د “ديويد جونز” تاريخي ناول او د “اشر” لنډو کيسو ټولګې مخکتنه وشوه

0 1,043
احمدشاه عرفانيار
Mar 05, 2018 – 19:49

کابل (پژواک ١٤ کب ٩٦): د “ديويد جونز” په نوم تاريخي ناول چې له پښتو څخه دري ته ژباړل شوى او د لنډو کيسو د پښتو او دري ګډې ټولګې “اشر” اثر مخکتنه وشوه.

“اشر” د نصير احمد احمدي او عبدالواحد رفيقي په پښتو او دري ژبو د لنډو کيسو ګډه ټولګه ده، چې دواړو د يو بل لنډې کيسې پښتو او دري ته ژباړلې دي. “ديويد جونز” تاريخي ناول د بغدادي پير ژباړه ده چې د الهې ارين په نوم يوې مېرمنې له پښتو څخه دري ته ژباړلى دى. دغه دواړه اثار د ګويته انستيتوت او ختيځ بيارغونې موسسې (کور) په مالي لګښت د دوه دوه زرو ټوکو په شمېر چاپ شوي دي.

په دې اړه جوړ شوي ادبي محفل کې ليکوال او اديب نجيب منلي وويل، ادبي ليکنې، ژباړې او ادبي ناستې د بېلا بېلو ژبو ليکوال او اديبان سره نږدې کوي، ګډ کار ته يې هڅوي او ترمنځ يې مصنوعي واټن ختموي.

ده زياته کړه، ادب بايد له سياسته لرې وساتل شي او اديبان دې هڅه وکړي، چې په خپلو ليکنو کې ملي يووالي ته کار وکړي.

د هغه په وينا، سره له دې چې ځينې ژباړې ستونزې لري، خو د يادو دواړو اثارو ژباړې خوندورې دي او هنري تومنه يې زياته ده.

ليکوال محب الله زغم وويل چې د “اشر” کتاب د هغو دوو ليکوالانو دى چې د يوه ولايت او يوې ولسوالۍ اوسېدونکي دي، خو تر دې وړاندې يې يو له بله سره نه پېژندل.

د ده په خبره، دا لومړى ځل دى چې پښتو او دري ژبي يو ګډ ادبي اثر په دوو ژبو چاپوي.

نوموړي دا کتاب د راتلونکي لپاره ښه پيلامه وګڼله او ويې ويل چې ليکوال بايد ګډې ادبي ناستې سره ولري او ګډ اثار وليکي.

د “اشر” اثر ليکوالانو بيا وويل چې د دې ګډ کتاب د چاپولو موخه يې دا ده چې ملي يووالي ته کار وشي، ژبني تعصبونه او کرکې ختمې او ليکوال وهڅول شي چې ورته کتابونه چې يو د بل د نږدې کېدو لامل ګرځي، وليکي او چاپ يې کړي.

د “ديويد جونز” د اثر ژباړونکې وويل چې دا يې لومړى کتاب دى چې له پښتو څخه يې دري ته وژباړه او د ژباړې لپاره يې ځکه غوره کړ چې دې کتاب سږکال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا د غوره ناول لقب ګټلى و.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply