طالبان دې د سولې وړاندیزونه ومني/ ګلرحمن رحماني

0 702

د کابل پروسې کنفرانس کې چې د ۲۵ هېوادونو او درې نړیوالو سازمانونو د استازو په ګډون جوړ شوی وو، ولسمشر محمد اشرف غني د سولې په اړه طالبانو ته مشخص وړاندیزونه وکړل. داسې وړاندیزونه چې د اختلاف هیڅ څرک په کې نه لیدل کېږي.

پخوا هم طالبانو ته د افغان حکومت له لوري د سولې وړاندیزونه شوي دي ، خو دا لومړی وار دی چې افغان ولمسشر محمداشرف غنی طالبان د یوه سیاسی ګوند په توګه د رسمیت پیژندلو وړاندیز کوي ، ددی ترڅنګ یې وویل چی (د ملي یووالي حکومت طالبانو ته د سولې دغه وړاندیز له کوم قید او شرط پرته وړاندې کوي.

افغان ولسمشر په خپلو وړاندیزونو کې دا هم وویل لومړی دې د سولې لپاره سیاسي چوکاټ وضع شي ، اوربند دې وشي ، طالبان دې د یوه سیاسي ګوند په توګه په رسمیت وپېژندل شي ، د باور جوړونې ترتیبات دې ونیول شي او عادلانه او ازادو ټاکنو ته لار هواره شي.)

ولسمشر په وار وار له مختلفو لارو په دواړه غاړو(د دولت وسله والو ځواکونو په مخالفینو او افغان وسله والو) غږ کړی چی جګړه بنده کړی اوربند اعلان کړی او چی مونږ د سولې په هر اړخیز مسایلو بحث وکړو او دی نتیجې ته ورسیږو چی سوله وکړو ولی دوی همیش د سولی خبری په جنګ باندی کړی دی.

ولسمشر محمد اشرف غنی طالبانو ته په خطاب کی وویل (موږ دا وړاندیز له کوم مخکیني قید او شرط پرته د سولې موافقتنامې ته د رسېدو په خاطر چې لاندې موارد رانغاړي ، وړاندې کوو:۱ د اساسي قانون سره سم د ټولو اتباعو(په ځانګړي ډول ښځو) د حقوقو او مکلفیتونو تامینول؛۲ د اساسي قانون منل یا د اساسي قانون له احکامو سره سم د هغه تعدیل،۳ له قانون سره سم د ملکي خدمتونو، امنیتي او دفاعي ځواکونو د فعالیتونو پر مخ وړل؛۴ هیڅ یوې وسله‌ والې ډلې ته چې له بهرنیو تروریستي شبکو، بهرنیو تخریبي سازمانونو، دولتي یا غیر دولتي بنسټونو سره چې په افغانستان کې د نفوذ په لټه وي اجازه نه ورکول).

پخوا به کله چې افغان حکومت طالبانو ته د سولې اړوند وړاندیزونه وکړل، نو طالبانو به ویل چې افغان حکومت د سولې  لپاره پوره اراده او چمتووالي نه لري، خو دا وار داسې ښکاري چي افغان حکومت د یوی ریښتینی او پایداره سولی ته پوره اماده ګې نیولې او ددی تر څنګ یې په هغه څیزونو باندې ډېر ټینګار وه چې طالبانو به یې همیش مخالفت کاوه لکه اساسی قانون کی تعدیلات یا تغیرات راوستل هغه طالبان چی په جنګ کی افغان حکومت نیولي دی له بنده خوشي کول ددی ترڅنګ هغه طالبان چی په تور لیست کی شامل دی له تور لیست څخه لری کول او تر ټولو ښه خبر چی طالبان به په یو سیاسي ګوند باندی وپیژندل شي .

دا اوس په طالبانو پورې اړه لري چې د ولسمشر غني له وړاندیزونو څخه په استفادې د سولې لپاره څومره لبیک وایي او چمتووالی ښیي، ځکه طالبانو ته هیڅ معقول دلیل او پلمه نه ده ورپاتې چې له مخې یې دوی د سولې له دغې بلنې او وړاندیزونو سره مخالفت وکړي. یانې د ولسمشر غني وړاندیزونو له طالبانو څخه د سولې د مخالفت جرئت او دلایل هم واخیستل. په دې هیله چې طالبان د سولې شوي وړاندیزونه ومني او بین الافغاني مذاکراتو له لارې خپلې ستونزې هوارې کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply