربند ونکړ، کله سوله کوي؟

دا ډول طالب چې په مسجد کې ځانمرګی درته کوي. پر لمانځه ولاړ خلک درته وژني. د کابل په ښار کې پر يوه ورځ ۱۱۵ کسه په شهادت رسوي، او ۳۰۰ ژوبلوي، او دا ډول طالب چې نه څړک پرېږدي، نه پل پرېږدي، نه پخه لاره پرېږدي، نه افغان فرهنګ ته درناوی لري، نه د مېرمنې قدر کوي، نه د سپين ږيري قدر کوي، او څومره چې يې وس کېږي، تباهي کوي، څومره چې وس رسېږي، د دې وطن په ورانېدو خپله مرداره عقده او د پنجاب غوسه سړوي، تاسې او خدای له دغسې طالب سره سوله په کار ده؟

له جګړې پرته بل داسې کوم څه شته چې طالب ورته قايل وي، يا يې درناوی وکړي. طالب نه د اسلام قانون ته غاړه ايږدي، نه د کفر. د نړۍ کافرانو د کابل وحشي پېښه وغنده، طالبانو وياړ پر وکړ، او په ډېرې بې رحمۍ سره يې په سلګونه کسان ووژل. دا د طالب انسانيت او اسلاميت دی. داسې يو بې رحمه جګړه مار چې پر خپلو ماشوانو او ښځو رحم نلري، په ډېرې بې رحمۍ يې وژني، بايد سوله ورسره وشي؟

طالب نه يواځې د حکومت د مامورينو قاتل دی، نه يواځې د افغانستان د تباهۍ عامل دی. طالب د انسانيت، او بشريت قاتل دی. د بشريت او نسانيت له قاتل سره سوله څه مانا لري؟ له طالب سره د سولې خبرې بايد له سره ونه شي. طالب بايد د جګړې پر ډګر ختم شي. دا بحث بېل دی چې طالب هم د دې خاورې اوسېدونکی دی. طالب د دې خاورې استوګن دی، خو د دې خاورې پر ضد يې بغاوت کړی، او بايد د ياغې او باغي په ډول په ظلم سره ووژل شي.

د امريکا متحده ايالاتونو او د افغانستان د حکومت له لوري پر طالبانو د سولې د دروازو تړل يو ډېر ښه اقدام دی. سره له دې چې دا کار بايد پخوا لا شوی وای، او هسې عث د سولې تر نوم لاندې په ميلونونه ډالر نه وای مصرف شوي، خو اوس هم ښه کار وشو چې دغه حساسيت ته متوجې شول. اوس نو بايد په قطر کې د طالبانو تش په نوم سياسي دفتر سمدلاسه وتړل شي.

د قطر دفتر د طالبانو لپاره لنګه غوا ده. دا غوا بايد نوره پر طالبانو وچه شي. تاسو وګورئ د کابل ځلاند، او مطمئن هم د دې غوا په رودلو روږدي دي. له دغه ادرسه يې په ډېره اندازه پيسې ترلاسه کړي، او د ژوند هر ډول امکانات ورته مساعد شويدي. طالبان د افغانستان قاتلان دي، د افغانستان پر قاتلانو بايد سياسي ادرسونه وتړل شي، ځکه دوئ سياسي شعور نلري، دوئ افراطيان، ياغيان او باغيان دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply