د احتجاج اوومه ورځ؛ په انصاف پسې راوتلي پښتانه اوس ازادي غواړي

0 1,194

يوه اوونۍ وړاندې تر ډېورنډ کرښه پورې غاړه، د پښتنو ځوانانو يوې قافلې له اسماعيل خان دېرې څخه سر راپورته کړ، تر بنو، کوهاټ، پېښور، چارسدې او مردان تېره شوه او پر اسلام‌اباد ورکښته شوه.
له هرې سيمې چې د پښتنو دغه قافله تېرېده، لا زيات کسان ورسره يو ځای کېدل او چې تر اسلام‌اباد پورې رسېده، شمېر يې زرګونو ته رسېدلی و.
اوونۍ پوره شوه چې دغه لښکر په اسلام‌اباد کې احتجاج کوي او د دې پر ځای چې شمېر يې کم شي، ورځ تر بلې زياتېږي.

دوی دا ځل د ازادۍ غږ پورته کړی
د شنبې په ورځ له کوټې او ژوب څخه د ځوانانو قافلې له دغه احتجاج سره يو ځای شوې، د يک‌شنبې په ورځ له دیر، سوات او د پښتونخوا له ځینو نورو برخو د ځوانانو ډلې ور روانې وې، د دوشنبې په ورځ د پېښور پوهنتون محصلان ور سره يو ځای شول او لا هم د پښتونخوا له خورو ورو پرتو سيمو ځوانان او پېغلې په احتجاج کې د برخې اخيستو له‌پاره چتموالی نيسي.
احتجاج کوونکي په پيل کې تر يوې اندازې پورې د پورې غاړې له پښتنو سياسي مشرانو اسفنديار ولي خان او محمود خان اڅکزي څخه ګيله‌من وو چې له دوی سره يې په احتجاج کې برخه نه ده اخيستې، خو وروسته د پښتونخوا ملي عوامي او د عوامي نېشنل ‎ډلې مشرانو هم له احتجاج کوونکيو سره غږ پورته کړ.

احتجاج څنګه پيل شو؟
د تېرې جنوري مياشتې پر ديارلسمه نېټه د کراچۍ د ملېر حوزې د پوليسو د مشر راو انور په مشري پاکستاني پوليسو د وزيرستان يو ځوان نقيب الله مسود وواژه او تور يې ولګاوه چې مسود له ترهګرو سره اړيکې درلودې.
وروسته مالومه شوه چې مسود بې‌ګناه و او خون يې د راو انور په غاړه دی.
له هغه وروسته د پښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې د پاکستان پر ضد لاريونونه او مظاهرې وشوې او له حکومت څخه وغوښتل شول چې د مسود قاتل ونيسي او په دار يې وځړوي.

پاکستان د دغو مظاهرو په غبرګون کې راو انور له دندې ګوښه کړ، خو ويې نه نيو. وروسته هغه له پاکستانه د تېښتې هڅې هم وکړې، خو ناکامياب شو او بالاخره تري تم شو چې اوس يې پښتانه د نيولو او سزا ورکولو غوښتنې کوي، خو پاکستانی حکومت يې له ټولو امکاناتو سره سره، نه نيولای شي، نه دا وايې چې چېرې پټ دی.

د پاکستان سترې محکمې لومړی پوليسو ته درې ورځې ضرب الاجل وټاکه چې راو انور ونيسي، خو و نه نيول شو. بيا يې لس ورځې نور وخت ورکړ، اوس دغه ضرب الاجل هم پوره شوی او لا هم کس نه دی نيول شوی.

پر احتجاج د پاکستان ړندې، کڼې او ګونګې رسنۍ
په اسلام‌اباد کې تر دې وړاندې هم ورته احتجاجونه شوي چې پاکستانيو رسنيو به يې شپه و ورځ د احتجاج کوونکيو خولو ته مايکونه او کامرې نيولې وې او د احتجاج له ځايه به يې په ژوندۍ بڼه خپرونې کولې، خو له پښتنو سره د ميرې چلند کېږي.

هلته کرۍ ورځ د رسنيو خبريالان د احتجاج په منځ کې ګرځي، خو ډېرې کمې داسې رسنۍ دي چې کله يو نيم راپور ورباندې جوړ کړي، نورې يې ټولې ورباندې ړندې او کڼې دي.
د پښتنو د احتجاج يو سنبالوونکی منظور مسود وايي، رسنۍ د نورو ډلو وړې وړې غوښتنې او غونډې ښې منعکسوي، خو له دوی سره داسې چلند کوي، لکه هيڅ چې هم نه وي شوي.

مدني فعال جبران ناصر بيا په دې باور دی چې احتجاج کوونکي د هغو پښتنو ځوانانو يادونه هم کوي چې د پاکستان استخباراتو تښتولي او تري تم کړي دي، ځکه نو پاکستانۍ رسنۍ د استخباراتو له وېرې، يا د هغوی په اشاره د پښتنو دغه احتجاج بابېزه بولي.

د احتجاج کوونکيو غوښتنې او شعارونه
په پيل کې د احتجاج کوونکيو غوښتنې وړې او کمې وې. دوی يوازې د نقيب مسود له‌پاره انصاف غوښت او د هغه د قاتل محاکمه کېدل يې غوښتل، خو څومره چې د احتجاج کوونکيو شمېر زياتېږي، هومره ورسره غوښتنې لوړېږي.
اوس احتجاج کوونکي د ازادي خبره کوي او د هغو کسانو پل يې هم پسې رااخيستی دی چې د پاکستان استخباراتو تښتولي او تري تم کړي دي.
احتجاج کوونکي له حکومته غوښتنه کوي چې ژر تر ژره دې، د نقيب مسود قاتلان په اشد مجازات «اعدام» محکوم کړي. هغه پښتانه ځوانان دې راخوشې کړل شي چې له څو کالو راهيسې د پاکستان استخباراتو تښتولي او تري تم کړي دي. د پښتنو له قبايلي سيمو دې هغه ماينونه ټول کړل شي چې د پاکستان پوځ خښ کړي او هره ورځ د پښتنو ژوند اخلي او له قبايلي سيمو څخه دې د پاکستاني عسکرو پوستې هم ټولې کړل شي، ځکه پر هره پوسته بېل بېل پښتانه ځورول کېږي او توهين يې کېږي.
پاکستان په ښکاره احتجاج کوونکيو ته د دغو ټولو غوښتنو د منلو غاړه ږدي، خو په عمل کې يو ګام هم وړاندې نه ږدي.

د پاکستان وېره
د پاکستان پوځ، استخبارات او رسنۍ د پښتنو له دغه احتجاج څخه شديده وېره لري او وېره يې څو لاملونه لري.
دا لومړی ځل دی چې تر ډېورنډ کرښه پورې غاړه، پښتانه ځوانان له اسلام‌اباد څخه د خپل حق د تر لاسه کولو له‌پاره پوځ او استخباراتو ته خط کشوي او پلتۍ ورته وهي.
د دغه احتجاج مشري د تېرو سياسي جلسو او غونډو په څېر، پخواني پښتانه سياسيون نه کوي، بلکې واک يې له ځوانو پښتنو سياسي ځوانانو سره دی، پر هغوی د پاکستان د پوځ او استخباراتو کوډې چندان اثر نه کوي.
احتجاج ورځ تر بلې د بغاوت بڼه غوره کوي او د احتجاج کوونکيو شمېر او غوښتنې هم ورځ تر بلې پسې زياتېږي.

دا ځل احتجاج کوونکي پښتانه داسې شعارونه ورکوي چې له ورايه ورڅخه د پاکستان له پوځ او استخباراتو څخه کرکه څاڅي او که دغه شعارونه او چيغې عامې شي، پاکستان ته به بدې پايلې ولري.
د پاکستان پوځ، استخبارات، لوبغاړي، سندرغاړي او بله هره برخه د پښتنو ځوانانو پر اوږو تکيه ده، خو که دغه احتجاج بريالی شي، پنجاب به مجبوره وي چې يا به پښتنو ته په هر څه کې سمه نيمه برخه ورکوي، يا به ماتېږي.

که پاکستانی حکومت د احتجاج کوونکيو غوښتنې سم دستي مني او عمل پرې کوي، غوښتنې نورې هم پسې لوړېږي او دغسې احتجاجونه بيا دوام پيدا کوي او که يې غوښتنې نه مني او يا احتجاج کوونکي په زور شړي، نو احتجاج په بغاوت اوړي چې بيا د پښتنو ځوانانو کابو کول د پاکستان د وس خبره نه ده.
له همدې امله د پاکستان پوځ، استخباراتو او رسنيو همدا لار ښه بللې چې د پښتنو دغه غږ دپ پاتې کړي. تله ورباندې تېره کړي او سترګې ورباندې پټې کړي، خو ښکاري چې دا سکروټې دا ځل داسې په اسانه نه مري، لا تازه کېږي او لمبو ته خوله ورکوي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply