طالبانو! د بورو، کونډو، ورارو او له جګړې ستړي اولس کوکې اورﺉ؟

0 892

ودان روښان
په هلمند کې د مدني فعالانو او ځوانانو تر څنګ اوس هلمندۍ مېرمنو او نجونو هم پرجګړې د اعتراض خیمه درولې.
د هلمند مرکز لښکرګا ښار کې د وري درېیمې نیټې ماښام ځانمرګه بمي برید چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۵ کسان په کې ووژل او ۵۵ نور یې ټپیان کړل، په سبا یو شمېر هلمندي ځوانانو او مدني فعالانو د پېښې پر ځای د جګړې ضد او سولې غوښتنې خیمه ودروله.
ددغه خوځښت یو سمبالونکي رسنیو ته ویلي موخه یې له جګړې ستړو خلکو غږ پورته کول دي چې په وینا یې خلک نور تنګ شوي، نو ځکه خو په طبیعي بڼه خراغونډ شوي، خلک نور له دې جګړې، له دغه حالته په تنګ دي، خلک سوله غواړي، دغه خلک له دولت او طالبانو غواړي چې خپلو کې سره کیني له دې پرته بله لار نه شته.
پر جګړې د هلمندي معترضینو په وینا دوی یوازې د اعتراض خیمه نه ده درولې بلکې په پام کې لري چې د خلکو یو کاروان سمبال او د جګړې له ښکیلو غاړو مخامخ د سولې غوښتنه وکړي.
د یاد خوښځت یو سر لاري رسنیو ته ویلي خلک راټولوي او د دولت او طالبانو ترمنځ، منځګړتوب کوي:« موږ کور پر کور، دروازه پر دروازه او مسجد پر مسجد ګرځو ټول ولس خبروو چې راټول شئ او لښکرګاه او لښکرګاه ته راغلو ټولو ولسونو سره يو ځای د جګړې ټولو مرکزونو ته ورځو د طالب ټولې دروازې ور ټکوو چې نور بس دی او له دې ځايه د دولت ژمنه اخلو چې نور به سره کېنئ، موږ د ولس په ډول د دريم ګړي په ډول دوی سره کېنوو»
دغو کسانو په وازه خوله طالبان ننګولي: «یا سوله وکړﺉ یا راشئ موږ هم ووژنئ» خو دا خبره پر دغه ځای پای ته نه ده رسېدلې بلکې د هلمندي ځوانانو او مدني فعالانو د سولې خیمې له درولو دوه ورځې وروسته هلمندۍ مېرمنو او نجونو هم د سولې خیمه ودروله او له طالبانو یې په ژړا او زاریو د سولې غوښتنه وکړه. په سوله غوښتونکو هلمندۍ مېرمنو کې هغه مېرمن هم شته چې خاوند او پنځه زامن یې د لښکرګا ښار د وري میاشتې درېیمې نیټې برید کې وژل شوي نو ځکه خو دا له طالبانو سوله غواړي:« زموږ نازک – نازک شهيدان، زما پنځه بچيان، زما کوروالا، په دغه جنګ کې ولاړل، پر نام د خدای پر لحاظ د قران، سوله وکړئ، سوله وکړئ، موږ بالا مه غمجنوئ، ځانونه مه غمجنوئ، تاسې هم زموږ اولاد ياست، تاسې مو هم اولاد ياست»
دغه راز، له دوو اونیو راهېسې د کابل ښار په حضوري چمن کې د افغانستان له بېلابیلو سیمو مدني فعالان د کابل پرلت تر نوم لاندې را ټول او د اعتراض خیمه یې درولې چې د بین الافغاني سولې په ملاتړ خپل غږ پورته کړي.
داسې ښکاري چې دغه سوله غوښتونکی اواز د افغان ویرجن ملت پر دوښمنانو ښه ونه لګېد نو ځکه خو یې د شنبې ماښام د یاد خوځښت پر فعالانو بمي برید وکړ چې د ذاهد الدین په نوم یو سوله غوښتونکی مدني فعال خپل ژوند بایلود او ۱۵ نور ټپیان شول. خو دغو مدني فعالانو له برید وروسته هم خپل د سوله غوښتنې خپل پورته کړی غږ غلی نه کړ او په کلک هوډ یې اعلان وکړ چې خپل غږ به د هېواد ګوټ ګوت ته رسوي او ولس به راویښوي، که طالبان سوله ونه کړي ملت به یې پرضد ملي قیام ته راوبولي.
که په ځیر سره وکتل شي دغه حرکتونه فرمایشي نه او نه هم د کومې سیاسي ډلې، کوم کورني یا بهرني بنسټ پیل کړي، ددې ترڅنګ چې د یادو خوځښتونو سرلارو په ښکاره ویلي د افغان ولس له ګټو پرته هیڅ سیاسي لوري سره تړاو نه لري، په خپله د دغه حرکت سرلارو دغه هوډ چې وایي د مرګ په شمول هیڅ راز ګواښ یې له خپله هوډه نه شي راګرځولی، یا په ډانګ پېیلې وایي:«یا سوله وکړﺉ یا راشئ موږ هم ووژنئ!» کوم سلیم عقل یې مني چې د نورو په فرمایش دې څوک دومره ستر خطر پر ځان ومني چې د جګړې له کرښو واوړي، طالبانو ته ورشي چې د خوندیتوب هیڅ ډول ضمانت نه لري او هرڅه په کې د وړاندوینې وړ وي، خو دغه ټول له جګړې ستړو ولسونو فریاد او پرجګړې له اعتراض پرته بل څه نه شي ګنل کېدی.
ښکاره ده چې دغه حالت یانې پر جګړې د خلکو اعتراض، له جګړې کرکه، نفرت او د سولې غږ پورته کول د یوې ځانګړې پېښې په غبرګون کې نه دی راپورته شوی بلکې دا د نږدې څلویښت کلنۍ پردۍ جګړې په اور کې د افغان بچیانو بې ځایه قروریتېدو پرضد اعتراض او څرګند مخالفت دی چې په دې وروستیو کې یې نوره د صبر کاسه ډکه شوې او د یوې زورورې کړیکې په توګه یې پژواک او انګازې د هېواد په ګوټ ګوټ کې انعکاس کوي.
دا د هغو کونډو، بورو، ورارو، یتیمانو، زوی مړو پلرونو او د نورو ویرجنو افغانانو ساندې او کوکې- سورې دي چې نور په هر نوم چې وي په ونیو لړلو خپلو عزیزانو لیدلو او په سرو کفونونو کې د کورنیو غړو خاورو ته سپارلو زغم نه لري او وېرېږي چې که افغانان جګړه ختمه نه کړي، جګړه به افغانان ختم کړي نو ځکه خو له همدې ویرې پر جګړې اعتراض او د سولې غږ پورته کوي. طالبانو! د افغانان په لرغوني دود کې خو دا یو منل شوی ار(اصل) و چې کله به د دوو قبیلو یا دوو لویو کورنیو ترمنځ دوښمني داسې پړاو ته ورسېده چې نوره حل لار به یې نه درلوده نو یوه خیرغوښتونکې مېرمن به راغله او د دوښمنو لورو په مخکې به یې خپل پوړنی وغوړاوه او د سولې غوښتنه به یې ترې وکړه. په دغه حالت کې منل شوی دود دا و چې ښکېلو غاړو به که ځان هرڅومره غچ او برید ته چمتو کړی هم و نو د تور سرې دې غوښتنې په درناوي به له جګړې تېر او سوله به یې وکړه. نو طالبانو تاسې هم که ځانونه افغانان بولۍ د کونډې او بورې هلمندۍ مېرمنې دا غوښتنه هماغه د پوړني غوړولو دود وګڼئ چې له تردید پرته دی هم. یو ځل بیا پر طالبانو غږ کوم چې د بورو، کونډو، ورارو او له جګړې ستړي اولس کوکې اورﺉ؟ نو که یې اورﺉ راشئ دا ځل د سولې لار خپله کړﺉ، په زغرده یې وایم چې په جګړه کې نه ستاسې خیر دی! والله که له زیان پرته هیڅ ګټه هم وکړﺉ! ولس خو هغه دی چې له جګړې د کرکې او د سوله غوښتنې خپل غږ پورته کړی، تاسې هم دغه غږ ور غبرګ کړﺉ!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply