په تېرو ۷۰۰ کلونو کې په لومړي ځل د پاکستان غاړې پښتون ټبر د پنجاب د واک ننګولو ته ملا تړلې. دغه ځوان او خودجوشه غورځنګ د ریښو د نیولو په درشل کې دی او د پښتنې شملې د بېرته هسکولو لهپاره لاس و پښې وهي. په اسلاماباد کې را غونډ شوي زرګونه پښتانه ملتپاله ځوانان د پښتانه نسلوژنې د ختمولو په نوم د خپل قوم د حقونو دعوا را پورته کړې.
دا د پاکستان په تاریخ کې د بنو له جرګې وروسته لومړی ځل دی چې دغه بېهویته شوی قوم د پاکستان د واک چیلنجولو پر وړاندې په شپو شپو بېخوبه شعارونه ورکوي. تر بل هر خوځښت دغه منظم ولسي تحریک په یوه نوي سیاسي بهیر بدلېدونکی دی چې په اسلاماباد کې حکومت او رسنیو پرې غوږونه کاڼه کړي. د پاکستان د بیان د ازادۍ په تاریخ کې کېدای شي دا تر ټولو تیاره اړخ وي چې د پنجاب لاسپوڅې رسنۍ د پښتانه غږ په خاموشه پاتې کېدو سترګې پټوي. د ویښو پښتنو په دغه کاروان د «پښتون قومي جرګې» نوم کېښودل شوی او پیل یې څه موده وړاندې په کراچۍ کې د یوه پښتون نوموتي قبایلي ځوان نقیب مسعود د وژنې او عدالت په غوښتنه له پښتونخوا پیل او له ۷ ورځو او شپو راهیسې په اسلاماباد کې روان دی. پاکستانۍ ادارې ته ځکه دغه غورځنګ اندېښنه ور پیدا کړې چې پښتانه سیاستوال او ګوندونه پکې ونډه نه لري او په خپل فکر دغه منظم را غونډ شوی ځواک د یوه نوي سیاسي جریان د را منځ ته کولو پوړۍ وهي. په لومړي ځل په زرګونو پښتانه ځوانان چې لویه برخه یې د وزیرستان دي د پاکستان د تصمیم په مرکز کې را غونډ شوي او د پنجاب د راج او ظلم ضد ناره پورته کوي.
دوی غواړي چې د خپل مظلومیت غږ د پاکستان د کڼو مشرانو تر غوږنو ورسوي، خو ښکاري چې هغوی یوازې پر پي ټي وي، جیو نیوز، اې ار وای، سما او نورو خپریدونکو ادارو پنجابي واویلاوې اوري او د پښتانه غږ د جنګ تر خبري ادارې نه رسېږي او هلته بوخت خبریالان هم پښتانه غورځنګ ته د پنجاب له عینکو ګوري.
یوه خبره روښانه ده چې پاکستان په تېرو ۷۰ کلونو په تېره بيا په وروستیو ۱۵کلونو کې د پښتون غږ په ستوني کې خپک او هغه لوړ اوازونه یې د تل په مخه چوپ کړل چې فکر کېده د پنجاب تر غوبل لاندې ځپل شوي پښتانه درد ته به اوږه ورکړي او د دغه لوی ملت د را بیدارېدو نغاره به یوه ورځ و ډنګوي. په داسې حال کې چې د پنجابي تاړاک له کبله دغه سرخوړلی قوم چې نیم یې په پنجاب کې د پنجابي په مزدوري بوخت دی، یوه لویه برخه یې په کراچۍ کې د مهاجر غورځنګ تر تاړاک لاندې ساه نهشي ایستلاي او نور یې د خپل نیکه په تاټوبي د پنجابي سل زره کسیز ځواک تر یرغل لاندې د ډوډۍ موندلو په غم کې دی، یو ځل بیا د پنجاب د سامراج پر وړاندې د تورې غږ پورته کړی او لېرې نه ده چې دغه غږ د ازادۍ شي او د ابدالي او میرویس خان بچیان بېرته د خپل هویت څښتنان شي.
ښکاري چې د میرزا علي خان «فقیر ایپي» لمسیانو دا ځل د انګرېز پر ځای په پنجاب پسې راپورته کېدو ته جرګه شوي او دغه روانې بیدارۍ ته په کتو مالومېږي چې ژر به د اسلاماباد واک تر ډېورنډ ها غاړه وننګوي. پرون له دغه غورځنګ سره په سلګونو هغه پښتنې مېرمنې هم یو ځای شوې چې په وروستیو کلونو کې یې بچیان او د کورنۍ غړي د ای اس ای له خوا تري تم شوي دي. سره له دې چې پنجابیان د پښتون قومي غورځنګ د پیکه کېدو هڅې کوي، خو دغه بېساري تاریخي اعتراض د پیاوړي کېدو په درشل کې دی او د اسلاماباد پر جي ایچ کیو یې توپان په ور رسېدو دی. سره له دې چې په پاکستان کې رسنیو د دغه ستر لاریون پر پوښښ پرده غوړولې، خو اعتراض کونکيو پښتنو ته د پاکستاني رسنیو هدف ښکاره او خپل دوست او دښمن یې ښه وپېژانده. اعتراض کونکي پښتانه چې ملتپاله احساساتي ویناوې کوي، له عرب پسرلي په الهام اخیستو د اسلاماباد په خېټه کې د ټولنیزو رسنیو په مټ د خپلې ازادۍ غږ د پنجابي تر کوره رسوي.
په وروستۍ یوه لسیزه کې په میلیونونو پښتانه ځپل شوي، له خپلو مېنو نورو سیمو ته په زور کډه شوي، شړل شوي، لسګونه زره کورونه یې وران شوي او په لسګونو زره انسانان یې په ښکاره او پټه وژل شوي او ورک کړل شوي دي. په تېرو ۱۵ کلونو کې پنجاب د قبایلي سیمو د لاندې کولو له پلان سره سم پر پښتونمېشتو سیمو ۴ لوی عملیات او تر ۲۰ ډېر د منځنۍ کچې عملیات کړي چې مهم هغه یې د ضرب عضب روان عملیات او د سوات درې نظامي عملیات دي چې تر ۵ میلیونه پورې پښتانه یې له خپلو کورونو بېکوره او د پنجاب د در ملنګان یې کړل. د پاکستان په تاریخ کې د بنګلهدېش له جګړې او ازادۍ وروسته پښتون دویم لوی قوم دی چې د پنجابي له خوا د بلوڅو په څېر له ټولوژنې او د هویت له تباهي سره مخامخ دی.
د پاکستان په ټول تاریخ کې کله هم پښتون له دومره ډېرو هممهاله ننګونو سره مخامخ نه و. یوې خوا ته د تاریخ، بلې خوا د هویت او په درېیم اړخ کې د جغرافیې له تباهي سره مخامخ راپورته شوي پښتانه د درې واړو د تر لاسه کولو شعارونه پورته کړي او غواړي چې په ۲۱مه پېړۍ کې د ژوند، نوم او نښان خاوندان شي. له دوی یې مورنۍ ژبه پرې کړه چې نسل یې پخپله د هویت له خلا سره مخامخ شو. سره له دې چې پښتانه په افغانستان کې هم تقریباً له ورته کورنیو او نړیوالو ننګونو سره مخامخ دي، خو کیسه د ډېورنډ په سوېل او ختیزه غاړه کې له زغملو اوښتې ښکاري او نوی رنګ خپلوي. په زرګونو پښتانه ملتپال ځوانان اسلاماباد ته ورغونډ شوي چې د خپل ټبر د سر خوندي کولو کریغه د پاکستان غوږ ته ورسوي.
سرخط ورځپاڼه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320