د پاکستان افراطیت او د پښتنو مدنیت/ محمد روښان ښاد

0 827

جنګ، یرغل، تشدد، ظلم، تېری او افراطیت د نورو د یرغمل کولو، تابع کولو او لاندې کولو پخوانۍ طریقې دي او له بده مرغه چې پاکستان لا هم په دغو زړو لارو او طریقو باور لري او د نورو پر وړاندې یې د فشار په توګه کاروي.

د افراطیت او ترهګرۍ پالنه یې هغه څرګندې بېلګې دي چې د پښتنو په سیمو، افغانستان او حتی د سیمې هېوادونو کې یې د خلکو ژوند، امنیت، ثبات او پرمختګ له تهدید سره مخ کړی دی، حتی د ډیورنډ پورې غاړه پښتانه قومونه یې د سیمو او کلیو پرېښودلو ته اړ اېستلې. په دغو سیمو کې د دوی ډېر ظلمونه او جنایتونه چې له خلکو سره یې کړي دي د رسنیو او نړیوالو له سترګو پناه دي. له وزیرستان څخه خوست او پکتیکا ته د زرګونه وزیرستانۍ کډوالو راتګ د پاکستان د استخباراتو د ظلمونو ښه بېلګه ده.

جالبه دا ده چې د پاکستان د ظلمونو پر وړاندې پښتنو قومونو د افراطیت نه ، بلکې برعکس د مدنیت، لاریون او سوله ییزه لاره اختیار کړه. سلګونه زره همدغه ځورېدلي خلک پلازمېنه اسلام اباد کې واټونو ته را ووتل او د پنجاب د دغه غلط او پښتون ضد سیاست پر وړاندې یې خپل د اعتراض غږ پورته کړ.

د ډیورنډ پورې غاړې پښتنو دغه مدني او سوله ییز حرکت دوه ډېر واضح پیغامونه نړیوالو ته رسوي. لومړی پیغام یې دادی چې پښتانه نه پرون متشدد قوم وو او نه هم نه متشدد قوم دی. حتی د پیړیو په اوږدو کې پښتون قوم پر هیچا بې موجبه ظلم نه دی کړی او نه یې هم دغسې جنایتونه ترسره کړي دي لکه نن یې چې د پاکستان استخبارات ترسره کوي.

دوهم پیغام یې دادی چې د پښتنو په حق کې یې د پاکستان له ظلمونو پرده پورته کړه او ټولې نړۍ ته یې دا وښودله چې پنجاب د پښتون ازلي دښمن دی، ځکه چې د ډیورنډ دواړه غاړې پښتانه قومونه یې له ژوند، د ژوند له اسانتیاو، اړتیاو او پرمختګونو څخه محروم کړي دي.

د پاکستان او پنجاب په لمسون هره ورځ د پښتانه په کور کې د دوی د انفجار او انتحار له امله غم او ویر جوړ وي. دغه پښتانه قومونه د همدغه ویر او غم د پایته رسولو لپاره سره راټول شوي دي او دوی غواړي چې خپل ګرېوان نور د پنجاب له تورو او ظالمانه منګولو څخه وژغوري.

دغه را پارېدلي او قهرېدلي پښتانه به که خدای کول د خپلو هغو زرګونو شهیدانو د پاکو وینو له برکته چې د پاکستان د وحشت او ظلم په نتیجه کې شهیدان شوي دي خپلو سپېڅلو او انساني موخو او ارمانونو ته رسېږي، ځکه چې دوی د زور او افراطیت نه ، بلکې د مدنیت، انسانیت او سوله ییزه لاره اختیار کړې ده.

که دغه پښتانه قومونه خپل لاریون او اعتراض همداسې په سوله ییز توګه دوامداره وساتي، نو باور دی چې د پاکستان له ظلمونو څخه به د ابد لپاره نه یوازې دوی، بلکې ټوله سیمه نجات ومومي، ځکه نن سبا د افغانستان په ګډون د ټولې سیمې او ان نړۍ امنیت او ثبات د پاکستان د افراطیت او ترهګرۍ پالنې او ملاتړ له امله له ګواښ او خطر سره مخ دی.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply