د ضمیر کابلوف بې انصافي / شفیق اندړ

0 573

د افغانستان له پاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف په خپل یوه وروستي بیان کې ویلي دي چې د داعش مقصد افغانستان نه بلکې مرکزي اسیا ده.

 د ضمیرکابلوف په دې خبره کې ماته له افغانستان سره یوه بې انصافي ښکاره شوه. دا بې انصافي به لږ وروسته تشریح کړم. اوس به یو سوال وکړم چې د داعش مقصد څه دی؟

 که په سوریه او عراق کې د داعش د خلافت دوران ته وګورو او د دوی نظریات مطالعه کړو نو دې نتیجې ته رسېږو چې دوی په ټوله دنیا کې د خپلې خوښې  د یوه اسلامي نظام د جوړېدو لپاره کوښښ کوي. البته، دا کوښښ یې سوله ایز نه دی او تر ډیره حده په قتل او جنګ باندې ولاړ کوښښ دی او دغه راز له اسلامي نظامه چې کومه مانا اخلي، هغه یې خپله مانا ده او نور مسلمانان پکې شریک نه دي.

 له بلې خوا که د داعش اعمالو ته وګورو، دوی په عمل کې تر ډیره حده د مسلمانانو او تر څه حده د غیرمسلمانانو وژلو ته مټې رانغښتې دي. له نورو هیوادونو سره د اسلامي ټولنو او هیوادونو د روابطو غوڅول، د ښځو د کار او تعلیم مخه نیول، ږیره او د جماعت لمونځ اجباري کول، په جزاګانو کې وهلو، ټکولو، سرغوڅولو او قصاص ته زیاته توجه کول، انتحاري حملې تر سره کول او لنډه دا ده چې د اسلامي هیوادونو ړنګول او د مسلمانانو وژل هغه څه دي چې داعش تر سره کړي دي. البته، د داعش چې زور رسیدلی دی په غیر اسلامي هیوادونو یې هم صرفه نه ده کړې او هر چیرته یې په پوره اخلاص د خدای بنده ګان وژلي او قتل عام کړي دي.

 نو په تیوري او عمل کې خو داعش دا کارونه په افغانستان کې هم کوي . اوس سوال دا دی چې د کابلوف د دې خبرې مطلب څه دی چې د داعش اصلي مقصد افغانستان نه بلکې مرکزي اسیا ده؟

 داعش که مرکزي اسیا ته هم لاړ شي ، هغه څه به کوي چې د افغانستان  په ننګرهار یا د عراق په  موصل کې یې تر سره کړل، یعنې مکتبونه یې بند کړل، ښځې یې په کور کېنولې، د ښځو وینځې ګرځول یې روا وبلل، انتحار یې بېخي د ثواب کار وګاڼه او د پلونو په ړنګولو، د سړکونو په خرابولو، د خلکو د اقتصاد په تباه کولو کې یې ښه په اخلاص سره هڅې وکړې او لا کوي یې. طبعا د مرکزي اسیا خلکو ته به هم د داعش همدا پیغام وي. کابلوف ولې وایي چې افغانستان یې مقصد نه دی، بلکې مقصد یې مرکزي اسیا ده؟

 د کابلوف د زړه خبره دا ده چې که داعش افغانستان ړنګوي او د افغانستان خلک وژني، ما ته یې تاو او تاوان نه رسېږي خو که مرکزي اسیا ته راشي، بیا به ما ته هم خطره پیښه وي او چې ما ته خطره پیښېږي دا بیا سمه خبره نه ده.

 په حقیقت کې کابلوف داعش د انسانیت د خیر له زاویې نه مطالعه کوي، بلکې د خپل هیواد د ګټو له نظره ورته ګوري او دا هغه بې انصافي ده چې دی یې او د ده غوندې ځینې نور کسان یې له افغانانو سره کوي.

 همدا بې انصافي ده چې کابلوف یې دې ته هڅولی دی چې له طالبانو سره رابطه ونیسي.

طالب هم تقریبا هر هغه جنایت تر سره کړی دی چې داعش یې ترسره کوي. د کابل د جمهوریت روغتون مخې ته د سلګونو افغانانو وژل او ټپیان کول د طالب د جنایت یو مثال دی چې داعش هم دې ته ورته اعمال تر سره کوي. خو د طالب په برخه کې روسیه ځکه خاص تشویش نلري چې طالب د آی، ایس، آی د تربیې او هدایت په اساس، همدغه داعشي جنایت یوازې او یوازې د افغانستان او افغانانو په حق کې کوي او کابلوف ته یې تاوان نه رسېږي.

 زما په اند، انصاف دا دی چې هغه څه بل ته هم وغواړو چې ځان ته یې غواړو. جنایت، جنایت دی او قتل، قتل دی. کابلوف باید د یوه متمدن اروپايي ملک د سفیر په حیث دومره هم بې انصافه نه شي چې د خپل وطن خلکو ته ډیر لرې احتمالي خطر لیدلای شي خو په افغانستان کې د داعش او نورو ترورستو ډلو روان وحشت ورته د وحشیانو اصلي مقصد نه ښکاري او د کم اهمیته کولو هڅه یې کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply