نور او خدام د پاخه سړک طالبان؛ ارګ دې د واليانو بغاوت بې‌څه نه بولي

0 962

اوس هم ناوخته نه ده چې د باغیانو ورمېږونه ورمات او د یوه تاریخي ګام په ترڅ کې د عطا او خدام کمپلې د تل په مخه ورټولې شي، خو که دا حالت دوام کوي، لېرې نه ده چې تر سمنګان او بلخ وروسته نور غني مخالفي هم د بغاوت نغاره وډنګوي او اساسي قانون وننګوي. دوه میاشتې وړاندې چې معلم عطامحمد د ولایت پر چوکۍ ځان سریښ وباله؛ نو ورسره سم له ولسمشره دا غوښتنه وشوه چې که د حکومتي باغیتوب مخه و نه نیول شي، ژر به دا کیسه ډنډوره او نور مخالفان به یې هم د کابل په مقابل کې راپورته شي. په تازه باغي هڅه کې د سمنګان پخواني والي خدام د عطامحمد نور پالیسي خپله کړه او ځان یې د اساسي قانون پر ځای جمعیت ته وفادار اعلان کړ.

که ولسمشر غني سملاسي دا لنډي کړي ماران ارام نه کړي، نږدې ده چې روان بحران هېواد د تجزیې پر عملي پوله ودروي. د عطامحمد نور د پښو په ټینګېدو سره د نظام ښېرازي زیان لیدلی او دبدبه یې له خاورو سره خاورې کېدونکې ده. روان وضیعت ډېرو ته تاریخي فرصت ښکارېږي او فکر کوي چې د بهرنیانو په شتون او ننداره کې خپلو شومو موخو ته رسېدای شي. په بلخ سربېره دا دی د افغانستان په یوه بل شمالي ولایت کې عملاً د ولسمشر واک وننګول شو او هغهB پلان عملي کېدونکی ښکاري چې د افغانستان د وېشلو له‌پاره یو شمېر کړیو ته ورکړل شوی دی.

د افغانستان اساسي قانون له تېرو دریو کلونو راهیسې جمعیت اسلامي نه مني او هغه واکونه ورته هیڅ ښکاري چې اساسي قانون ولسمشر ته په پام کې نیولي دي. که حالات همداسې دوام وکړي، د افغانستان په ډېرو نورو سیمو کې هم د جمعیت ګوند چارواکي د نظام په مخالفه غاړه کې ودرېږي. د عطا محمد د لېرې کېدو تر اعلان سملاسي وروسته د جمعیت لومړی پلان د عطامحمد تر شا درېدل او په دویم ګام کې د همدغې جبهې پراخول وو چې ګام په ګام عملي کېږي. په تېرو ۲ میاشتو کې جمعیتي مشرانو تر۳۰ ډېرې ناستې کړې او ټولو په دې موافقه کړې چې د غني امر باید د دوی اړوند چارواکي و نه مني. د توپک په شپېلۍ دغه را لوی شوي غواړي چې په افغانستان کې د تل په مخه په زور واکمن وي او د افغانستان د دښمنانونو پلانونه د ډالرو په زور عملي کړي.

له تېر کال راهیسې جمعیت له پاشلي دریځ څخه په څو جبهو کې له ولسمشر غني سره ځان واچاوه. لومړی د بهرنیو چارو بې‌واکه شوي سرپرست وزیر دوه کاله وړاندې د ملي شورا او ولسمشر پرېکړه وننګوله او د خپل پلار په څېر یې چوکۍ په اوږه کړه او قسم یې کړی چې تر کولابه به یې چا ته نه خوشې کوي. په دویم ګام کې د بلخ ګوښه کړای شوي والي پښې ټینګې کړې او د خپل استاد په څېر یې د ټول عمر په مخه په چوکۍ پورې خپل لاندې ځان سریښ کړ.

ښاغلي نور یو شمېر سرناخلاصي له ځان سره مله کړي او د ولسمشر پر وړاندې یې د بغاوت توره را وایسته. نور په تېرو ۲ میاشتو کې پرله‌پسې د جمعیت ټولو اړخونو ته د بغاوت په اړه د تیارسئ لارښوونه وکړه او منظم یې خپل ګوندي سرناخلاصي وهڅول چې په ټولو تر واک لاندې سیمو کې د نظام پر وړاندې د بغاوت غږ اوچت کړي. دوی په ښکاره ولس او ولسمشر ته اخطارونه ورکوي او سوټه کراسۍ ته لمن وهي.

د باغیتوب د پراخېدو په موخه ښاغلي نور د ولسمشر پر وړاندې د جنرال دوستم او محقق د خپلولو هڅه وکړه او په کندهار کې یې د جنرال رازق خان او لالي حمیدزي، په ختیځ کې د ظاهر قدیر او په خوست کې د همایون خپلولو ته هم دانه واچوله، خو ښکاري چې دا هڅې یې هم د دوستم د را وستو په څېر له ناکامۍ سره مخامخ شوې. تر دې وروسته ښاغلي نور ډېره خپله تکیه پر خپلو ګوندي ملګريو و کړه او له بلخ وروسته یې د بغاوت شور په ایبکو کې را پورته کړ. وروستیو بغاوتونو ته په کتو له امکانه لېرې نه ده چې په څو نورو ولایتونو کې هم د ورته زور غاړې تازه شي.

جمعیت اسلامي ګوند په وروستیو ۱۷کلونو کې په لومړي ځل د هوښیار مشرتابه له خلا سره مخ شوی او خپله اصلي څېره یې ملت ته په ډاګه کړه. لکه د جګړې په ډګر کې د پرځېدلو نظامیانو او اوبو وړو په څېر هر خس او خاشاک ته د نجات په هیله لاس اچوي، خو بېړۍ یې په داسې طوفاني سمندر کې روانه ده چې د نجات څرک یې نه لګېږي. پر دوی اصلي اور کابل ته د حکمتیار د را رسېدو له اړخه بل دی او دود یې له بل ځایه پورته کېږي.

ښاغلي غني څه باندې ۳ کاله وړاندې داسې عجیب قمار وهلی چې ګټل یې تاریخي جرات غواړي. هغه به یا افغانستان څو لسیزې ښامارانو ته خوشې کوي او یا به دا وران ویجاړ هېواد له دې لنډو کړو مارانو د تل په مخه خلاصوي. که ولسمشر غني وتوانېد دا ماته بېړۍ تر ساحله ورسوي او افغانستان له دغو ۴۰ کلنو پړسېدلو ښامارانو خلاص کړي؛ نو تاریخ او نړۍ ته به یو ځل بیا ثابته شي چې یو په ملا کړوپ افغان یو ځل بیا دا تاریخي ملت د سیمې او نړۍ سیال کړ.

ښاغلی غني د تاریخ له داسې قضاوت سره مخامخ دی چې یا به ځان سپینوي او یا به افغانستان ډوبوي. د هغه انتخابونه او فرصتونه د هرې ورځې په تېرېدو سره لکه چې ده ورته اشاره وکړه، کمېږي. دی باید پر خپل مېز هغه پرتې پرېکړې لاسلیک او عملي کړي چې خپله فکر کوي سبا یې نه‌شي کولای. د هغه شخصي مخالفان هم له یوه تاریخي قضاوت سره مخامخ دي چې په دومره حساسو شرایطو کې د ولسمشر او ملت تر شا درېږي او که د خپلې شخصي تربګنۍ د پاللو په موخه د بل تبر ته لاستي جوړوي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply