طلاق، ماشومان په ژونديو مړيو بدلوي / ژباړه؛ نقيب احمد عزيزي

0 776

کابو په ټولو کلتوري حوزو، په تېره بيا په اسلام کې طلاق تر ټولو منفور حلال شی بلل شوی، د امکان تر بريده يې د واقع کېدو مخه نيول شوې او شرطونه ورته وضع شوي دي. طلاق به د يوې جوړې د بېلتون فاصله نقطه وي، خو د دوی تر منځ د ناستو ماشومانو له‌پاره د ژوند په جام کې د تريخ‌ترينو زهرو هغه غړپ دی چې د مرګ تر ورځې به يې خوله پرې ترخه وي. دا موضوع پر ماشومانو د طلاق اغېز ته ځانګړې شوې چې پل په پل به سپړل کېږي.

پر ماشومانو د طلاق اغېز
په دې هکله چې څومره شننه کوو يا يې اروايي ـ ټولنيز اړخونه پلټو، له همدومره ډېرو بدو پايلو او نتايجو سره مخ کېږو. طلاق هغې زلزلې ته ورته دی چې هر څه ته له تله ټکان ورکړي، و يې لړزوي، مات يې کړي، توی يې کړي، ځمکه وچوي او هر څه په ډېر ډارنده شکل لاندې ور وغورځي. دا کيسه يوازې په همدې کې نه خلاصېږي، بلکې ناڅاپي پس‌لړزې يې هم د ژر کرارېدو نه دي. طلاق کورني انفجار ته وايي او د دې انفجار چرې تر ماشومانو پورې وورې وځي.
طلاق د ماشومانو د نړۍ، خيالاتو او خوبونو يو ګردجن پای دی. طلاق به مېرمن او مېړه دواړه وځوروي، خو ماشومانو ته هغه غشی دی چې زړه به يې همېش د وينو دارې ورسره وهي.
طلاق د ګډ ژوندانه يو وحشي بحران ګڼل کېږي او ترې پېښې بدې ورځې يې د هېرېدو نه وي. طلاق د دوو انسانانو کرکجن بېلتون دی، هغسې درد دی چې مياشتې يا کلونه يې نه‌شي جبرانولای، په تېره بيا ماشوم په دې تياره کې خپل برخليک د تل په مخه بايلي او په غرقه ناهيلي کې لاهو کېږي.
د مور و پلار له بېلتانه اولاد ته ور پېښېدونکی ستر کشمکش دا دی چې لاسونه يې د دواړو له لاسونو خېژي. ماشوم ته لويه وېره له مور و پلاره بې‌اسرې پاتېدل دي، کله چې د طلاق په زلزله سره لېرې شوې جوړه ماشوم په يوه لېونۍ انزوا کې پرېږدي، زړه يې ذرې ذرې کېږي.
د کورنۍ طلاق له ماشومانو د خپلې اتکاء هر ډول تصميم اخلي، هغوی نه پوهېږي چې د ژوند له لېوه کومې خوا ته پناه يوسي، چېرته ولاړ شي؟ دلته به يې ځينې مهم اړخونه درته وړاندې کړو.

عاطفي او رواني قرباني
په کورنۍ کې د طلاق لومړنی قرباني ماشوم دی. دغه قرباني روحي، عاطفي او کله کله جسمي وي. ماشوم تر طلاق وروسته په کور کې سر وهلی بر وهلی، لېون‌حاله، حسرت‌زده او لالهانده ګرځي. مينه لټوي، مهرباني ګوري او… په دغه وخت کې بې‌تعادله کېږي، دغه فشار پر هغو ماشومانو ډېر اسمان را ټيټوي چې مور و پلار تر ننه نازولی روزلی وي، خو يو دم د طلاق پر بم برابر شي.

له ژونده وېره
هغه ماشوم ته کور قبر اېسي چې مور و پلار يې سره پکې جلا شي، دغه ماشوم د تسلي لټون پيلوي، خو نه يې مومي. د ماشوم وړوکې اروا، ماشوم شعور او محدود عقل دغه تشه په هيڅ هلهله نه‌شي ډکولای.
د طلاقو جوړو ماشومان هغه يتيمان دي چې پلار و مور يې د ځمکې پر سر ګرځي، په هديرو کې نه وي. دغه د ژوندني يتيمان کله کله نيمه شپه لاس کړوي، مور ګوري، پلار ته ور څکېږي، خو ځای وي جولا نه وي، د مزو پخوانۍ شپې ورځې تېرې شوې وي، دوی په ماشومتوب کې د لويېنې په کړاو اوړي.
لالهاندي او دربدري بله نتېجه ده چې د طلاق له ټکې سره پر ماشوم را پرېوځي. تر طلاق وروسته ماشومان متحرکې مجسمې يا د ماشومانو د نانځکو په څېر وي، زجر پرې حاکم وي، حرکت يې د ژوندي موجود نه، بلکې د ښورول کېدونکې مادې په څېر وي.
کله د مور د اوسېدو ځای ته روان وي، کله پلار ګوري، کله د خاله کره ولاړ شي، کله د ماما کره پروت وي، کله د وړکتون په بې‌موره مينه غاړه باسي. دغه متفاوت چلندونه يې پر روحياتو، ذهن او فعاليتونو نامطلوب اثر کوي او تربيه يې ټکنۍ کېږي.

د ګناه احساس
کله کله ماشوم ته ځان د مور و پلار په بېلېدو په ګناه کې ډوب ښکاري، فکر کوي چې شيطان دی او مور و پلار د ده له لاسه سره جلا شوي دي. دغه مسئله ډېر کله د دوی په ماشومانه ژبه کښته پورته کېږي؛ «ببۍ/ببو يا مورجانې! بيا دې نه خپه کوم!» يا وايي چې «اغا/بابا يا پلار جانه! راشه قول دی، بيا شيطانت نه درته کوم!» دوی ته ځان مسوول ښکاري او پوره باوري شوي وي چې د يوې سترې تېروتنې بار يې پر اوږو را پرېوتلی دی.

سربدالي
تر طلاق وروسته ماشوم په يوه لالهانده زمانه کې ننوځي، حتی د درس ويلو او استعداد د غوړېدو هره انګېزه يې مړاوې کېږي. ناروغېږي او بيا په دې لټه کې وي چې يو څوک ډاډ ورکړي، سر يې ونيسي، جار و قربان ورته وکړي او و يې پالي. دوی په مجازي ناروغي اخته وي، دوا يې نه‌شي رغولای، دوی د مينې او الفت رنځوران وي.

پر وده منفي اغېز
څېړنې ښيي چې له موره بېل شوی ماشوم سمه وده نه کوي، که څه هم مور د جسمي پالنې طبیبه نه وي، خو د ماشوم په عاطفي نړۍ کې يوازېنۍ تکيه همدا وي، کله چې ترې پنا کېږي، رواني نړۍ يې پسې کنډوېږي.

پلار و مور ته بدبيني
ماشومان د پلار و مور تر بېلېدو وروسته معمولاً يوه ته په ډېره کرکه ګوري. ممکن يا د مور پر خوا ودرېږي او يا د پلار ننګه وکړي، خو په دوی کې حتماً يوه لوري ته د کراهت په يوه داسې نظر ګوري چې هيڅوک يې ترې را ايسارولای نه‌شي، ځکه خو په ګډ ژوند کې والدينو ته سپارښتنه کېږي چې د ماشومانو تر مخ دې په خپل منځ کې تندی هم نه سره ترووي.

عاطفي تشې
دغه ډول ماشومان له عاطفې خلا سره مخېږي. کله کله د مينې دغه ورکه دوی د کاذبو غېږو په ګرداب کې غرقوي، هماغه وي چې کله اخلاق پکې بايلي، کله يې استعداد فلج شي او کله يې پر لمن داغونه پرېوځي.

اروايي اختلال او ټکنی‌توب
په ماشومانو کې د نارمل حالت د ټکني‌توب يو لوی عامل د پلار و مور کرکجن بېلتون يا طلاق دی. په جرمني کې د اروايي څېړنو يوې پايلې ښوولې چې له عاطفې او مينې دغه ډول محروم ماشومان تر بلوغ وروسته په ټولنه کې د شرارت او جنايت په افرادو بدلېږي.

پر ماشوم د طلاق عاطفي اثار
پر ماشوم د طلاق مستقيمې اغېزې څه دي، څېړونکي په دې اړه څه وايي؟ پولاک «Pollakk» په دې هکله ليکي چې پر ماشومانو د طلاق عاطفي اغېزې دا دی چې کورنی انسجام او د هماهنګي نړۍ يې نړوي. دوی د خپلو والدينو، خويندو او وروڼو پر وړاندې ځان کم ګڼي او د هغوی مقام ته هم په چندانې درنښت نه ګوري. له هغو ماشومانو سره حسادت کوي چې له پلار و مور سره سالم ژوند لري، دا ټول هغه بارونه دي چې د ماشومانو د احساس پر نازکو اوږو بوج ږدي.
دغه ډول ماشومان انزوا ته ځي، اجتماعي حرکتونه، ګډې ناستې او مجلسونه يې بد اېسي او د دوی د ذهني زوال توپان له همدې ځايه را لټېږي.

ذهني ويراني او عصيان
ټولنپوهانو چې د کورنيو مطالعه او څېړنه کړې، په پايلو کې يې ښوول کېږي چې د جوړې تر طلاقي بېلتون وروسته ماشومان د جرمونو مرتکب کېږي، دغه شی د دې عامل ګرځي چې ماشوم سالمه لاره ورکه کړي. د مور و پلار بېلېدل د ماشومانو فکر او تخيل پاشي او دوی يوې سرګردانۍ ته ځي.
ممکن دغه ډول ماشومان غلا، بې‌عفتي او د بدبختۍ نورو چارو ته لاس واچوي. ويل کېږي چې شايد په اسلام کې د طلاق د نهايي تحديد او مشروطيت يوه وجه دا هم وي چې کورنۍ ورباندې تجزيه کېږي او د نسل اخلاقي زوال ترې پيدا کېږي. د جرم او جنايت د کچې په ټيټاوي کې د کورنۍ رول خورا مهم شمارل شوی، ځينې څېړنې په هغو کورنيو کې د جنايت نتايج تر نورو ډېر پيدا کوي چې روزنه پکې ټکنۍ شوې وي او روزنه هله ځپل کېږي چې پلار و مور سره جلا او ماشومان پر رډ ميدان پاتې شي.

بې‌پروايي
کورنۍ د اوسېدو تر څنګ ماشوم ته د ارام او امن ځای هم دی، پلار و مور د ماشوم کنټرولونکي او پالونکي دي. کله چې د ماشوم لاسونه د مور و پلار له لمنې خېژي، ځان ورته بې‌قيده، بې‌بندوباره او د هر بغاوت له‌پاره چمتو ښکاري، دغه شی د دوی د خورا لويې ګډوډۍ د پيل بنسټ ږدي.
دغسې ماشومان خپل جنسيت هم نه‌شي ساتلای، دوی د هغو په رنګ و بوی الوده کېږي چې خوا ته يې اوسېږي.

د طلاق رواني اغېز
د رواني موضوعاتو څېړونکي وايي چې طلاق د ماشومانو د رواني ناروغيو عمده عامل دی. کله چې يوه جوړه سره بېلېږي ماشومانو يې له بې‌سرپرسته ورځې ځورېږي، خپل راتلونکی تت او تياره ورته ښکاري او دغه شيان دوی په رواني لحاظ کړوي. داسې عقدې ورپيدا کېږي چې زغملای يې نه‌شي، پلار و مور يې په ذهن کې د نفرت وړ انسانان ګرځي او انګېري چې ډېر ناامنه دي، دغه چارې يې په رواني ستونزو کې ښکېلوي.
طلاق ټولې کورنۍ ته يوه غميزه ده، خو په ماشومانو کې تر نور هر چا ډېر رواني اختلال، عاطفي کمرنګي او اضطراب پيدا کوي.

ځينې نور ټکي
د طلاق له عواقبو ځينې فردي او ټولنيزې ربړې نورې هم پېښېږي، دلته يې لنډې ولولئ.
• په ماشومانو او تنکيو ځوانانو کې د ټولنې ضد رفتارونه پيدا کېږي
• فحشا او په تېره بيا هغه فحشا پېښېږي چې عوامل يې ناپوهي او فقر وي
• د ښځو اعتياد، له ماشومانو د مخدره توکيو د قاچاقي وسيلو استفاده او ځينې نورې غيرنارمل چارې
• د ژوند ناسازه کېدل، له کوره تېښه او نورې لالهاندۍ
• له واده سره علاقه کمېدل او په تېره د طلاقو والدينو په اولاد کې دغه کچه لا لوړه وي
• د ماشومانو د روزنې لوري ته د پام کمېدل
• د طلاقې شوې جوړې ماشومان تر څو کاله پورې دغه عاطفي هيجاني ضربه نه‌شي جبرانولای، دا چې د دوی د شخصيت د هستې اساس په ماشومتوب کې ايښودل کېږي؛ نو په شخصيتي بې‌ثباتي اخته کېږي
• د طلاقو شويو کسانو اولاد افسرده، ګوښه‌ګير او پر نفس بې‌اعتماده وي.
• دغسې ماشومان پر خپله اينده باور نه لري، په ټولنه کې يوه بې‌پايه بې‌اعتنايي ويني، اطمينان نه لري او کابو له هر شي سره بې‌توجه چلند کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply