اوس مې له ټول افغانستان ښه نه راځي او له افغانانو د وېرې احساس کومه.

0 918

زه څو ورځې وړاندې په ټرین (لیرګاډي) کې بل ښار ته په سفر روان وم، زما د ناستې څوکۍ ته مخامخ څوکۍ کې بله سویډنۍ د پاخه عمر ښځه ناسته وه، له ناستې سره سم مو خبرې شروع او بعضې پوښتنې تبادله کړې، زما او د هغې خبرې په نرمه لهجه روانې وې، ما څخه یې د خبرو په دوران کې پوښتنه وکړه چې اصلي د کوم ملک یې؟ ما ځان افغان معرفي او د وطن (افغانستان) یادونه وکړه، زما له ځواب سره سم یې اخلاق سل درجې بدل او تندی یې تریو راڅخه واړاؤه. زما زړه ته شک پیدا شو چې ستونزه څه او ولې د افغانستان د نوم په یادونه راڅخه خفه شوه، ما بیا ورو په ډېرې نرمۍ له هغې د اخلاقو او د غیرعادي حرکاتو پوښتنه وکړه، هغې بغیر لدې چې فکر پرې وکړي ډیره ډاډه او نیغ په نیغه راته ؤویل؛ زه ډیره بښنه غواړم چې داسې تاته وایم، خو د افغانانو د تیر کال په جرم چې اته نفره هلکانو په زوره پر یوې جینۍ همدلته سویډن کې جنسي تیری وکړ اوس مې له ټول افغانستان ښه نه راځي او له افغانانو د وېرې احساس کومه.
ما د هغې د خبرو په ځواب کې دا هلکان مطلق ایرانیان معرفي کړل او له یوې اوږدې تشریح ځنې وروسته مې پدې قانع کړه چې د افغانانو اصلي تصویر دا ډول ندی چې تاسره ذهن کې ده.
دا یوه ښځه وه او ناڅاپه ورسره مخامخ او د هغې ناسم فکر مې ور سم کړ، خو په مجموع کې د ټولو هغو خارجیانو نظر به څنګه او کوم ډول ورتبدیلؤو چې همدا د شرم خبر یې تیرکال په اخبارونو او تلویزیونونو کې د افغانانو په نوم تر سترګو شو؟
د ستونزې حل: هغو چې دا جرم کړی ؤ د افغانستان نه، بلکې د ایران ؤ، خو د اقامت اجازې (قبولي) اخیستلو لپاره یې ځانونه افغانان معرفي کړي ؤ او د جرم کولو څخه وروسته د ټولو افغانانو رنګه پرې بده شوه. یو هلک دا ډول جرم تیر کال جرمني کې هم ترسره کړی ؤ، هغه خبر هم د افغان په نوم خپور خو آخر ایرانی وخوت. په اروپایي ملکونو کې دا ډول ډېر نور ایرانیان هم شته. زه وایم؛ د دا ډول جرمونو په صورت کې د افغانستان خارجه وزارت مربوط افغان سفارتونه باید څیړنه وکړي او رسماً د اروپایي دولتونو څخه غوښتنه وکړي، چې فلانکی د فلانکي جرم خبر د افغان په نامه د تلویزیون په پردو او راډیو ګانو کې خپور شو، تاسو باید مونږ ته د مجرم د هویت په هکله معلومات راکړئ، آیه تاسو مطمئین یاست چې مجرم یا مجرمین افغانان ؤ او که هسې هوایي مو جرم د افغانانو په نوم خپور کړ؟
بل دا چې اروپا میشت افغان سفارتونو کې باید له فساد څخه پاک چارواکي په دندو وګمارل شي، ځکه دلته سفارتونو کې ایرانیانو ته د افغان هویت تثبیت خط له 500-1000 ډالرو بیه پلورل ورکول کیږي.

سرور ستانکزی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply