نعرهِ انقلاب، نعرهِ انقلاب/ میوند فدا

0 1,129

دا چېغه تر پامیر اوچتول غواړي پښتونه
نعرهِ انقلاب، نعرهِ انقلاب
دا ځمکه خوځول، اسمان څېرل غواړي پښتونه
نعرهِ انقلاب، نعرهِ انقلاب

دا طوق د خپلې غاړې به تر پښو لاندې کول وي
په هره تیاره لار به مشالونه بلول وي
دا تورې تورې لړې پاکول غواړي پښتونه
نعرهِ انقلاب، نعرهِ انقلاب

دا دومره بې موجبه، بې دلیله ګزارونه
دا وینې وینې دښتې او دا وینې وینې غرونه
دا هر پرهر درمان غواړي، ګنډل غواړي پښتونه
نعرهِ انقلاب، نعرهِ انقلاب

په هر یو سټېج زمونږ د بدنامۍ ډرامې وشوې
په ننګ او نام مو رنګ په رنګ نخرې مسخرې وشوې
دنیا ته به خپل سپین مخ ورښودل غواړي پښتونه
نعرهِ انقلاب، نعرهِ انقلاب

په سره وینه عنوان د ازادۍ لیکل په کار دي
فدا په تربت ستوني هم نعرې وهل په کار دي
په یو ټغر به ټول را ټولول غواړي پښتونه
نعرهِ انقلاب، نعرهِ انقلاب
(ميوند فدا)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply