لالا تورې وهي، عبدالله څه کوي؟

0 608

يوه اوونۍ کېږي چې د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې زرګونه پښتانه راټول شوي او د پاکستان پر ضد احتجاج کوي.
دوی په لومړي سر کې يوازې د شهيد نقيب مسود د قاتلان محاکمه کول غوښتل، خو وروسته چې د پښتنو له خورو ورو سيمو کې د ځوانانو قافلې پر اسلام‌اباد ور ماتې شوې، د احتجاج کوونکيو غوښتنې هم لوړې او زياتې شوې.
دوی اوس يوازې د نقيب مسود د قاتل پر محاکمه بسنه نه کوي، بلکې له پاکستانه د څو نورو پېښو او هغو نارواوو چې کلونه يې اسلام‌اباد له پښتنو سره کوي، حساب غواړي.
دا د پاکستان په تاريخ کې لومړی ځل دی چې د ډېورنډ کرښې د پورې غاړې پښتانه، پرته له دې چې وګوري په کومه سياسي ډله پورې تړاو لري، يا د کومې سيمې اوسېدونکي دي، له يوې مخې پر اسلام‌اباد ور روان دي او پنجاب ته يې خط کښلی دی چې بايد حساب ورکړي.

سره له دې چې پاکستانۍ رسنۍ د پښتنو پر دغه احتجاج ړندې او کڼې دي، خبريالان يې په ساحه کې ګرځي، خو ګونګ دي، کامرې يې چالانې وي، خو له ټلوېزيونه د احتجاج خبره نه خپرېږي، بيا هم ځينو هغو وېډيو کليپونو ته چې همالته ځوانانو جوړ کړي او پر ټولنيزو رسنيو خپاره کړي دي، له ورايه ښکاري چې دا احتجاج د تېرو ټولو احتجاجونو په څېر نه، بلکې بېخي بېل دی.
هغو بېنرونو ته که وکتل شي چې احتجاج کوونکيو له ځان سره اخيستي او يا هغو شعارونو ته غوږ ونيول شي چې احتجاج کوونکي يې د پاکستان پر ضد ورکوي، له ورايه ښکاري چې دا ځل پښتنو مخامخ پاکستان ترهګر سټېټ بللی او حساب ور څخه غواړي.

دوی د هغو ماينونو يادونه کوي چې د پاکستان پوځ د پښتنو په قبايلي سيمو کې خښ کړي دي او هره ورځ ورباندې د پښتنې مور اولادونه مري.
دوی د هغو زرګونو ځوانانو پوښتنه کوي چې د پاکستان پوڅ او استخباراتو د بلوڅ ملتپالو ځوانانو په څېر، تښتولي او بيا يې تر اوسه پورې مړی ژوندی نه دی مالوم.
دوی پاکستان تر ګرېوان نيولی او پاکستان وارخطا دی.
که د پاکستان حکومت په هره توګه چې وي د دغو پښتنو ځوانانو پر مرۍ فشار راوړي، ګيله نه ده ورڅخه په کار، که د هغه هېواد رسنيو ته د پښتنو د ازادۍ او خودجوشۍ دغه چيغې بې‌ارزښته ښکاري، کومه نوې خبره نه ده. د پاکستان پوځ، استخبارات او مطبوعات لېوني نه دي چې د دوی پر تاوان پورته شوی غږ پسې بدرګه کړي. پاکستان چې دغه ځوانان زندان ته نه اچوي، اوښکې بهوونکی ګاز نه ورباندې پاشي او په مرميو يې نه ولي، که څه هم دا يې په وس پوره نه ده، خو بيا يې هم توره کړې چې داسې نه کوي.

سوال دلته دا دی چې افغان لوری کومې ورځې ته په تمه دی؟
سره له دې چې د کابل حکومت ځان د ډېورنډ کرښې د پورې غاړې پښتنو تر ټولو لوی خواخوږی او هغوی د خپل وجود برخه بولي، ځان لالا او د ډېورنډ د پورې غاړې پښتون کشر ورور بولي، تر اټکه پورې خاوره او خلک د ځان بېلې شوې ټوټې بولي، خو په دغسې ورځ غلی او ګونج وي. د حيراني خبره ده.
که د پاکستان رسنۍ د پښتنو پر دغه احتجاج ړندې کڼې دي، د افغان پر رسنيو څه تندر پرېوتی دی چې تشه يادونه يې نه کوي؟
افغانستان د سرحدونو او قبايلو يو لوی وزارت لري، کابو دوه سوه کيلو غوښور او مټور سړی يې وزير دی، دغه وزارت د کومې ورځې له‌پاره جوړ شوی دی؟
که د افغانستان استخبارات، د قابلو وزارت، د بهرنيو چارو وزارت او د اطلاعاتو او کلتور وزارت تر اوسه خبر نه وي چې د پورې غاړې پښتانه د انقلاب بيرغ را اخيستی او د ازادۍ غږ يې پورته کړی؛ نو بيا خو د دې حکومت ټول د سر سړي په دار د ځړولو دي او که خبر وي او بيا هم د پنجاب خولې ته ګوري، بيا نو ولس بد کوي چې پر دغسې خلکو يې د هېواد او خاورې د خواخوږيو نوم ايښی دی.

د پورې غاړه پښتانه که د پاکستان د پوځ او استخباراتو د بنديزونو او څار له امله هلته له سفارتونو او نورو ادارو سره نه‌شي ليدای، هغوی ته پر دوی د پاکستان د ترهګر رياست له لوري له روانو وحشتونو ګرېوان نه‌شي څېرلای، په داسې حال کې اوس درسته نړۍ په دې باور ده چې د پاکستان پوځ او استخبارات دواړه ترهګر دي، افغان حکومت خو په اسانۍ کولای شي چې پورې غاړې د پښتنو غږ، د کابل له کومي، تر نړۍ ورسوي.

اطلاعاتو او کلتور وزارت خو بايد ټولو رسنيو ته امر کړی وای چې لږ تر لږه په هره خبري ټولګه کې بايد د پښتنو د احتجاج خبر ولري.
د قبايلو وزارت خو بايد په هره توګه چې وای د احتجاج کوونکيو له مشرانو سره اړيکې نيولې وای، ځينې مشورې يې ور کړې او د هغوی غږ يې اورېدلی وای چې څه غواړي، څنګه يې غواړي او کابل ورسره څه کولای شي؟

دا احتجاج د پورې غاړې د پښتنو تر بل هر احتجاج بېل دی، دلته د ازادۍ غږ پورته شوی، دلته پاکستان له دننه ترهګر بلل شوی، دلته له پنجابه حساب غوښتل شوی، دلته زاړه سياسيون شا ته کړل شوي او ځان يې ځوانو سپېڅليو مبارزو پښتنو نيولی، که خدای مه کړه کابل دغه ځوانان د لېوانو خولې ته يوازې پرېږدي، بيا به نه داسې چانس په لاس راشي، نه به د پورې غاړې پښتون بيا د کابل حاکم لالا وبولي او نه به بيا دغه لالا د پورې غاړه پښتانه ته په جګو سترګو کتلای شي.
حکومته! همدا يې وخت دی، که ويده پاتې شوې، هيلې، ارمانونه او مسووليتونه دې له تا سره يو ځای، خړې اوبه وړي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply