پاکستان پر دويم پلان کار پيل کړ

0 658

پر پاکستان د نړۍ او په تېره بیا د امريکا تر فشارونو وروسته دغه هېواد لږ لارې ته سيخ شو، خو لکه موږ چې وړاندې ويلي وو، پاکستان به په درست ژوند د ترهګرو له روزلو او ساتلو لاس وا نه خلي، اوس هم ښکاري چې پاکستان پر دويم پلان کار پيل کړ.
امريکا په تېره څه موده کې په وار وار په ښکاره اعلان وکړ چې نور نو د پاکستان څالاکي نه چلېږي او بايد نه يوازې دا چې د ترهګرو له روزلو لاس واخلي، بلکې طالبان بايد له افغان حکومت سره خبرو ته هم کښېنوي.
موږ هغه وخت لا ويلي وو چې پاکستان به داسې لاره ځان ته وباسي چې هم پر ځان د امريکا او نړۍ فشار کم کړي او هم ترهګر له ځان سره وساتي.

ځکه پاکستان پوهېږي چې ترهګر ورته د اکسېجن حيثيت لري او په کومه ورځ چې په سيمه کې ترهګري له منځه لاړه، په هماغه ورځ پاکستان هم نور ختم دی.
هغه بله ورځ ولسمشر غني طالبانو ته د سولې ښه غوښن وړانديز وکړ، طالبانو ته د سر و مال خونديتوب، د هغوی د اوسېدو له‌پاره ځای، د سياسي ګوند په توګه د دوی د بانډ پېژندل، بنديزونه ترې لېرې کول، د زندانيانو ازادول او ډېر نور داسې څه وو چې دغه وړانديز يې له تېرو وړانديزونو څخه ډېر متقاوت کړی و.

که څه هم له يوه اړخه دغسې وړانديز د حکومت په کمزوري تعبيرېږي چې ګواکې جګړې ته يې له وسه تېره ده او ځکه يې نو اوس طالبانو ته د دومره زياتو امتیازاتو وړانديز کړی دی، خو په ټوله کې دغه وړانديز د امريکا او چين په ګډون د نړۍ ډېری هېوادونو او بنسټونو وستايه.
دا ځل طالبان هم د تېر برعکس تر اوسه غلي دي او لا يې هم د دغه وړانديز په اړه د اقرار او انکار غږ نه دی پورته شوی.
يو قوي باور دا دی چې د طالبانو اوس هم زړه کېږي او هم يې ساړه، ځکه نو غلي دي او د تلې سر ته ګوري، خو دلته زموږ خبره د پاکستان پر دويم پلان ده.

که څه هم طالبان به د پاکستان په خوښه سوله کوي، يا که انکار کوي هم د پاکستان فرمايش به وي، خو ښکاري چې پاکستان وار له مخه پر دويم پلان کار پيل کړ.
دا هغه پلان دی چې موږ ټولو ورڅخه وېره درلوده.
پاکستان به طالبان په څو ډلو ووېشي، ځينې به يې سوله وکړي، امتيازات به تر لاسه کړي، خو بيا به هم هماغه طالبان پاتې وي، يوازې اوسي به په کابل کې.
دوی به د ځينو نورو کابل مېشتو طالبانو غوندې خوندور ژوند، موټر، کور او ساتونکي لري، مګر هره هڅه به يې د نظام په تاوان او د دښمن په ګټه وي.
بله ډله به يې هماغسې جګړې ته دوام ورکړي او د پاکستان ارمانونه به په سيمه کې پالي.

دا وړمه شپه د جلال‌اباد په څو ولسواليو کې د ملا منصور د پلويو طالبانو يوې ډلې خپل موجوديت اعلان کړی او شپې پاڼې يې خپرې کړې دي.
دوی د طالبانو رهبري کمزورې بللې او هغو طالبانو ته يې اعلان کړی چې له دوی سره يو ځای او په اړيکه کې شي چې د طالبانو له اوسنۍ رهبري يې زړه تور دی.
پاکستان به دغسې بېلابېلې نورې ډلې هم جوړې کړي. بېلابېل نومونه به ورباندې کښېږدي، خو کار به د ټولو يو وي، هغه دا چې په سيمه کې اور سړېدو ته پرې نه ږدي.
حکومت که په دغو حساسو شرايطو کې شمېرلي او په تول پوره ګامونه پورته نه کړي، وينه به همداسې بهېږي او امتيازات به له لاسه وتلي وي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply