انقلاب / عبدالغفور لیوال

0 1,152

د مارګلې لمن کې ټول په غورځنګوپرګنو
د اباسین د شور په شانې په څپو پښتنو
اې د سرتور باچا لښکر، په ولولو لیونو
اې د خوشال له رزمه ډکو پورتنو ښکتنو
*
وخت، د دې وخت له مغول خېلو د حساب نږدې دی
افق ته ګورئ سباوون د انقلاب نږدې د
*
اې د صمد شهید په وینو رنګېدلیو خلکو
د ځوان ” نقیب” پر شهادت راقهرېدلیو خلکو
اې د ملالې په ټپو کې زنګېدلیو خلکو
له خپل قسمته ناخبره کړېدلیو خلکو
*
له وینو ستړیو! ملګرتوب مو د کتاب نږدې دی
افق ته ګورئ، سباوون د انقلاب نږدې دی
*
اې د پردیو په جګړو کې جنګېدلیه ولسه
د بل په عیش کې څرخېدلیه غورځېدلیه ولسه
اې دهېلمند او اباسین پر غاړه تږیه ولسه
د ړوند راهب په منترونو غولېدلیه ولسه
*
پر اغزو ژوبله ! بس یو دوه ګامه ګلاب نږدې دی
افق ته ګورئ سباوون د انقلاب نږدې دی
*
که دا ځل ولوېدې، نو بیا دې هسکېدل نه شته دي
که د کاروان تر پښو لاندې شوې، بیا تلل نه شته دي
ستا په تاریخ کې بیا په یو غږ خوځېدل نه شته دي
ستا د شعور او فکر داسې ځلېدل نه شته دي
*
ګوره! غوسه کې دې ډوبیږي تور پنجاب نږدې دی
افق ته ګورئ، سباوون د انقلاب نږدې دیه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply