ازادي، ازادی ازادي!/ ډاکټر ګل مرجان منګل

0 771

دا هغه چیغه ده چې په اسلام اباد کې د راټولو شویو او راويښ شویو پښتنو له خولې دا څو ورځې سر په سر د هغوی له حنجرې  څخه راوزي، د هغه پښتنو له خولې  کوم چې نږدې یونمه پیړۍ  وړاندې(۱۸۸۳ م)  د یو ظالمانه عمل چې د وخت د انګلیس استازی ډیورنډ لخوا د برو پښتنو څخه جدا کړل شوی دي، دا نو اوس د برو پښتنو دنده او وجيبه ده  چې لر افغانان د خپل هیواد افغانستان سره او د خپل هډ او وینې سره یو ځای کړي.
خبره به سپینه او په ډانګ پيلي کوو له هغه ورځې چې د لر( پښتونخوا افغانان)، برو افغانانو پر انګریز باندې خرڅ کړل همدارنګه  په  ډیر ظالمانه ډول انګریز د بر (افغانستان) څخه جدا کړل تر نن ورځې پورې برو افغانانو پر ډیورنډ کرښه او همدغه د کوزې خوا پر افغانانو يوازې او یوازې سیاست کړی دی، له تشو شعارونو، چل او پریب يې تر نن څخه بل هیڅ کار نه دی کړی، پداسې حال کې چې د تاریخ په اوږدو کې د افغانانو لپاره په وار وار ښې موقع هم په لاس ورغلی وې، خو بدبختاته ګټه یې نه ده ترینه اوچته کړی لکه د پاکستان او هند جګړې همدارنګه هغه وخت چې بنګلادیش د پاکستان څخه جدا شو.
د افسوس  او د شرم خبره خو لا دا ده کله چې  بنګلادیش د هند په مرسته د پاکستان څخه جدا کیده د افغانستان د وخت ټول واک پنجاب ته ډاډ ورکړ او ورته يې وویل چې زموږ لخوا څخه بیغمه او ډاډه اوسئ مو پر تاسو حمله نه کوو.
د افغانستان لپاره بل طلايې چانس په ډیر افسوس سره  کوم چې د لاسه وتلی دی هغه ورځ وه په کومه ورځ چې حرامونی پاکستان د هند له بتن  څخه وزیږید، په هغه ورځ د افغانستان د وخت حکومت ته پکار وه چې خپل بیرغ يې پر خپله خاوره چې د اټک وراخو مرګله ده پورته کړی وای.
دا یوازې د بر افغان سیاستوال نه دي چې پر لرو افغانانو یې تر نن پورې یوازې سیاست کړی دي، همدغه ډول د کوزې خوا پښتنو مشرانو هم د کابل د سیاستوالو په شان تش په خوله د لر او بر شعار ورکړی دی، خپل ولسونه يې غولولي دی نور يې هیڅ هم نه دي کړی. ځکه خو موږ په اسلام اباد کې راويښ شوی پښتنو ته وړاندیز کوو چې نور د مشرانو پر تش شعارونو مه غولیږئ، ستاسو لپاره پکار ده چې د خپل منځ څخه نوی داسې  مشران وټاکی چې د هغوی سره په رښتیا د پښتون غم وي، په رښتیا د پښتون درد خپل درد بولی او په رښتیا د پښتون بې عضتی د ځان عضت بولې.
موږد کابل پر ټولو سیاستوالو همدا نګه ټولو قومي مشرانو، مدنی ټولنو،لیکوالانو، په ځانګړي توګه د افغان ميډيا څخه غواړو چې  همدغه د ازادي ازادي اواز واورئ او ملاتړ يې وکړئ، تش په خبرو لر او بر یو افغان نه شی جوړیدلای عمل او قربانۍ ته اړتياده، افغانان باید دغه تا ريخي فرصت له لاسه ورنه کړي، باید چې محکومه پښتونخوا د تل لپاره د ظالم پنجاب څخه خلاصه کړي.
ایا د انقلاب لپاره ښه موقع نه ده!؟
کله چې په کوم ځای کې انقلاب یا بدلون راځی دوه شیان اړین دی، یا په بله وینا د انقلاب لپاره دوه شیان ضروری دي تر څو انقلاب یا بدلون راوستل شی چی هغه غبارت دی له:
۱/ عیني  شرایط
۲/ ذهني شرایط
عیني شرایط خو موږ وينو چې بلکل برابر دي، پدې معني چې پښتون په دغه ورستیو څو کالونو کې سخت تر فشار لاندې دی، ځکه پنجاب  ځانمرګی په پښتنو کې روزي بیا همدغه ځانمرګی په پښتنو کې الوزوي، همدارنګه د پښتنو کورونه،کلی او بازارونه د پنجاب لخوا تبا او برباد شول(صوات، وزیریستان، اورکزي). پښتانه د پنجاب لخوا وژل کیږی، بندیان کیږي بې عزته کیږی خو څوک یې هم غم نه کوي.
د پښتنو زیرمی لکه تیل  اوګاز پنجاب مصرفوی پداسې حال کې چې پښتانه تر اوسه تورې شپې ته ناست دی په خوشایو ډوډۍ پخوي، ځکه خو موږ ویلای شو چې پښتانه  په عیني لحاظ بلکل انقلاب ته تیار دي.
د خدای فضل دي پښتانه اوس د پنجاب په نیت پوهه شوی دی، د پنجاب ظلم،ستم، وژنه، بنديان کول، پشتنو ته د پنجاب لخوا بې عزتي رسول همدارنګه د پښتنو ټول حقه حقوق تر پښو باندې کول همدارنګه د پښتانو کلي او بنډي د پنجاپ پوځ لخوا د خاورو سره برابرولو  پر ټولو باندې اوس د پښتنو سرونه خلاص شوی دي، دا پدې معنی چې د انقلاب دوهم شرط هم پوره شوی دي.
ځکه خو لرو او برو افغانانو ته پکار ده چې په اسلام اباد کې د راټولو شویو او ويښو پښتنو همدغه د ازادي، ازادي،ازادي چیغه په رښتیا د ازادۍ پر چیغه بدله کړی.
افغان سیاستوال باید موقع د لاسه ورنه کړي، همدارنګه موږ د کوزې پښتونخوا مشرانو لکه محمود خان اڅکزي، اسفنديار، افتاب شیرپاو او نورو مشرانو غواړو چې پښتانه نور د تور ښامار پنجاب له ظلم او ستم څخه خلاص کړی ازادي واخلي.
مننه
ډاکټر ګل مرجان منګل
7/02/2018

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply