بصیر عاصم/ په افغانستان کې د هند ګټه څه ده؟‎

0 951

بریالۍ پالیسۍ ملتونه د ښېرازۍ سوکالۍ او تقویې لور ته بیایي ، او ددې برخلاف هغه ملتونه چې د ملت واک او ځواک یې د ملت د خلګو د انتخاب پر ځای د نااهلو او زورواکو سره وي د خپل حماقت او نااهلۍ په سبب ملتونه د ناکامۍ او دربدرۍ ځینځیرونو ته اچوي حاکمان نااهله واکداران یې چې کله خپله ناکامی محسوس کړي د خپل حماقت په باور د خپلو ناکامیو او حماقته په انکار  نور د خپلو کړو مسول ګڼی .

داچې د هند واک او ځواک د ملت په انتخاب د پوهو او هوښیارو سره دی هند یې د اقتصادي او نظامي تقوېې پر مسیر روان کړ. یوازي د هند ملت یې د امنیته برخمن نه کړ ، د هغو د ژوند د ښه کولو دپاره یې پیاوړي ګامونه واخستل او هند نن یو د مخ پرودي هیوادونو په نوم لړ کې ځاي لري

په څو تیرو لسیزو کې هندی واکدارانو هیڅ هغه موقع د لاسه  ورنه کړه چې هند یې پرمختګ د برکته محروم شي ، دوی نه یوازي د اسیا د ابر قدرته دولتونو سره لکه روسیه او چین سره خپل سیاسي روابط په اعتدال کې وساتل او ګټي يې ځیني واخستې د غربي نړۍ د ضرورته یې د خپل هیواد د پرمختګه دپاره هم تر هغي اندازې چې ممکنه وه ګټي ځیني تر لاسه کړې.
که څه هم د اسرایلو ستراتیژیک موقعیت ته په کتو د هند د پاره کمه ګټه نه درلوده خو دوی د اسرایلو سره په ښه سیاسي روابطو د غرب په ځانګړی توګه د امریکا توجه د ځان وخوا ته راوګرزول
د یولسم سپټمبر تر حادثې ورسته چې کله امریکا د طالب او القاعدې ډلي د مینځه وړلو په هدف د افغانستان پر لور ګامونه را واخستل هند په ډېره هوښیارۍ او ځيرکتیا د امریکا او ڼړیوالي ټولنې سره ځان افغانستان په چارو کې دخیل کړ. د افغانستان سره د بیا روغونی په چارو کې یې ځان د امریکا د میارډونو ډالرو د مرستو سره متعهد ملګری وښود، په دې توګه د هند لمړی ستره ګټه  د۲۰۰۶ کال  د مارچ په ماشت کې د امریکا د هغه وخت د ولسمشر جورج بش هند ته سفر او ورسره د هند د اټومي پروګرام د قانوني کولو لاسلیک کول وه ، نه یوازي چې د هند اټومي پروګرام نړیوال قانوني حیثیت  ترلاسه کړ ورسره د همدغه اټومي پروګرام په سبب هند د نړیوالي ټولنی له فشار او ځیني نړیوالو بندیزونو په لیري کولو بریالی شو
په افغانستان کې همدا د هند اقتصادي او سولیزه ښکیلتیا ددې سبب شوه چې هند ته یې د امریکا او غربي نړۍ سره د میلیارډونو تجارت تر څنګ دنړیوال پوخ اعتبار ور په برخه کړ ، او هند یې یوې داسي مرحلې ته ورساوه چې د همدې هیواد اقتصادي او نظامی پرمختګ یې یقینی کړه.
د مذهبي اړخه هند ته د افغانستان اهمیت هم یو بل سبب دی چې د دغه هیواد سره یې د هند لیوالتیا زیاته کړې ده ، داچې پاکستان تل هڅه کړې ده چې په هند کې د مذهبي تعصب او تشدد اور بل کړې ظاهراً خپلو مسلمانو وګړو چې تر ۲۰۰ میلونو زیات دي ښیې چې هند د افغانستان سره چې یو مسلمان هیواد دی دوستانه سیاسي روابط لري او د هند هیڅکله د پاکستان سره د مذهب په اساس نه د ملي ګټو پر سر ورانه ده .
همدارنګه  هند د ګڼ توکمو اوسیدونکو یو هیواد دی او د ماوو په نامه د یوې ازادی غوښتونکي وسلوالي ډلي د بغاوت سره مخ دی او کله نا کله ددغه هیواد د ځینو برخو امنیت هم ګواښي د بله پلوه بې ثباته افغانستان هم د هند د ملي ګټو پر ضد د استعمال جدی ګواښ محسوسوي او ددې بیره لري چې د هند مسلمانان به پاکستان ددغه هیواد پر خلاف استعمال کړي لکه څنګه چې افغانان د اسلام په نامه د مسلمان افغانستان پر خلاف استعمال کړه او یو بې ثباته افغانستان به د هند د مسلمانانو یاغیانو پناه ګاه وي  او پر هند به يې سنګر په توګه د بریدونو دپاره استعمال کړي لکه  په ۱۹۹۸ کال کې یې چې افغانستان د هند د یوې مساپر وړونکې الوتکي د تښتونکو دپاره استعمال کړ.
په افغانستان کې د هند د اقتصادي ښېکتیا یو بل سبب د پاکستان سره د هند خراب سیاسي روابط دي چې پاکستانی جنرالان د بنکلدیش په ورکولو لا اوس هم د هندی کشمیر د نیولو خوبونه ویني ، هند د افغانستان په ځواکمنتیا کې د ډیورنډ د هغه کرښې د ورانولو هیله لري چې په سبب به یې پاکستان د هغه غروره وغورځیږي چې د هند د تباهې خیالونه ورسره دي. ددې ټولو نظامې وجوهاتو سره سره هند د افغانستان سره په تجارت کې لویې اقتصادي ګټي ویني.  د ایران د لاري د چابهار بندر به نه یوازي هند خپل صادارت تر افغانستانه ورسوي بلکي د افغانستان د لاري به تر مرکزي اسیا هیوادونو پوري د هند صادرات ورسیږي چې په دې سره هند د اقتصادي تقویې یو تړلی بل ور هم پرانیست. په ټوله کې هند د افغانستان سره شاوخوا درې میلیارډه ډالره مرسته وکړه خو هند په مادې او معنوی لحاظ تر دې په ځلونو زیاته ګټه ترلاسه کړه. نه یوازي هند د خپلي بریالۍ پالیسۍ پر بنیاد افغانانو ته دا ثابته کړه چې ګټې د دوی په ګټو کې دي ورسره يې په راتلونکې کې د افغانستان په معدنیانو کې د پانګونې چې د هند دپاره به ستري اقتصادي ګټې ولري ممکن د لمړیتوب امتیاز هم د ځان سره ولري

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply