ولسمشر مشورو ته لومړیتوب ورکوي / نوید احمد څرک

0 616

ځینې ولسمشر محمد اشرف غني د واک په انحصار او انفرادي پریکړو باندې تورنوي، خو داسې نه ده ولسمشر په تېر درې کلن ماموریت کې ثابته کړې چې هر کله یې د ملي لویو مسایلو په تړاو پریکړو کې دیني علماء، پخواني جهادي مشران، سیاسیون، مدني فعالان خبریالان او ځوانان شریک کړي دي.

د ولسمشر هیڅ داسې لویه ملي پریکړه به و نه ګورئ چې له پورته ډلو سره یې پرې مشورې نه وي، کړي، د سولې له خبرو رانیولې بیا تر کورني او بهرني سیاست پورې یې د خلکو نظرونه اوریدلي او ورته یې احترام کړی دی.

ولسمشر پوهیږي چې همدا خلک دي چې دی یې ولسمشر دی او همدا خلک دي چې په نیکو نظرونو سره یې کولای شي یوه ښه لار انتخاب کړي چې د افغانستان د راتلونکي په خیر وي، که څه هم ډير کله ځینو نیوکه کړې چې ولسمشر یې پریکړو ته احترام نه لري، خو داسې نه ده، ولسمشر د ټولو خلکو نظرونه یو ځای کوي او د هغې له مخې پریکړې کوي، داسې پریکړې چې د افغانستان د ثبات لپاره ګټه کوي.

تاسو ولیدل چې ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې اعلامیه کې ځینې عکسونه خپاره کړل چې ولسمشر له ځینو پخوانیو جهادي رهبرانو او مخورو سره لیدلي چې په ځینو برخو کې یې نظرونه واوري او ځینو برخو کې ترې مشورې واخلي.
دا هر څو ولسمشر د هېواد د بهبود لپاره کوي او د دې لپاره یې کوي چې مشران و نه وایي چې ولسمشر او یا په ټوله کې حکومت ته هیڅ ارزښت نه لري او مشورې ترې نه اخلي.

ولسمشر ډیر کله ځینې سیاسیون د واک په انحصار تورنوي، خو داسې نه ده، ولسمشر وزیرانو والیانو او نورو لوړپوړو دولتي چارواکو ته له مسوولیت سره ـ سره صلاحیت هم ورکړی چې د هېواد د ښیرازۍ لپاره پریکړو کې ازاد دي او خپل کارونه دې داسې مخ ته یوسي چې د ملت په ګټه وي.

ولسمشر له خپلو ټولو مصروفیتونو سره چې جګړه رهبري کوي او کورني جنجالونه ورترغاړې دي، مشورتې غونډو ته وخت ویستلی او هر کله یې د بیلابیلو قشرونو خلک راغوښتي او ورسره یې لیدلي دي.

ځینې هغه کسان چې د ولسمشر په تړاو ناسم نظر لري، په یو ځل لیدلو قانع کیږي چې ولسمشر غني دې هېواد او خاورې ته څومره ژمن سړی او څومره په دې ملت او دې وطن باندې دردیږي، ولسمشر زیات کار کوي د راتلونکو حکومتونو لپاره یو سم بنسټ کیږدي چې روښانه راتلونکی ولري.

اوس چې کوم جنجالونه راپورته شوي دي، زیات لامل یې اصلاحات دي او هر کله چې اصلاحات راځي، په اسانۍ سره نه کیږي، غبرګونونه او لوړې ژورې به وي، خو دا لوړې ژورې د سقوط او بحران په مانا نه دي چې ځینې یې فکر کوي.

تاسو ولیدل، هغه خلک چې له حکومت سره یې د عقدې په اساس تربګني کوله، خلکو ځواب کړل او خلک یې پروړاندې راپورته شول، دا ټول د دې ښکارندوی کوي چې دا ملت یو ژمن کس ته اړتیا لري او د ژمن کس ترشا ولسونه به د هر زورور پروړاندې دریږي.

ولسمشر د افغانستان د جګړې د اساسي ستونزې د حل لپاره له هېواده بیرون کار پيل کړی، ځکه ولسمشر پوهیږي چې د افغانستان جګړه بهرني بعدونه لري او کورنۍ اړخ یې د حل لاره نه ده، نو د همدې لپاره له امریکا او نورو هېوادونو سره کار کوي چې د افغانستان د جګړې د تمویل سرچینې او روزنې مرکزونه له منځه لاړ شي، ټوله ستونزه حل ده.

ولسمشر په دې باور لري چې طالب په وژلو له منځه نه ځي، یو چې وژل کیږي دوه درې نور یې دې میدان ته راځي، د طالب د له منځه وړلو لپاره ښه طریقه دا ده چې د طالب ملاتړي هېوادونه منزوي شي او فشار پرې راشي چې له دې ډلې لاس واخلي، کومه ډله چې افغان وژنه کوي.

نو د ولسمشر تګلارې او پالیسۍ ممکن د ده په ماموریت کې ډير ژر نتیجه ور نه کړي، خو دا تګلارې کولای شي افغانانو ته لږ وخت وروسته د ثبات لامل شي او راتلونکي نسلونه د سولې په فضا کې ژوند وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply