د اندونیزیاهڅې د افغانستان په سوله کې څومره ګټورې دي؟

0 690

 

ګلرحمن رحماني

 

څه موده وړاندې له ۶۰ کلونو وروسته د اندونیزیا ولسمشر افغان پلازمېنې کابل ته په سفر راغی چې کابل حامدکرزی نړیوال هوایي ډګر کې یې تود هر کلی وشوه. د افغان ولسمشر د دویم مرستیال تر څنګ دری افغان وزیران د اندونیزیا ولسمشرجوکوویدود هر کلی وکړ. د اندونیزیا جمهور رئیس او ولسمشرمحمداشرف غني له دوه ساعته لیدنې وروسته ګډې خبري غونډې ته وینا وکړه. د دوی دواړو د لیدنې هدف په افغانستان کی دسولې په برخه کې همکاری وه ، د اندونیزیا ولسمشر جوکوویدود وویل :(ما او ولسمشر غني د سولې پر موضوع خبرې وکړې او مونږ به افغانستان کی د سولی راتګ لپاره خپلی هلی ځلی زیاتېکړو ، مونږ دلته د اندونیزیا له لوري یو اسلامي مرکز هم جوړوو) .

د اندونیزیا ولسمشر چی کله افغانستان ته راغلی وو هغه افغان ولسمشر سره وعده وکړه چی مونږ به د افغانستان د اوسنیوحالاتو په اړه د علماوو غونډه ونیسو تر څو عالمان ورته یوه سمه لار غوره کړي چې ایا په افغانستان کې اوسنی جګړه د اسلام له نظره سمه ده او که نا ؟

په اندونیزیا د علماو جوړېدونکې غونډې ته د افغانستان او پاکستان ۱۵، ۱۵ علما وربلل شوي او پاتی نور د اندونیزیا هیوا عالمان دی چی د ټولو تعداد ۵۰ تنو ته رسېږي کله چې دی غونډی ته عالمان تلل طالبانو ورسره مخالفت وښوده او ورته یی وویل چی پدغه کنفرانس کی دی ګډون نه کوی خو د اندونیزیا د علماوو د شورا د نړیوالو اړیکو څانګی مشر محی الدین جنیدی ارب نیوز ته د سولی د کنفرانس په هکله وویل (کیدای شی طالبان ددغه کنفرانس په اړه کافی نه پوهیږی او کیدای شی ددغه کنفرانس په اړه ورته غلط معلومات رسیدلی وی).

اندونیزیا نن سبا په ټوله نړی کی لوی اسلامی هیواد دی او ۹۸٪ فیصده وګړي یې مسلمانان دي. همدارنګه اندونیزیا او افغانستان کلتوري مشترکات او دوستانه مناسبات سره لري. د دې ترڅنګ د افغانستان اوسنۍ ستونزې او وضعیت د اندونیزیا له پخوانیو ستونزو او وضعیت سره پوره ورته والی لري. نو په دې برخه کې افغانستان د اندونیزیا له پوهې، تجربو ، مشورو او لاسته راوړنو څخه پام وړ ګټه اخیستلی شي.اندونیزیا له اقتصادی پلوه د نړی او اسیا له مهمو اقتصادی هیوادونو څخه ده . یانې اندونیزیا د سولې د تامین ترڅنګ د اقتصادي ودې او سوداګرۍ په برخه کې هم له افغانستان سره ښه مرسته کولی شي.

د اندونیزیا بل تر ټولو مهم لامل دا دی چی د اندونیزیا هیواد د افغانستان په پخوانیو کورنیو او سیاسی مسایلو کی له اوله تر اخیره ښکیله نه وه او د اندونیزیا هیواد مطلق یو بی طرفه هیواد دی نو په دی اساس د اندونیزیا هیواد ولسمشر په حساسو شرایطو کی افغانستان ته راتګ یوه ګټه او ددوی د سولی په برخه کې بی طرفه بې مقصده هلی ځلی له یو پلوه د افغان دولت په ګټه او له بل پلوه د دردېدلی ، کړیدلی او د سولی ارمانجن ملت په ګټه تمامیدلی شی ، ځکه په ګټه تمامیدلی شی چی ددی هیواد په اوسیدونکو باندی تیر شویدی او پوهیږی چی په جنګ کی د هیواد اوسیدونکی څومره دردیږی .

بله ګټه یی داده چی ددی هیواد عالمان پر دین په کامله توګه اګاه خلک دی او د نورو همسایه هیوادونو په څیر کومی فتوی له ځان نه شی ورکولی بلکی هر څه له دینی لاری نه ورکوی . نو له دې امله باور دی چې د اندونیزیا هڅې به د افغان سولې په برخه کې ګټورې تمامې شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply