کریمینل تخنیک؛ د چاودنې د ساحې څیړل / شفیق قارا

0 841

کریمینال تخنیک؛ د چاودنې د ساحې څېړل.

راځئ د جرم پېژندنې د آرونو په رڼا کې په کابل پرلت خېمه برید ته اشاره وکړو!
لاسي بمب د ګرمو وسلو له کورنۍ دی، چې کارول شوي موادو یا ځانګړي ماموریت ته کارول یې وزن تغیروي؛ خو عمومآ له نیم کیلو ګرام تر یو کیلو ګرام وزن لري.
د کابل پرلت خېمه هوار میدان کې ولاړه ده، چې خواوشا پراخه احاطه لري او له خېمې باندې د کابل امنیه قومانداني اړوند امنیتي چارواکي د امنیت ساتلو لپاره ګمارل شوي، د حضوري چمن څلور خواوې سترو واټونو احاطه دي، چې د امنیتي څارګرو کېمرو له پوښښ لاندې دي او د هر واټ پای کې د شپې ګزمه او امنیتي کمربند شتون لري.

څېړنه.
لاسي بم له نیم کیلو ګرام تر یو کیلو ګرام وزن لري په هواره ځمکه کارول یې خورا لاسي زور غواړي؛ ځکه، چې د تهاجمي نارنجک د انفجار تاخیر له دریو تر څلور ثانیو دی او د انفجار احاطه یې له ۲۰ تر ۲۵ متر مربع ده؛ نو د نارنجک غورځونکی شخص په هواره ځمکه هڅه کوي له ۵۰ متره فاصلې نارنجک وار کړي؛ ځکه، چې د نوموړي واټن په پای ته رسېدو سره د انفجار تاخیري وخت پوره کېږي او نارنجک لویدو سره سم انفجار کوي او بل خوا نارنجک غورځوونکی شخص نهای هڅه کوي، چې له لرې واټن نارنجک وغورځوي په دې توګه د انفجار له زیان خوندي وي او د بېرته تښتېدو چانس یې زیات وي.
دا، چې د شپې لخوا پرته له پرلت کوونکو او پولیسو د خېمې خواته نور څوک نه ول او ګڼه ګوڼه کمه وه؛ نو پرلت کوونکي د خېمې منځ کې په خبرو بوخت ول او پولیسو له خېمې باندې شتون درلود.
څنګه یو نفر راځي له ۵۰ متره واټن نارنجک د خېمې په لور غورځوي او پولیس یې نه ویني؟
کله، چې نارنجک انفجار کوي باید پولیس بېړني غبرګون ته چمتو شوي وی او له دریو تر پنځو ثانیو کې یې غبرګون ښودلی وی؛ نو نارنجک غورځونکی شخص په څومره تېز رفتار سره تللی، تقریبآ ۴۰۰ متره منډه یې کړې د حضوري چمن له پنجرې اوښتی؛ خو بیا هم امنیتي پولیسو نه دی لیدلی او نه یې تر اور لاندې نیولی، چې په مسلکي توګه د؛ ولې پوښتنه را ولاړوي؟
ښه په هر صورت فرض به کړو، چې دښمن د خېمې پنځوس متري فاصلې ته نږدې راغلی و او نارنجک یې وار کړ د پولیسو له بڼو لاندې بریالی وتښتېد په پنجره واوښت او ورک شو؛ نو ولې د حضوري چمن څلور خواو ته واټونو کې ځای په ځای شو کېمرو د نوموړي ترهګر د ځغاستې له جریان فلم نه دی اخیستی؛ که فلم وي؛ نو کومه دی؟
د جرم له تر سره کولو وروسته د مجرم د ادرنالین ترشح زیاتېږي، چې د زړه ضربان زیاتوي د زړه د ضربان زیاتېدو په صورت کې د ستړیا احساس زیاتېږي او عصبي سیستم د عضلاتو کنترولي حالت له لاسه ورکوي یعنې پښې او لاس سم کار نه کوي په داسې بېړني صحي وضعیت کې ترهګر څنګه منډه کړې او خواوشا د څلورو واټونو له څلور چیک پواینټونو په داسې حال کې تېر شوی، چې ټولو نږدې چیک پواینټونو د انفجار غږ اورېدلی او بېړني غبرګون کې قرار لري، لارې یې تړلې یعنې هیڅ نقلیه واسطه او پلي شخص داسې حالاتو کې له امنیتي کمربند بیدون له تالاشي نه شي تېرېدی او کله دومره تېز رفتار کې منډه شونې ده، چې موظف پولیس یې هم نه ویني؟؛ که پېری و اسمان ته وخوت!
د کریمینال تخنیک د پوزیټویستي څېړنو له مخې، چې لږ جزیات مې پورته درته وړاندې کړل ناشونې ده، چې د پرلت پر خېمه د لاسي بم غورځونکی ترهګر د جرم له ساحې ژوندی ووځي؛ مګر که موظف پولیس نارنجک غورځولی وي امکان شته، چې ارام رنجر موټر کې ناست وي؛ ځکه یې نه د ځغاستې فلم شته، نه د حضوري چمن څلور خواو ته پوستو څوک لیدلی، چې منډې وهي او د تېښتې حال کې دی.
که امنیتي مسؤل چارواکي وایي، چې مواد ځای په ځای شوي و، هغه کې لا ملامت دي باید موظف پولیسان ونیول شي؛ ځکه یا د جرم شریکان دي یا یې غفلت وظیفوی کړی، چې دواړو حالتونو کې له جزا مستثنا نه دي.
نوټ: ملګرو د کابل پرلت پر خېمې د لاسي بم غورځولو کې ۹۹،۵% د همدې خېمې امنیتي مسؤلین لاس لري او ۰،۵% احتمال شته، چې بېروني ترهګر پورته ذکر شوې د ترهګریز عمل تر سره کولو ساحې ته داخل شوی وي او عمل یې تر سره وي؛ خو که بېروني دښمن هم راغلی وي بیا هم پولیسو د نوموړې ترهګریز عمل د مخنیوي او شنډولو ۹۹،۵% اختیارات لرل ولې یې دومره ستر غفلت کړی؟
له دې موضوع په اسانۍ مه تېرېږی د کابل امنیه قوماندان او د کورنیو چارو وزیر باید ولس ته ځواب ووایي!
درنښت/ کاپي او شریک یې کړی، چې فرد فرد ته اګاهي ورسېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply